تاند، شنبه، د حوت ۱۷مه: د بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا یو شمېر بشرپاله فعالانو په جنیوا کې د بشر د حقونو نړیوالې شورا ۴۳مه غونډه محاصره کړې ده.
دوی د پاکستان حکومت او پوځ تورن کړی دی چې په زندانونو کې بې ګناه وګړي شکنجه کوي، تحقیروي یې او وژني یې.
د دغې اعتراضیه محاصرې یو ګډونوال قمبر بلوچ وايي، پاکستان په خپلو زندانونو کې زرګونه بلوچ سیاسي فعالان ساتلي او په زرګونه نور یې تری تم کړي دي.
نوموړي ویلي، د پاکستان د پوځ د پالیسو د تطبیق لپاره زرګونه بلوچان تر اوسه قرباني او وژل شوي دی.
یوه سندۍ فعاله دواناز کلهرو وايي، د پاکستان پوځ په دغه هیواد کې ټول بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي او لا هم په پرله پسې ډول بشري قوانین نقضوي: (( موږ غواړو د بشري حقونود نړیوالې شورا پام دې موضوع ته واړوو، پاکستان د سند د مهاجرو سلګونه زره هکټاره ځمکه کې اوسېدونکي وګړي ناقانونه بللي، هغوی شکنجه کوي او د بېلتون پالنې په نوم یې ځوروي.))
یو پښتون فعال شاهي سادات بیا وايي، په پاکستان کې له پښتنو او ټولو اقلیتونو څخه د ژوند حق اخیستل شوی او په ناقانونه ډول وژل کېږي: (( هدفي وژنې، تښتونې، شکنجه، جنسي تېري دا ټول هغه څه دي چې پاکستاني پوځ د پښتنو په خاوره کړي دي او اوس یې په اړه یوه پوښتنه هم نه ځوابوي، بلکې لا خلک ګواښي.))
سادات پوښتنه کوي چې د بشري حقونو سازمان ولې د پاکستان په ظلمونو غوږونه کاڼه اچولي دي: (( پاکستان ترهګرو ته پناه ورکوي، هغوی ته یې زموږ سیمې په خوندي جنت بدلې کړې دي، مګر زموږ کورونه یې موږ ته دوزخونه ګرځولي دي، ژوند په کې نه شو کولی.))
د فعالانو په خبره پاکستاني پوځ د بلوچانو او پښتنو مېندې او خویندې بې ستره کړې او خپلو ښو طالبانو ته یې د پښتنو په سیمو کې نظامي اډې ورکړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې هم د پښتنو د ژغورنې غورځنګ تر څنګ د پاکستاني پوځ د پالیسیو پر ضد د بلوچانو او سندیانو غورځنګونو زور اخیستی دی چې د پاکستان حکومت یې په ځپلو کې ناکام ښکاري.
اوس حالاتو کی افغان دولت ته پکار ده چی پدی حساس وخت کی د پښتنو پر ضد د پنجاب د ظلم په اړه امنیت شورا ته چی همدا اوس د طالبانو نوم له تورلیست باسی کار کوی باید پښتنو او بلوڅو په اړه هم غږ ور ورسوی ځکه اوس افغان دولت هم په امنیت شورا او ملګری ملتونه کی ځانګړی استازی لرو باید خپل غږ ملګرو ملتونو سازمان ته ورسوی ترڅو نړیوال پوه شی چی پاکستان د جنګی ډلو ټپلو لپاره یو خوندی هیواد جوړ شوی نو لازمه ده چی نړیوال خپل چوپتیا ماته کړی او پښتنو او بلوڅو په وړاندید پاکستان د ظلم په اړه خپل دریځ روښانه کړی کنه افغان ولس او ښکته پښتانه او بلوڅ ولس به د دوی کړنی او ناستی نشراتی وبولی ځکه چی په اوس وخت کی د دوی هر اعلامیه بی اثره ده ځکه هاګ محکمی په وړاندی امریکا مخ نیول دا روښانوی چی دوی په سیمه او نړی کی بشردوست هیواد نه بلکه بشر دوښمن هیواد په توګه فعالیت کوی چی اوس ټولی نړی ته روښانه ده کچیری له افغان ولس سره پدی ۴۰ یا ۱۹ کلنه جګړه کی ظلم او تجاوز پری شوی وی نو ولی بیا ددی محکمی مخه نیول کیږی کچیری نه وی شوی نو نړیوال دی راشی بیا دی ولس ته دی قناعت ورکړی چی نور خپل غږ پورته نکړی
دا محکمه به کیږی که نن که سبا که لس یا سل کاله وروسته هم وی که امریکا یی غواړی یا نغواړی که پاکستان پکی ویره لری یا ځان په تجزیه کی ګڼی یا نه ګڼی