مه راته ګوره
داسې یې راته کتل لکه په ژوبڼ کې چې نوی نادره حیوان ویني.ځان مې پوه نه کړ. لورې مې بدل کړ. سړی هغه خوا راغی. ورته ومې کتل. وږې سترګې یې نیغې راته نیولې وې. مخ مې ترې واړوه. پسې راغی. په یوه دوکان ننوتم. سودا مې نه وه پکار. وخت مې ضایع کاوه. دوکاندار راته موسک شو. موسکا یې مطلبي راښکاره شوه. دباندې ووتم. ولاړ و. کور ته لاړم. هینداره مې ولیده. ماته مې کړه. ما ویل مه راته ګوره.
زړه
عينکې يې په جېب کې کېښودې. د کيڼ لاس په دوو گوتو يې شونډې وچې کړې. له کړکۍ يې دباندې وکتل. مچ مړ يې ورواخيست. زه يې لا ځواب ته په تمه وم. مچ يې مړ کړ. پر مچمړ يې ورپورته کړ توکدانۍ ته يې واچاوه. راته ويې کتل. –
ښه نو ته يې څه کوې؟ –
زړه مې غواړي، ټول يې لري، ورور مې هم.
د شنو چايو غوړپ يې تر ستونې تېر کړ. پياله تشه شوه. پورته شو. په کړوپه ملا له خونې ووت. په وره کې ودرې. –
زړه به هر څه غواړي.
ورور مې راغى. په اى پډ يې د بابا عکسونه راوښودل. ويل يې د بابا له زړه سره سم عکسونه يې اخيستي.
په ياد دې دي؟
يوه ورځ پرې تېره شوې وه. لا وچ نه و. خو تا غوښتل. انا مې په اوسپنيزه پنجره کې اېښي وو. پنجره دباندې لوړ په دېوال پورې لمر ته ځړېده. لاس مې نه ور رسېده. غرمه چې ټول ويده شول لرگي مې کېښودل. پرې ودرېدم. لاس مې وتپاوه. لرگي وښورېدل. وډاره شوم. لاندې مې وکتل. پنجره وښورېده، تر شا يې د سرو موچيو ځاله وه. په ځالې مې گوتې ولگېدې. موچۍ وبوټېدې. ويې چېچلم. چيغې مې کړې. ټول له خوبه راوېښ شول. د کورتو غله يې وبللم، ملنډې يې راپسې وهلې. تا راته ويل:
– اې مخ دې پړسېدلى، څرنگه بده ښکارې؟
چای
چای یې وغوښت.وچو پاڼو ته مو پو کړل. سترګو مې اوښکې وکړې. پوزه مې ترخه شوه.په سختۍ اور بل شو. را غږ یې کړ:
– دا چای دی که د غوايي غوښه!
کوچني وژړل. انا یې ورپورته کړ. وزغونځېده. پوهېدم چې وروسته به غوسه له ما باسي. اوبه واېشېدې. چای مې دم کړ. چاینکه مې ورته کېښوده. موریې چیغه کړه:
– ماشوم درواخله.
ورمنډه مې کړه. خو چای مې په پیاله کې نه و وراچولی. ساعت وروسته چې ماشوم ویده شو، چای سوړ شوی و، وچو پاڼو ته مې بیا باید پوکلي وای. ده چای په پیاله کې غوښت.