تاند – نن د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ځوانو بلوچ سیاستوالو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو فعالانو د بلوچستان د ازادۍ د سرلاري نواب اکبرخان بګټي د شهادت لسم تلین ولمانځه.

ارواښاد بګټي د ۲۰۰۶ کال د اګست په ۲۶مه د ۷۹ کلونو په عمر د بلوچستان په کوهله سیمه کې د پاکستان د هوايي ځواکونو په بمبار کې وژل شوی وو.

د بلوچستان د ازادۍ ننګیالي
د بلوچستان د ازادۍ ننګیالي

د بلوچ فعالانو له خوا د خپرو شویو معلوماتو په اساس، په دې مناسبت د برتانیا، جرمني، سوېډن، یونان، خلیجي هېوادونو، بلوچستان، او کراچۍ په شمول په بېلابېلو ځایونو کې د نواب اکبرخان بګټي په یاد غونډې او پروګرامونه وشول، او په دې مناسبت په لندن کې یو سیمینار هم ترسره شو.

ویل کیږي چې د بلوچستان او کراچۍ په شمول په یو شمېر ځایونو کې د بلوچ فعالانو او کورنیو له خوا د ارواښاد بګټي په یاد د قران کریم ختمونه وشول او د هغه روح ته دعاګانې وشوې.

نواب اکبرخان بګټي د ۱۹۲۷ کال د جولای په ۱۲مه د بلوچستان په برخان کې زېږېدلی وو، د بلوچستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو له پاره یې د پاکستان د واکمنو پر ضد وسله واله مبارزه کوله، خو په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان د هوایي ځواکونو له خوا په نښه او ووژل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *