تاند: (جبارخېل)- د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند یو مشر لیاقت بلوچ پرون ملتان کې یوه غونډه کې امریکا او هندوستان په پاکستان کې د یو شمېر طالب ډلو په ملاتړ تورن کړي دي.

پاکستاني تلویزیون جیو د لیاقت بلوچ له خولې ویلي: (( په پاکستان کې د طالبانو ۶۵ ډلې فعالیت کوي چې ځینو سره د امریکا او هندوستان ملاتړ شتون لري)).

بل پلو یو شمېر کتونکی بیا وايي چې پاکستان د افراطي ډلو په زیږولو سره هڅه کوي ترڅو په افغانستان او هندوستان کې خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.

بلوچ په داسې حال کې امریکا او هندوستان په خپل هېواد کې د طالبانو له ډلو په ملاتړ تورن کړي چې لا هم افغانستان بیا د پاکستان له لوري له ورته ستونزې سره مخ ده. خو افغان دولت له اوږدې مودې راهیسي د وسله والو طالبانو او د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس آی) ترمنځ له اړیکو پرده پورته کړې او د کابل د وروستي برید پړه چې په کې د بهرنیانو په ګډون ۲۱ کسان ووژل شول د بهرنیو استخباراتو کار بللی چې هدف یې د پاکستان استخبارات دي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

One thought on “بلوچ: امریکا او هندوستان په پاکستان کې له طالبانو ملاتړ کوي”
  1. ښاغلی بلوچ برعکس خبری کړی دطالبانو له ټولو ډلو سره په لومړی سرکی دپاکستان مستقیمه مرسته اوپه دوم پړاو کی دامریکی څه ناڅه مرسته شته دهندوستان هیڅ ډول مرسته له طالبانو سره دمنلووړنده همدغه باکستانی دوه مخی سیاستوال دی چی په افغانستان کی یی دجګړی اورتود ساتلی اواوس که خدای کول دغه داورلمبی ددوی لمن ته رسیدلی اوډیر ژرده چی همدغه نامسلمانه اوله خدای پاک څخه نه ویریدونکی ګاونډیانو هریو پاکستان اوایران دچیغو شاهدان واوسو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *