د غويي، ثور  ۲۰  مه  ۱۳۹۹

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد – د پاکستان او ايران پولې ته څېرمه د بلوچستان په ناامنه کېچ سيمه کې د چاودنې په نتیجه کې د امنيتي ځواکونو د يو افسر په شمول شپږ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ  د عامه اړيکو دفتر ای ايس پي ار د شنبې په شپه ناوخته  په  خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د کېچ  په بلېده نومي سيمه کې د سړک له غاړې د ښخ شوي ماين د چاودنې په  پايله  کې د بلوچستان د سرحدي ملېشو د جګړن په ګډون شپږ سرتېري وژل شوي دي. چاودنه هغه مهال شوې، کله چې د سرتېرو موټر له  ګزمې وروسته  بېرته  د راستنېدو په حال کې و. بلېده د ايران له  پولې د څوارلس کيلوميترۍ په واتڼ کې موقعيت لري.

ای ايس پي ار په  خبرپاڼه کې زياتوي، چې وژل شوی افسر نديم عباس بهټي د پنجاب د حافظ اباد،  خو نور وژل شوي سرتېري بيا د ميانوالي، تونسه شريف، اټک او مردان  دي،  چې مړي يې خپلوسيمو ته  لېږل شوي دي.

ناقانونه  ګرځول شوي بلوڅ ازادي غوښتونکي وسله  وال سازمان بلوچستان لبرېشن ارمي د بلوچستان د وروستي بريد مسووليت  منلی دی.

په بلوچستان کې له  شاوخوا يوې لسيزې راهيسې د ناامنۍ ټغر غوړېدلی، په تېره بيا د ايالت  بلوڅ  مېشته  سیمې د ناامنۍ له  ناورین  سره  مخامخ  دي. د بلوچستان تربت، مکران، خضدار، ډېره بګټي، مستونګ، ډېره مراد جمالي، کوهلو، نوشکي، چاغي، دالبندين او تفتان هغه سيمې دي، چې د امنيت له پلوه سختې څپل شوې دي او په کې له مودو راهيسې بلوڅ ازادي غوښتونکي وسله وال سازمانونه  د حکومت  پرضد وسله  واله  مبارزه  کوي. د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان ايالتي حکومت  په ګاونډيو هيوادونو تور پوري کوي، چې په بلوچستان کې لاسوهنه  کوي او د ناامنۍ اور ته  لمن  وهي.

د پاکستان پوځ  او سرحدي ملېشو په ناامنه  سيمو کې د وسله والو پرضد پراخ  عمليات پيل کړي، او په کې زرګونه  وسله  وال نه  يوازي وژل شوي او ژوندي نيول شوي بلکې سلګونه  نور له  جګړې ستړي شوي، خپلې وسلې يې پر ځمکه ايښې او حکومت  ته  تسليم شوي هم  دي. سپين ږيری بلوڅ ملتپال مشر او د ايالت  پخوانی اعلی وزیر نواب اکبرخان بګټي هم  د پخواني ديکتاتور  جنرال مشرف  د واکمنۍ پرمهال د نظامي عملياتو په ترڅ  کې د کوهلو او کاهان ترمنځ  په غرنۍ سيمه کې وژل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *