ارزښت
د شپې مې خوب ښه و. ته هم ارام ویده وې. لاس دې داسې راباندې چاپېره کړی و لکه ګران بیه لوښی چې تکیه کوې. ما ځان خوندي احساساوه. سهار مې بیړه وکړه. ستا جامې مې ماښام نه وې تیارې کړې. سهارنۍ ته مې هیڅ نه درلودل. چې راپورته کېدم تا ناز وکړ:
– مه ځه.
خو ما ویل ستا تر راوېښېدو باید هر څه تیار کړم چې درباندې ناوخته نه شي. کار ته چې تلې مخه ښه دې سمه نه وه. په وره کې دې وویل:
– زما خبرې دلته ارزښت نه لري.
۲۲
يوازې
خورلڼه مې له خپلې خور خپه ده. راته وايي په ما ناز کوي. ورته ومې ويل:
– په چا يې وکړي؟
چورتي شوه. ويل يې:
– په خپل مېړه.
– په خپله خوښه يې کړى؟
– نه بابا
– پرې گران دى؟
– نه نو هغه د گرانښت نه دى.
ترې لاړم. لکه د دې خور چې ځان يوازې احساسوي هغسې زه هم يوازې رهي شوم.
۲۳
زموږ خبره
مور مې کتاب لوست. زه ورته منتظره پاتې شوم. دې مې خبره اورېدلې وه خو نه يې غوښتل وار له واره ځواب راکړي. پوه وم چې زما خبره پرې ښه نه ده لگېدلې. دا په کوچ ناسته وه. زه يې پښو ته کښېناستم. لکه چې مجبوره شوه. عينکې يې له سترگو ليرې کړې، کتاب يې پر مېز کېښود ، زما په سر يې لاس کېښود په مهربانه غږ يې وويل:
– ته ترې وړه يې.
– له ده سره واده کوم، له عمر سره يې نه.
پلار مې وټوخېده. مور مې ورغله. خبره پاتې شوه. پسې ورغلم. پلار مې ويده شو. مور مې په مينه مينه ورته کتل. زما له سوال ډکو سترکو مور په خبرو راوسته:
– زموږ خبره بېله ده.
۲۴
ټولنه
نصحيت يې راته وکړ:
– گوره ته نجلۍ يې، ښه خبره نه ده، خلک به څه وايي؟
موبايل مې بند کړ. له خپل زړۀ او ذهن سره په جنگ شوم. صفيې ښه راته ويل. هلک که هر څومره هم سم و، پردى و. ولې بايد ورسره خبرې وکړم. خلک به څه وايي. مخ مې سور شو. غلې شوم. غوښتل مې پورته شم. صفيې ته زنگ راغى، ځواب يې ورکړ:
– سلام گرانه
ما ته يې وکتل. مخ يې واړاوه. له ټولگي ووته.