تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: د بلوچستان په کویټه کې یو موټر سایکل بم چاودنې لږ تر لږه ۵ کسان وژلي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د بلوچستان د پولیسو قومندان محسن حسن وايي، پېښه د کویټې ښار باچاخان څلور لارې کې شوې چې لږ تر لږه ۵ کسان په کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، د برید هدف د پولیسو یوه پوسته وه چې له کبله یې شاوخوا څو ودانۍ او موټر هم تخریب شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *