تاند- د بلغاریا صدراعظم د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې سره په کتنه کې په دې بخښنه وغوښته چې له افغانستانه یې د بلغاري پوځیانو د وتلو پټکه کړې وه.
بلغاریا د بروکسل له وروستۍ غونډې مخکې خبرداری ورکړی و چې که افغانستان خپل پناه غوښتونکي، چې بلغاریا ته یې پناه وړې ده، ونه مني، بلغاریا به له افغانستانه ټول پوځیان وباسي.
ده همداراز ویلي و چې باید د بروکسل په کنفرانس کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه یوه حللار وموندل شي او که حللار ونه موندل شوه د بلغاریا له پارلمانه به وغواړي چې له افغانستانه د بلغاري پوځیانو د وتلو په اړه پرېکړه وکړي.
د بلغاریا صدراعظم وویل«موږ په افغانستان کې د امنیت او ولسواکۍ د ټینګښت لپاره حضور لرو او که لا هم افغانان مجبوره وي چې له خپل هیواده نورو هیوادونو ته پناه وړي، ښه دا ده چې دا پیسې د خپلو پولو په ټینګولو ولګوو.»
خو صدراعظم بویکو بوریسیف پرون /پنجشنبه/ په بروکسل کې د ناټو د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې فدریکو موګیرني سره په کتنه کې په دې اړه له خپلو څرګندونو بخښنه وغوښته.
د بلغاریا صدراعظم وویل، په افغانستان کې د بلغاري پوځیانو کالنی لګښت له ۴۰ ملیون تر ۴۵ ملیون یورو پوري دی.
د بلغاریا دفاع وزیر هم د خپل صدراعظم نظر تایید کړی و او ویلي یې و چې په وروستیو میاشتو کې بلغاریا د افغان پناه غوښتونکو له جدي ستونزې سره مخامخ دی خو دوی د دې ربړې د حل په لټه کې دي.
بلغاریا په افغانستان کې ټولټال ۱۱۰ سرتېري لري چې افغان امنیتي ځواکونه روزي او د کابل د هوايي ډګر په ساتنه کې برخه لري.
بلغاریا ته رسېدلي افغان پناه غوښتونکي د دې لپاره دغه پخواني کمونستي هیواد ته نه دي تللي چې هلته پناه وغواړي بلکې هغوی له بلغاریا څخه لوېدیځې اروپا ته د ترانزیتي لارې په توګه کار اخلي.
افسوس دی د بلغاریا او زمو نږ په حال سل سرتیری په افغانستان کی د ماشیدماشی حیثیت لری خو ۴۵ ملیونه افغانی مو نږ ته د فرقی ارزښت لری