مجید ژړاند –
افغانستان نوين څېړنيز مرکز ځانګړې غونډه
افغانستان نوين څېړنيز مرکز د لومړي ځل لپاره  د بلوچستان  د نيونې او اشغال په تړاو غندنغونډه ترسره کړه، له نن څخه نهه شپېته  کاله وړاندې په ۱۹۴۸ زېږديز کال د کارچ پر اوه ويشتمې نېټې د پآکستان سامراجي ادارې د بلوچستان ازادي سلب او تر خپل اشغال لاندې يې راووست.
ددغه مرکز بنسټ ګر او غړي يې په دې اند دي، چې بلوچستان د ازادي لپاره باید افغان دولت، ملګري ملتونه، د بشري حقونو سازمان د پاکستان د ظلمونو او وحشتونو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي.
 د قرانکريم په مبارکو ايتونو سره غونډه پيل او د ملي سرود په درنښت ټول ګډونوال په خپلو ځايونو کې ودرېدل
د ياد مرکز بنسټګر ښاغلي عبدالله هيواد د پرانیستونکي وينا لپاره دريځ ته وبلل شو، نوموړي  ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې  پاکستان په ۱۹۴۸ م کال  بلوچستان اشغال کړ او  له هغې ورځې د بلوڅو مبارزينو جګړه د سامراجي ادارې په وړاندې ادامه لري، ښاغلي هيواد صيب په خپلو خبرو کې په افغان دولت هم غږ وکړ، چې امريکايي مېرمنې ته دې د تابعيت پېژندپاڼه نه ورکوي، بلکې زموږ بلوڅو او د پښتونستان خلکو ته دې پېژندپاڼې توضيح شي.
ښاغلي ډاکتر عبدالله هيواد په خپلو خبرو کې وويل، چې  بلوڅ وروڼه پر موږ حق لري، چې لاس ورکړو او د ازاد بلوچستان او ازاد پښتونستان لپاره  د همدې مبارزو بلوڅو وروڼو ملا وتړو.
ښاغلي ډاکتر عبدالله هيواد د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل چې افغانستان  باید ګوادر ته لار ومومي او دا هغه مهال شوني ده، چې موږ د ازاد بلوچستان خاوندان شو او د لوی افغانستان د داعيې لپاره ستر کار دی او همدا رنګه  ازاد پښتونستان او د ډيورنډ ناولې کرښه چې هيڅ ډول قانوني حثیت نه لري، باید د مېشتو وګړو تر منځ ددغه ناسور ټپ درملنه وشي، نه دا چې  پاکستان دعوه وکړي، چې  د ملي وحدت حکومت په لندن کې  د پاکستان سره په فرضي پوله ډيورنډ باندې د  اغزن تار دغځولو او کټارې د درولو اجازه يې ورکړې ده، نو دا به  عرضي تماميت تر پوښتنې لاندې راولي او د ولسي جرګې په استازو يې غږ وکړ، چې د ملي  وحدت د تر سره شویو ټولو کارونو څارنه او ارزونه وکړي.
ډاکتر عبدالله هيواد د خپلو خبرو په پای کې وويل ډېر د شکر ځای دی، چې د لسګونو خلکو  سره يو ځای د رسنيو په وړاندې د پاکستان له سامراجي ادارې سره خپله کرکه څرګندوو او د بلوڅو  وروڼو د سپېڅلې  مبارزې ملاتړ کوو.
استاد عبدالاحد غوري د بلوچستان  په تړاو خپل چمتو کړی پرزينټېشن د غونډې له برخه والو سره شريک کړل او د  ګډونوالو د ستاينې وړ وګرځېدل.
ښاغلي عبدالستار پردل د بلوڅو په استازولي  ستېج ته وبلل شو، نوموړي د افغانستان نوين څېړنيز مرکز له موسس ډاکتر عبدالله هيواد څخه مننه وکړه، چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د مارچ اوه ويشتمه ( توره ورځ ) چې د بلوچستان د اشغال له ورځې سره برابره ده، موږ په خپلو داسې وروڼو وياړو او د دوی ملاتړ زموږ  مبارزې ته  نور هم قوت رابښي، نو موړی د بلوڅو په مبارزه وغږېد او زیاته يې کړه ترڅو چې يو بلوچ هم پاته وي، تر هغو به د پاکستان سامراجي ادارې سره زموږ مبارزه جاري وي، د پاکستان سامراجي ادارې د هغو ظلمونو يادونه يې هم وکړه، کوم چې په محکوم بلوچستان کې تر سره کړي دي او يا تر اوسه ادامه لري.
 افغانستان د واليانو د ټولنې په استازيتوب د غزني پخوانی والي ښاغلی شېر خوستی ستېج ته وبلل شو، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې د پآکستان سامراجي ادارې له لوري تر سره شوي جنايتونه هيڅ ډول د زغملو نه دي او د محکوم بلوچستان په وګړو تر سره کېدونکي جنايتونه د هيچا له سترګوڅخه  پټ هم نه دي او نړيواله ټولنه باید په بلوچو د  کېدونکي ظلم مخه ونیسي.
نوموړي په خبرو کې وويل چې د افغانستان نوين څېړنيز مرکز له لوري  ددغه  تورې ورځې لمانځل يو پرخای اقدام دی، چې لومړی ځل په کابل کې د بلوچستان د اشغال  د ورځې غندنه کېږي.
 د هربیار ماري پيغام د ښاغلي حفيظ  حسن ابادي له لوري د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شو، ښاغلي عبدالستار  د افغانستان  پشه يانو د اتفاق ټولنې  په استازولي خبرې وکړې،  د افغانستان د مدني ټولنې د فډرېشن مشر صديق انصاري هم خپله جذباتي وينا د غوڼدې برخه والو ته وړاندې کړه.
 د غونډې په وروستيو کې  د افغانستان نوين مطبوعاتي دفتر له لوری چمتو شوې اعلاميه  هم له ګډونوالو سره شريکه کړه، قاري تکل شا په دعايې سره د غونډې لمن ورټوله شوه.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *