نېټه: ۱۳۹۳ لمريز کال د غويي ۲۵ مه
افغان ملي غورځنګ د (راتلونکی نظام او د ولس غوښتنې) تر نامه لاندې يو ورځنی علمي- څېړنيز سيمينار د جلال اباد ښار قبايلو رياست د جرګو په تالار کې تر سره کړ.
نوموړی سيمينار د نظيف الله ځيرک له خوا د قران کريم د څو مبارکو اياتونو په لوستلو سره پېل شو او ورپسې د افغانستان ملي سرود و غږول شو.
د سيمينار لومړی ويناوال ډاکټر زرعلي معروف وو چې د سيمينار ګډونوالو ته يې ښه راغلاست ووايه او د اغېزمن اقتصادي نظام په هکله يې ګډونوالو ته مالومات ورکړل.
ورپسې د افغانستان علومو اکاډمۍ غړی ښاغلي مشواڼي صاحب خبرې وکړې او په اوسني نظام کې يې د شته ستونزو په اړه د سيمينار برخوالو ته مالومات ورکړل او په دې لړ کې يې و ويل:
(( په اوسني نظام کې قانون پر ټولو يو شان نه دی پلی شوی او هيله لرو چې راتلونکی حکومت داسې يو حکومت وي چې د قانون پلي کولو ته ژمن وي او د شعار پر ځای عمل وکړي)).
ښاغلي مشواڼي وويل چې پښتانه تر ډېره بريده د کوکنارو کرکيلې بدنام کړي او هيله يې وکړه چې پښتانه دې نور د بې پروايۍ له خوبه راپاڅېږي او د راتلونکي نظام لپاره دې يو وړ او مناسب شخص غوره کړي داسې شخص چې د موجوده نظام تېروتنې جبران کړي او هيوادوالو ته ژمن او رښتينی وي.
معلم ګل محمد لقماني په ننګرهار کې د افغان ملت ګوند استازی د سيمينار دريم ويناوال وو چې د وينا په ترڅ کې يې وويل:
(( د غير عادلانه نظامونو له امله پښتنو تر ټولو زيات زيان ليدلی او د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته د پښتنو حالت دومره خراب شوی چې په اصطلاح چاړه له غوښې تېره شوې او هډوکي ته رسېدلې ده)).
ښاغلي لقماني په تېرو ټاکنو کې د زورواکو او داړه مارانو پراخو درغليو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دا د نظام ناسموالی دی چې زورواکانو ته يې په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ زمينه برابره کړه او د پراخو درغليو په ترڅ کې د مخکښو نوماندانو په لومړي سر کې راغی او له نورو نوماندانو څخه مخکې دی.
ښاغلي لقماني زياته کړه په اوسني نظام کې اداري فساد لوړې کچې ته رسېدلی دی او ان تر دې چې د کانکور ازموينې پوښتنپاڼې د مسېج په بڼه د ډالرو په بدل کې خلکو ته لېږل کېږي او بهرني بورسونه د پيسو او واسطې له مخې وېشل کېږي او مستحق زده کوونکو ته خپل حق نه ورکول کېږي، راتلونکی نظام بايد د تېرو پنځه دېرش کلونو څخه تجربه واخلي او نور ولس ونه ځوروي او د اسلامي او افغاني قوانينو په رڼا کې دې پرېکړې وکړي او افغان ملت ته دې خپل حق ورکړل شي.
ښاغلي لقماني په پای کې وويل چې د ملت د خلاصون او ژغورنې لپاره يواځې يو چانس شته او هغه دا چې افغانان بايد د ټاکنو په دويم پړاو کې په پراخه کچه برخه واخلي او د افغانستان ژغورنې لپاره ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي.
څلورم ويناوال ښاغلی استاد انور سلطاني وو چې د خپلې هر اړخيزې وينا په لړ کې يې وويل:
((دا چې زمونږ خويندې او ميندې پټيو ته په سباناريو وړلو، څارويو ته په وښو کولو له نارينوو سره اوږه په اوږه نورو کارونو کولو باندې نه شرمېږي نو بايد د خپل هېواد د ژغورلو او بيا ودانولو لپاره د ټاکنو دويم پړاو کې بيا هم د رايو صندقونو ته ولاړ شي او داسې ولسمشر وټاکي چې هغه اقتصاد پوه وي، عالم وي، بېلابېلې ماسټريانې او دوکتورا ولري تر څو هېواد مو اباد کړي)).
پنځم ويناوال ښاغلی حاجي نوراغا د حزب اسلامي متحد افغانستان استازی وو چې د خپلو خبرو په لړ کې يې وويل د حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد او د نوموړي ګوند مشر ښاغلي وحيد الله سباوون په ډاګه سره د ټاکنو په دويم پړاو کې له ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ کړی نو ځکه مونږ ټول د افغانستان د ژغورنې او رغونې لپاره ښاغلی احمدزی وړ شخص بولو او په راتلونکي پړاو کې رايه ورکړئ تر څو افغانستان پر خپلو پښو ودروي.
د سيمينار په اوږدو کې ښاغلي عبد الحنان صوفيزي د اقتصادي نظامونو په هکله چمتو کړې مقاله ولوستله او له راتلونکي نظام څخه يې وغوښتل چې په هېواد کې اسلامي بانکونه جوړ کړي، له خلکو څخه ذکاتونه راټول کړي او بيت المال (ملي شتمنۍ) ته يې ولېږي تر څو په هېواد کې بې وزلي له منځه يوسي.
د سيمينار په لړ کې ډېر شمېر مخورو او سياستوالو خبرې وکړې او خپلې ارزښتمنې مقالې برخوالو ته ولوستلې.
د سمينار په وروستيو شېبو کې د ښاغلي کندلزي له خوا يو ښکلی او په زړه پورې شعر برخوالو ته وړاندې شو چې يو لوی راز په کې پروت وو او پښتانه يې د ټاکنو په دويم پړاو کې رايې اچونې ته وهڅول تر څو افغانستان او افغانان له شوني ستر ناورين څخه روغ رمټ راوباسي.
ياده دې وي چې د سيمينار وياندۍ چارې د تندر نيوز ويبپاڼې چلوونکي ښاغلي ارشاد رغاند له خوا پر مخ بيول کېدې چې په تخنيکي برخه کې ورسره په ننګرهار کې د افغان ملي غورځنګ مرستيال ښاغلي انجينر فضل سبحان همت له خوا همکاري کېدله.
سيمينار د ښاغلي زمري احمدزي له خوا د يوې دوعايې په ويلو سره پای ته ورسېد.
انجينر فض سبحان همت