بل بابا؟ – شهرت ننګیال

خبر دی چې ولسمشر کرزي ته ارګ کې نوې ماڼۍ رغېږي، مطلب دا چې ښاغلی کرزی له ارګه نه وځي، چې له ارګه نه وځي، مانا دا چې واک کې پاتې دی.

د واک لپاره ارګ اړین دی، چې واک د ارګ په مټو ټېنګېږي ـ د ارګ مټې خورا پیاوړې دي ـ د همدغو مټو په منګول واک ټینګېدای شي…

حفیظ الله امین چې له ارګه دارلامان او تاج بېک غونډۍ ته ولېږدېده، واک یې ټینګ نکړای شو ـ په حقیقت کې پر واک هغه مهال دده منګول سسته شوه چې له ارګه ووت او د شوروي کوماندو برید ته مخه پرانستل شوه…

څوک څه پوهېږي، چې ښاغلي کرزي د ارګ دغه نوې ماڼۍ کې د واک نخچه څه ډول کښلې، چې دده ذهن تخته له دغسې کږو وږو کرښو او نخچو ډکه ده؟

واک کې پاتېدل بلا ډېرې لارې او طریقې لري ـ د پوتین، میدویدوف یې یوه له هغو ده ـ د محمود کرزي ذهن کې د ایران د خبرګانو شورا نخچه ده ـ  د ولایت فقیه هغه هم ناشونې نه ده چې ښاغلي کرزي له مودو چپن پر اوږو غوړولې ده.

رییسه هیت د پخواني شوروي اتحاد تجربه ده، چې افغانستان هسې هم د سیاسي رژیمونو د تجربو لابراتوار ګرځېدلی…

افغانستان کې د دغسې تجربو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته، نه یې اساسي قانون مخه ډب کولای شي، نه د ملي ګټو د زیانمنېدو ګواښ، چې د واره لویه جرګه را غواړي او له لویې جرګې د خپلې خوښې او ګټو د پرېکړې ترلاسه کول کومه ګرانه خبره نه ده.

که هر ولسمشر ته ارګ کې نوې ماڼۍ رغېږي ښایي د ارګ ساحه له پخوانیو ولسمشرانو ډکه شي، که له ښاغلي کرزي وروسته نور ولسمشران له ارګه اېستل کېږي، تبعیض او اپارتاید به نه وي؟

بیا د مجددي څه ګناه چې ارګ کې یې د څو شپو تېرولو له مهلت هم بې برخې اعلان کړ…؟

دا سمه ده چې له ارګه څوک پخپل زړه او خوښه نه دي وتلي، خو دا هم واقعیت دی چې ارګ تر اوسه پخواني واکمن ته خپله غېږ کې ځای نه دی ورکړی.

پخواني پاچا چې څه موده د ارګ میلمستیا تېره کړه ـ د بابا په نامه یې هورې د مېشتېدنې مخه ومونده.

یوه خبره دا چې ښاغلي کرزي ته د بابا لقب ورکړای شي ـ  یو خو به افغانانو له سره بابا موندلی وي، بله دا چې ارګ کې به د مېشتېدو جواز هم ترلاسه شوی وي.

د خبر له مخې د جمهور رییس لپاره د رغېدلې ماڼۍ دېوالونه له ډبرو او سمټو څخه خورا پاخه جوړېږي، دغسې ګڼ  برجونه او د ساتنې او دفاع اړین تاسیسات هم پام کې نیول شوي.

د ملا محمد عمر لپاره یې هم کندهار کې دغسې د پلنو او پخو دېوالونو ماڼۍ رغوله، د دېوالونو ترمنځ یې ټایرونه کتار کړي وو، خو نصیب بله وکړه او هورې د ملا صیب مېشتېدنه په برخه نشوه…

له ارګه د چا زړه نه کېږي ـ له واکه څوک زړه نشي شلولی ـ خو دا هر څه فنا کېدونکي دي ـ وخت د چا زړه ته نه ګوري ـ حالات کله هم د چا په خوښه نه دي غزېدلي ـ یواځې د الله تعالی واکمني تلپاتې ده ـ الملک لله.

One thought on “بل بابا؟ – شهرت ننګیال”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *