خبریال: میرویس جلالزی- راپورونه وايي چې پخوانۍ بلک واټر او اوسنۍ اکسي سرویس امریکايۍ کمپنۍ د یوه تړون له مخې د عربي متحده اماراتو دولت ته د ځانګړو ځواکونو یا سپیشل فورس قطعې جوړوي.
په دغه لړ کې د بلک واټر کمپنۍ مشر ایریک پرینس او د هغه د کولمبیايي سړو یوه ډله عربي متحده اماراتو ته رسیدلي ده.
د دغه تړون ارزښت ۵۲۹ ملیون امریکايی ډالره ښودل شوی او د بلک واټر کمپنۍ کسان به د امارتو لپاره دوه داسي قطې رامنځ ته کوي چې په ترکیب کې به یي۸۰۰ کسان شامل وي.
ویل شوي چې د اماراتو شیخان اوس ویره لري چې کیدای شي د یمن د لانجې وروسته ځیني بنسټپالي او ایران پلوي عناصر د دوی خاورې ته هم لاره پیدا کړي او هلته امنیت ته ګواښ پیښ کړي.
د اماراتو دولت که څه هم منظم پوځ نه لري لیکن نه یوازي دا چې د امریکا په ګډون له یو شمیر ملکونو سره د پوځي همکاریو تړونونه لري بلکې له یو شمیر هیوادونو سره لاوختي داسي تړونونه لري چې د ظرورت په وخت کې عربي اماراتو ته خپل فوجونه استوي .
امریکايی چارواکو ویلي چې د اماراتو امیر شیخ محمد بن زاید په خپله د بلک واټر کمپنۍ له مشر سره کتلي او له هغه یي غوښتي هر څومره ژر چې کیدای شي یوه اته سوه کسیزه ضربتي قوه ورته رامنځ ته کړي چې دوي يی ژر تر ژره سمباله کړي تر څو وکړای شي د اماراتو پر وړاندي د لوی ګواښ ایران او نورو دښمنانو احتمالي ګواښونه په شا وتمبولای شي.
شیخ محمد د بلک واټر مشر ایریک پرنس ته ویلي چي دوي چمتو دي د دغې کمپنۍ روزونکو او کوماندويي متخصصینو ته هر څومره تنخواه او امکانات چې وغواړي په واک کې ورکړي.
د دغه کار لپاره اوس د شیخ محمد په پوځي ښارګوټي کې (میلتري سیټي) کې د یادو قطعو د رامنځ ته کولو لپاره پوځي تاسیسات جوړ کړای شوي دي.
ویل کیږي د امریکا د قانون له مخې امریکایي شخصي پوځي فارمونه نه شي کولای د پنټاګون له اجازې پرته بهرني ځواکونه ورزوي.
لیکن د سپینې ماڼۍ یوه ویاند مارک سي ټونر ویلي چې دوي تر اوسه په ورته یوه برنامه خبر نه دي او دوي به وویني چې ایا بلک واټر کمپنۍ دا اجازه نامه لري چې د اماراتو لپاره پوځیان وروزي که څنګه.
د ویاند په خبره چې د بلک واټر کمپنۍ چې اوس د اکسی سرویس په نامه نومول شوي تیر کال ۴۲ ملیونه ډالره په دې خاطر جریمه کړای شوي چې د اردن یو شمیر ځواکونه یي د سپني ماڼۍ او پنټاګون له اجازې پرته روزلي وو.
بلک واټر کمپنۍ چې اوس د اکسی سرویس په نامه نومول شوې څوکاله دمخه په عراق کې د ۲۱ ملکي وګړو په قصدي وژنه پړه وګڼل شوه او د دغې پوځي خدماتي کمپنۍ ډیری قراردادونه کنګل کړای شول او ټول پرسونل یي له عراق څخه وایستل شو.
دغه کمپنۍ څو سوه ملیون ډالره هم د دغو عراقیانو د عمدي وژنې په سبب جریمه کړای شوه.
بلک واټر د امریکا متحده ایالتونو یوه داسي کمپنۍ ده چې پنټاګون ته هم په کورنیو او بهرنیو ماموریتونو کې پوځیان او پوځي وسایل په کرایه ورکوي.
دغې کمپنۍ د امریکا د متحده ایالتونو څخه د افغانستان په جګړه کې هم څو قراردادونه تر لاسه کړي ول چې پکې د افغانستان د مخدره توکو سره د مبارزي ادارې د خاصو ځواکونو روزنه هم شامله وه.