یوې ۸۰ کلنې افغانې مېرمنې چې کلونه یې په بریټانیا کې ژوند کړی دی، د مزار شریف د نجونو د یو ښوونځي لپاره یې په خپل شخصي لګښت ۱۲ درسي خونې جوړې کړې دي.

د زهرا عصمتي په نوم دغې مېرمنې د یاد ښوونځي لپاره شپږ درسي خونې تر دې وړاندې جوړې کړې وې او ۶ نورې یې تېره ورځ پرانیستې.

زهرا عصمتي د عایشه افغان د نجونو لېسې لپاره د دغو ۱۲ نویو خونو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دا یې یوه هیله وه او له نورو افغانانو هم غواړي چې له ښوونځیو سره د ودانیو، درسي موادو او نورو برخو په برابرولو کې مرسته وکړي.

زهرا عصمتي ونه ویل چې د ښوونځي لپاره د ۱۲ ټولګیو په جوړولو یې څومره مصرف راغلی خو وايي، دا خبره له همدې سره پټه ساتلې ښه ده.

د مزار شریف په عایشه افغان لېسه کې دا مهال ۲ زره نجونې په زده کړو بوختې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *