کړکۍ

هوا توده وه. کړکۍ مې خلاصه کړه. د سپوږمۍ رڼا خونه رڼه کړه. ته ويده وې. په يوۀ اړخ اوښتى وې. مينه مې درباندې راغله. شونډې دې بوڅې راوتلې وې. لکه ماشوم چې ناز کوي. زه کړکۍ ته نژدې کښېناستم. تا ته مې کتل. دباندې سپي وغپل. ته راوېښ شوې. وارخطا. ما ته دې وکتل. راولاړ شوې. کړکۍ سره ودرېدې. دباندې دې وکتل. غږ کې دې غوسه وه-

–           دلته څه کوې؟

ځواب مې درنه کړ. کټ ته ستنه شوم. خوب رانه غى. ته هم بيا وېښ وېده وې. څو وارې کړکۍ ته ودرېدې، دباندې دې وکتل. سبا دې خټگر راوست. کړکۍ دې په پخو خښتو بنده کړه

۱۸

کار

پیازو مې سترګې راترخې کړې. غوړو ته مې واچول. مور دې رانارې کړې:

–         راشه چې لور دې په شرمو وشرمولو.

ورمنډه مې کړه. نجلۍ پر مخ سرخي وهلې وه. په خونه کې یې نوره پاشلې وه. تکه سره ښکارېده. خندا راغله خو ستا د مور لپاره مې ونه خندل. نجلۍ مې له لاسه ونیوله. په تشناب کې مې مخ ورپرېوای. مچه مې کړه. مور دې جارو اخیستی و. زغونځېدله. جارو مې ترې واخیست. دا لاړه. لا هم غصه وه. جارو مې لا نه و خلاص مور دې نارې کړې:

–         میرات مړي پياز وسوځېدل. په تا یې هم ولور اخیست.

١٩

 ليکل

 دستکول يې وغورځاوه. پړونى يې ليرې کړ. له گرمۍ په عذاب وه. مور ته يې ويل: – ټولو مفته وخوړه. ډوډۍ مې ورته راوړه. شونډې يې بوڅې کړې: – ټوله ورځ تللې وم اخر هم بېنډۍ؟ مور يې ورته وخندل. دې قاب پورې واهه. خپه کښېناسته. له خونې ووتم. غږ مې يې واورېد: – بې سواده غوا. د خوب خونې ته لاړم. د ياداشتونو کتابچه مې له کولپ شوي بکسه را وايسته. ما ويل ليکم به يې خو لور مې له خوبه راوېښه شوه. کتابچه مې بيرته کولپ کړه چې ته يې ونه وينې، بيا به وايې عاشقانه شعرونه ليکم.

۲۰

جميله نه جميل

له ښوونځي ستړې راغلم. مور مې له مېلمنو سره بوخته وه، راته ويې ويل:

–        ورشه لالا ته ډوډۍ ورکړه، له مکتبه ستړى راغى.

–        زه هم ستړې راغلم.

پلار مې برگ برگ راته وکتل. لالا ته مې ډوډۍ کېښوده. مازديگر يې معلم راغى. ما ويل زه به هم ورسره درس ووايم. ده وويل:

–        ځه ورکه شه،  په تا لا چا مکتب ويلى.

د کانکور نتيجه مې پلار نه منله. ويل يې غلط شوي د جميل پر ځاى يې جميله کاميابه کړې.

0 thoughts on “بل لور/ د اغلې کوچۍ لنډکۍ لیکنې‎”
  1. لومړی سلام
    اغلې کوچۍ! له یوه او پوره لیده واقعا لنډې، با معنې او زموږ د ژوند ښه عکاسي ده. تا ډېر لوی مفهومونه ډېر لنډ رانغاړلي، چې ډېری يې وس او توان نه لري.
    هیله مې دا ده چې دغه یون ته دوام ورکړې. دا نوې لار ده، نوې هڅه ده او هغه هم د یوې پښتنې خورکۍ له خوا.
    زړه مې غواړي ډېر څه پرې ولیکم، خو یو څه ډېر بوخت یم، همدا چې اوزګار شوم؛ لومړنی فرهنګي کار به مې همدا وي، چې ستا د لیکنو په ښکلاوو یو څه ولیکم.دې لیکنو کې چې ټولو ته د کیسه ګیو په سترګه ګورم، هم ښکلا وه او هم خوند او هم ژوند.
    ژوندۍ اوسې
    صدیق الله بدر
    http://www.lawang.blogfa.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *