تاند، سه شنبه، د میزان ۹مه: د ولسي جرګې یو شمېر غړي تور لګوي حامد کرزی، اسماعیل خان، عطا محمد نور او یونس قانوني غواړي د ټاکنو پایلې بحراني کړي او ځان خپله واک ته ورسوي.

د ولسي جرګې دغو غړو د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډه کې دا خبرې کړې دي، حامد کرزی او ورسره سیاسیون هڅه کوي واک په خپل لاس کې واخلي، چې دا هلې ځلې به یې افغانستان له بحران سره مخ کړي.

له دې منځه بلقیس روشن په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې وايي، د کرزي، عطا محمد نور، اسماعیل خان او قانوني په څېر سیاسیون د ګرګانو (لېوانو) په څېر دې ته به تمه دي چې یوه پېښه وشي او دوی واک په لاس کې واخلي: (( دوی غواړي لکه د وږیو لېوانو پر واک او قدرت حمله وکړي خو دا کار د ملت لپاره د منلو نه دی.))

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقیوم سجادي هم ویلي چې یو شمېر سیاستوالو د ټاکنو د سبوتاژ لپاره ملا تړلې ده: ((دوی دا پروسه ستونزو سره مخ کوي، خو په ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون د ټاکنو مشروعیت نه دی زیانمن کړی، دا ملي پروسه باید زیانمنه نه شي.))

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی کمال ناصر اصولي هم پوښتنه کوي چې د دغو سیاسیونو مقصد له ټاکنو وروسته د مؤقت حکومت د جوړولو په اړه څه دی؟

دا په داسې حال کې ده چې له ټاکنو څو ورځې وړاندې د پخواني ولسمشر کرزي په مشرۍ ځینې سیاستوال راټول شول او زیاته یې کړه تر ټاکنو سوله مقدمه ده او دا ځل ولسمشریزې ټاکنې به بحران ته ولاړې شي.

خو اوس چې د دغې ناستې په تړاو نیوکې زیاتې شوې دي، د کرزي د ډلګۍ یو غړی شهزاده مسعود وايي، دوی خپلې ټولې هڅې د سولې لپاره کوي او په غونډه کې د مؤقت حکومت بحث نه دی شوی.

بلخوا څو ورځې وشوې چې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې دي، خو سر له اوسه په کې ځینې لوري ځان بریالی بولي او د پایلو له اعلان سره هم مهاله یې د یو بحران د پيدا کولو امکان او اندېښنې زیاتې کړې دي.

One thought on “بلقیس روشن: کرزی او ورسره سیاسیون ټاکنې بحراني کول او خپله واک ته رسېدل غواړي”
  1. د افغانستان ملت دغه سیاشس لیوان او همدارنگه تور او سپین تروریستان ډیرښه پیژندلی ، په حقیقت کی دواړه ډلی ( سیاسی لیوان = سیاسی تروریستان ) او بله ډله چه مسلح تروریستان دی د طالب او داعش په نامه د افغانستان په جامعه کی انزوا ، رسوایی او ناکامی خواته روان دی ، په دواړو دی لعنت وی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *