تاند- بلک بیري کمپنۍ، چې یو وخت یې د موبایل ټېلفون په خاطر په نړۍ کې زیات شهرت درلود، د یوې موټرسایکل جوړوونکې کمپنۍ په همکارۍ الیکترونیک موټرسایکل جوړوي.
بلک بیري وايي چې له ډامان (Damon) کمپنۍ سره موافقې ته رسېدلی چې په ګډه برېښنايي موټرسایکل جوړ کړي.
په لوېدیځو هیوادونو کې د پیترولي او په ځانګړي ډول ډیزلي موټرو لپاره شرایط ورځ تر بلې سختېږي، او اکثرو موټرجوړوونکو کمپنیو الیکترونیکي موټرو ته مخه کړې خو اوس بلک بیري کمپنۍ غواړي چې د دوه زرمې لسیزې د پیل د کلونو په شان، چې د بلک بیري موبایل په جوړولو یې په نړۍ کې نوم وګوټ، یو وار بیا پام ځان ته واړوي.
د بلک بیري او ډامان کمپنیو ګډ محصول هایپر سپورت پرو نومېږي او نمونه یې د سي اي ایس ۲۰۲۰ په نندارتون کې نندارې ته ایښودل شوې ده.