تاند- بلغاریا افغانستان ته د خپلو پورونو، چې په اویایمه او اتیایمه لسیزو کې یې ورکړي وو، په سلو کې ۸۴ وبخښل.
بلغاریايي رسنۍ وايي چې دغه هیواد د پاتې نور پور لپاره له افغانستان سره لس کلن مهالوېش جوړ کړی دی.
د بلغاریا حکومت د چهارشنبې په ورځ هغه موافقه تصویب کړه چې د دوو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ د تېر سپټمبر په اوولسمه نېټه لاسلیک کړې وه.
د دې موافقې پر اساس پر افغانستان د بلغاریا ۵۶ ملیون ډالره پور تصفیه شو.
د دې علت چې بلغاریا د خپل پور لویه برخه افغانستان ته وبخښله دا ده چې په ۲۰۱۰ میلادي کال افغانستان زیات پوروړی او بېوزله هیواد وپېژندل شو.
افغانستان به د بلغاریا پاتې ۸ ملیونه او ۲ لکه ډالره پور په لسو کلونو کې په قسط وار ډول د کال شل فیصده ورکړي.