۲۵
منطق
خبرو یې هکه حیرانه کړم. باور مې نه راته چې دا به اوس داسې خبرې کوي. دلیل یې وایه:
– سړي له څو څو ښځو سره پالي که موږ یې وپالو نو څه؟
– په هغو سړو کله چا ښه ويلي؟
د سترګو تور یې پورته کړل چې باڼه پرې وګوري په تور قلم يې رنګول. سپين یې راښکارېدل. مخ یې ورسره کش کړی و لکه په زحمت چې وه. قلم یې کېښود. راته ویې کتل، سترګې یې غټې ښکارېدې. په شونډو کې موسکه شوه:
– چا له کور کلي نه دې ایستلي.
له خونې ووته. لکه نور بحث چې پکار نه و. زه یې له خپل فکر سره پرېښودم.
۲۶
پېغلې
انا د تور پړونې په پيڅکه سترګه پاکه کړه. د پوزې نسوار یې کش کړل. یوه سترګه یې پټه کړه. د پخوانو پيغلو صفت یې بیا شروع کړ:
– ښار اور واخیست پېغلو غږ ونه کړ.
– نو انا دا خو یې ساده ګي وه، غږ به یې کړی و ، اور به چا مړ کړی و او دوی به هم روغې پاتې وې.
ټول په خندا شول. خو انا لا غصه وکړه. ښکنځل یې وکړل. بې حیا یې وبللم. په زنګنونو یې لاسونه کېښودل په مشکل له ځایه ولټېده. چې ودرېده ویې ویل:
– دغه دی چې وطن نه جوړیږي
۲۷
کارډ
نیکټايي یې سمه کړه. کورتۍ یې لاندې کش کړه. د لمر لپاره په سترګو کړې عینکې یې د کورتۍ په پاسني جیب کې کېښودې.مخامخ راته ودرېد. د پتلانه له جېبه یې کارډ راویوست. ماته یې ونيوه:
– دا مې کارډ دی، د تیلې فون شمېره او ایمیل مې په کې شته.
کارډ مې واخیست. دی رهي شو. لږ لیرې ودرېد. بل چا سره یې خبرې شروع کړې. خو ماته یې کتل. داسې یې کتل لکه مرغۍ چې یې ښکار کړې او پنجره کې بنده کړې وي. کارډ مې له لاسه ولوید. له پارټۍ چې وتلم د بوټ تلی مې په کارډ له قصده تېر کړ.
۲۸
کشره
ښځې تر ډېرو کښېناستې. دا ځل مې مور ورسره خوږه راښکاره شوه. تير دوه وارې یې رډ ځواب ورکړی و. کوچنۍ خور مې غوسه نه وه. چای چې یې ور ووړ ښه په سینګار ورغلې وه. جامې یې هم نوې اغوستې وې. څه مې نه ویل. د مخه ښې پر وخت هم ورنه غلم. لاړم داسې ځای کښېناستم چې څوک مې ونه ګوري. مېلمنې چې لاړې پلار مې دهلیز ته راووت. مور وویل:
– ورته ومې ویل نور د سړو کار دی.
– مشره که کشره؟
– کشره.