تاند- د بلغاریا حکومت د هغه افغان هویت څرګند کړ چې د دغه هیواد پوله ساتو د ترګیې پولې ته نژدې په خپله خاوره کې ویشتی و.

د بلغاري چارواکو په وینا وژل شوی افغان بسم الله نومېږي. دوی وايي چې د دغه افغان ملګرو ورته ویلي چې هغه بسم الله نومېده.

بسم الله له یو شمېر نورو افغانانو سره غوښتل چې له ترکیې بلغاریا او له هغه ځایه لوېدیځې اروپا ته پناه یوسي.

د بلغاریا ملي تلویزیون نن /یکشنبه/ وویل چې د بسم الله د سفر ملګرو پولیسو ته په تحقیقاتو کې ویلي چې دوی غوښتل چې جرمني یا سویس ته لاړ شي.

دغو افغانانو په خپلو موبایلونو کې ثبت شوي مواد له ځان سره لرل چې په هغه کې دا ثابتوي چې دوی اقتصادي مهاجر نه دي بلکې د ناامنۍ او امنیتي ګواښ له کبله اروپا ته پناه وړي.

بسم الله د پنجشنبې په ورځ د بلغاریا (Sredets) ښارګي ته نژدې د سرحدي پولیسو له لوري هغه مهال وویشتل شو چې له ۵۴ تنو نورو سره یې هڅه کوله د بلغاریا خاورې ته په غیرقانوني ډول واوړي.

بلغاري رسنۍ د خپلو امنیتي چارواکو په قول ادعا کوي وروسته له دې چې پناه غوښتونکو د بلغاریا خاورې ته له اوښتو ډډه ونه کړه، ، یوه پوله ساتي د خبرداري لپاره ډز وکړ، مرمۍ د پله پر کټاره ولګېده او له هغه ځایه د پناه غوښتونکي لور ته کږه شوه او پر غاړه یې ولګېده.

بسم الله روغتون ته په لاره ساه ورکړه.

په افغانستان کې د جنګ او ناامنۍ له کبله افغانان مجبورېږي چې اروپايي هیوادونو ته د رسېدو لپاره، چې د انسانانو ژوند پکې په نسبي ډول خوندي دی، په خطرناکو او مرګونو لارو سفر ته زړه ښه کړي.

په اروپايي هیوادونو کې ډېر افغانان په دط خاطر نه منل کېږي چې د دوی په ادعا افغانان سیاسي او امنیتي ستونه نه لري بلکې دوی اقتصادي مهاجر دي.

حال دا چې د افغانانو اقتصاد هم د امنیتي وضعیت له کبله خراب شوی دی. د طالبانو له لوري د کندوز ښار نیولو د لکونو افغانانو ژوند او اقتصاد خراب کړ.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *