13
ځواب
ټنډه دې تروه وه. چای مې درته راووړ. ما ویل که تږی یې. هیڅ دې ونه ویل. غږ مې درباندې وکړ، ځواب دې هو او نه و. پوهېدم یو څه دې ځوروي خو نه دې ویل. پورته شوې. پيتاوې ته کښېناستې. درغلم. په اوږو مې دې لاس کېښود. ومې کېکاږلې. لکه هیڅ چې مې نه احساسوې. سړه ساه دې وایسته. پورته شوې. له کوره ووتې. ماښام چې راغلې تندی دې ورین و. ومې پوښتې ځواب دې « هېڅ » و.
سبا دې په حویلۍ کې تر ډېره په تیلې فون خبرې کولې، چې خونې ته راغلې راته ودې ویل:
– کار مې بالاخر وشو ځم اروپا ته، درس وایم.
غلې کښېناستم. د یوازیتوب فکر پسې واخیستم. پيتاوې ته پرېوتم. تا موسیقي اورېده.
14
یخ
سمه ناوه بهېده. تا د کوټه شویو بوټو ترمنځ ځای جوړ کړ. په سر دې پلاستیک واچاوه. راته ودې ویل دا مو خونه ده. دواړه په کې کښېناستو. باران نه لندولو. مخامخ په ونه کې خړه مرغۍ کښېناسته. ومې پوښتې:
– د مرغیو یخ نه کېږي؟
یو لاس دې په بل وواهه. ټک شو. مرغۍ والوته.
– وبال لري ولې دې وډاره کړه.
– چې والوزي تودېږي.
یخ مې وشو. پورته شوم. بیا دې تر څو ساعته خبرې نه راسره کولې.
۱۵
ډارنه
پل واوره پرته وه.ټول په کور ننوتي وو. تا راته وویل ښکار ته مې بیايې. په اوږده پړي دې لرګی وتاړه. د ونې لاندې یوه لوېشت ځای دې له واورې پاک کړ. وریجې دې واچولې. خښته دې کږه په لرګي تکیه کړه. زه او ته لیرې ورته پټ شو. وږې مرغۍ دانې ته راغلې. لا به یې نه وې خوړلې تا پړی کش کړ. ودې خندل. خښته په وینو سره شوې وه. ما وژړل. تا ویل، ډارنه یم.
۱۶
کورنۍ
– کورنۍ یې نامي ده. نیکه یې له پاچا سره ګرځېده. پلار یې قومي مشر و. تر دوی به نو ښه لا څوک راته پيدا شي.
پلار مې په یوه ساه خبرې کولې. مور مې یې مخاطبه وه خو زه یې په غوږ وهلم. مور مې هیڅ نه ویل. د ویلو یې څه نه په کې لیدل. زه له خونې ووتم. دوی یوه شېبه غلي شول. وروسته مې مور ولیده. خوشاله وه. ومې پوښتله:
– هلک څه کوي؟
– له هغه خو نه یو خبر.