د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنه وياړي چې د پښتو ژبې د ستوري، وتلي ليکوال مفکر او سیاست پوه ارواښاد مولانا قيام الدين خادم د ۳۴ تلين يادغونډه جوړوي.

له تاسو ټولو ښاغلو / آغلو په درنښت هيله کېږي چې په دې پرتمينه غونډه کې په خپل ګډون سره غونډه نوره مزينه او شانداره کړئ.

ستاسو راتګ ته سترګې په لار يوو

ځای: د افغانستان د ميديوتيک مرکزي دفتر، قلعه فتح الله  مدينه بازار ته څيرمه

نيټه: د ۱۳۹۲ کال د وږي ۱۴مه

وخت: مازيګر څلور بجې

يادونه: هيله ده غونډې ته په ټاکلي وخت راشئ

درنښت

د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنه – کابل

اړيکې: ۰۷۹۸۲۸۲۰۸۷، ۰۷۷۶۰۲۹۵۷۲

يادونه: هغه ليکوال چې د خادم صیب په اړه يې کومه ليکنه کړې وي او يا غواړي په غونډه کې مقاله ولولي کولی شي خپلې ليکنې موږ ته په دې ايميل ادرس را واستوي: [email protected]

One thought on “بلنه او خبرتيا”
  1. افغانستان په نژدې را تلونکي کي دجنګ دستر ناورين سره مخامخ دی
    ليکوال :ادم (صفت الله)
    د۱۳۹۵ هجري ش کال لومړي نيټه په بلخ ولايت کي چي ددغه کال درارسيدو په منا سبت دمزارشريف په ښار کي کوم مرا سم جوړ سوي وه ددې مرا سمو پر محال دافغانستان داولس مشر دلومړي مرستيال عبد الرشيد (دوستم) تصويرونه دنا ما لومو اشخاصو لخوا په قصدي ډول را کښته او بيا شکول سويدي چي ددې تصويرونو را کښته کولو او شکولو دجنبش دافرادو غصه را وپارول او دمزارشريف په شمول دشمالي ولاياتو په ځينو ښارونو کي ئې په مظا هرو لاس پوري کړ چي دجمعيت دغړو لخوا هم په ورته عمل لاس پوري سو نن د۱۳۹۵هجری ش کال دوري (۵) دمظاهرو(۴) ورځ ده چي دهري ورځي په تيريدو مظاهري زور اخلي او اوس دا مظاهري په تاو تريخوالي اوښتي په نني مظاهرو کي دا سي رپو ټونه ورکړه سوي چي په مظاهروکي ډزي سويدي دځينو کسانو ژوند ئې اخستي او ځيني ئې تر روغتنونو پوري رسولي دي که دا حالت همداسي دوام وکړي کيدای سي چي ډير ژر به ئې دخونړي جنګ لمبي په ټولو شمالي ولايتونو کي پورته سي دبلی خوا دطالبانو دخپل منځي اختلا فونو په نتيجه کي دوې سره جلا سوي ډلي هم ديو بل په وړاندي په کلات او شين ډنډ کي سره ونښتي چي يو شمير کسان پکښې مړه او ژوبل سوه دادي اوس ئې بيا په با دغيس او کندوز کي ديو او بل په وړاندي مسلحانه تحرکات تر سترګو کيږي ددولت او دولت او دمجاهدينو او مجاهدينو اوسني ګواښونو ته چي سړی وګوري نو سړی ويلای سي چي يو لوی جنګي ناورين را تلونکي دي چي بيا به نه داوسني دولت اونه به هم ددولت دخوا خوږو هيوادونواو نه خپله دمجاهدينو او يا ددوۍ دخواخوږو هيوادونو په وسه وي چي دجنګ داور لمبې دي خا موشه کړای سي
    دا ناورين په داسي وخت کي را تلونکی دی چي دافغانستان ډيری کورني بيله دې هم دجنګونو څخه ستړي سويدي او په جيپو جيپو افغانانو لوي خطر پر ځان منلی او دهيواد څخه په وتلو مجبور سويدي ډيري کورني دبين المللي قا چاقبرانو لخوا يا په لويو ځنګلونو کي دليوانو خوراک سوه او يا ددريابونو دنهنګانو ښکار سوه .
    پداسي يو بې باوره فضاء کي دافغانانو ټوله اميدونه په اوبو لا هو سويدي په هيچا باور نه لري چي ددوۍ تسلا دي ور با ندي وسي . اوس افغانان تر هغي کچي نا هيلي سوي چي نور هيڅ افغان چا ته په انتظار نه سي پا ته کيدلای او س په ځانګړي ډول هره کورني خپل تصميم پخپله نيسي او دخپل را تلونکي دپاره هلي ځلي کوي څوک د ملک څخه پښې سپکوي او څوک دهيواد په دننه کي کوښښ کوي چي دجنګ دسيمو څخه هغو سيمو ته فنا يوسي چي هلته تاو تريخوالي لږ احساسيږي ډيري افغانان داسي فکر کوي چي بيا هغه د۱۳۷۲او ۱۳۷۳هجری ش کلونو وختونه را تلونکي دي چي دمجاهدينو پخپل منځي جګړو کي په زرګونه افغان ووژل سوه ډيري ابادۍ په کنډوالو بد لي سوي لا تر اوسه هغه ترخي خا طري د افغانانو دياده ندي وتلي چي هغو ته ورته او يا تر هغه خطر ناکه حالت دادي بيا را تلونکي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *