تاند- د امریکا بلومبرګ خپرونې له ولسمشر بارک اوباما څخه غوښتي چې د هند په سفر کې پر هندي چارواکو فشار راوړي چې د افغان ولسمشر اشرف غني هڅو ته موقع ورکړي چې څه نتیجه ورکوي.
ښاغلی اوباما د یکشنبې په ورځ ډیلي ته رسېږي.
بلومبرګ وايي، افغانستان یو له هغو نادرو ځایونو څخه دی چې واشنګټن او پیکینګ یې په اړه ورته نظر لرلی شي او د دوو هیوادونو ګټې پکې له یو بل سره په ټکر کې نه دي.
بلومبرګ وايي، د افغانستان نوي ولسمشر لومړنی سفر چین ته وکړ، چې پر پاکستان نفوذ لري، او له دغه هیواده یې وغوښتل چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې، چې د دواړو هیوادونو ګټې پکې نغښتي دي، فعاله ونډه واخلي او پاکستان او طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
بلومبرګ وايي، د اشرف غني هڅې بریالۍ وې، ده له چینايي چارواکو وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په پروسه کې فعال رول ولوبوي. راپورونو هم وښودله چې یوه میاشت وروسته د طالبانو غړي پیکینګ ته لاړل.
له دې سره په یو وخت داسي ښکاري چې د افغانستان ولسمشر لږترلږه په ظاهره د افغانستان په امنیت کې له هند څخه د مرستې له غوښتلو ډډه کړې ده. اشرف غني لا هند ته نه دی تللی او د اکتوبر په میاشت کې یې له هند څخه د هیلي کوپترو او نورو وسلو د غوښتلو پرېکړه، چې هند ځنډولې وه، لغوه کړه.
بلومبرګ وايي، په دې برخه کې د اشرف غني منطق ډېر غښتلی دی. او هغه تر دې زیات چې له چین سره تړاو ولري د چین له متحد یعني پاکستان سره تعلق لري. احتمالاً د پاکستان د پوځ له رضایته پرته له طالبانو سره د سولې هیڅ امکان نشته. داسي ښکاري چې د ښاغلي غني دا دریځ ترننه نتیجه هم ورکړې ده. د پاکستان د پوځ له لوري پر افغانستان د درنو وسلو بریدونه درېدلي او ویل کېږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ استخباراتي همکارۍ ښې شوي دي.
همداراز داسي ښکاري چې اوس پاکستاني چارواکي چمتو دي چې په خپله خاوره کې د حقاني شبکې فعالیت منع کړي. دا ډله د پاکستان له خاورې پر افغانستان حملې کوي.
بلومبرګ وايي، د امنیت پر موضوع سربېره، افغانستان د څه باندې یو تریلیون ډالرو په ارزښت معدني زېرمې لري چې چینايي کمپنۍ ورته انتظار دي. خو په اوسنیو ناامنو شرایطو کې چین د افغانستان پر کانونو حساب نه شي کولی. خو له دې ټولو سره سره، ښايي د پیکینګ لپاره تر ټولو لویه اندېښنه دا وي چې افغانستان د چین د شین جین ایالت د ایغور جنګیالیو پر اډې بدل نه شي.