وفا

د سمندر اوبه تودې وې. په غاړو کې یې پر سپينو شګو څوکۍ پرته وه. دی پړ مخې پروت و. د سرو انارو ساړه جوس مې ورکړل. راته ویې کتل. غړوپ یې تر ستونې تېر کړ. لاړ اوبو ته ورګډ شو. تر لیرې لاړ. له سترګو مې پناه شو. وډاره شوم. بې سېکه شوم. پر څوکۍ پرېوتم. چې سترګې مې پرانیستې  له ټټره ، له تندي او له وېښتو یې د سمندر تروې اوبه زما پر مخ څاڅکې څاڅکې لوېدې. راته ویل یې:

–         څومره بې طاقته یې؟

 

زمانه

د مکرویانو د دوو ودانیو ترمنځ د لمر رڼا په پارک داسې خپره وه لکه لاسي څراغ چې یو ځای روڼ کړی وي. په نور پارک سیوری و. زه لمر ته ولاړه وم. کیڼ لاس ته مې دوې سپين سارې ناستې وې. غږ مې یې اورېده

. – ټوله ورځ په هلکانو غږیږي

. – حیا نه لري، زمانه خرابه سوې.

ښي لاس ته وښورېدم. دوو نجونو د موبایل ښیښې ته سترګې نیولې وې. یوې یې ګوته لکه د قلم څوکه پر موبایل کېښوده: –

 دا اپ ډاونلوډ کړه له ریاضي سره مرسته کوي

. – د فون میموري به ډومره وي؟

اعتبار

تروږمۍ وه. د کړکۍ تر خوا مو پوسڼی درلود. تا راته وویل:
– ته مشکل نه لرې خو زه په اعتبار نه یم، سبا به مې نظر بدل شوی وي.
زما مخ دې ونه لید. تیاره وه. سبا دې خبر هېره وه.ورځې واوښتې. غرمه وه. د پارک پر څوکۍ ناست وې. مخامخ دې زما سترګو ته کتل. ټوله مینه وې. ودې پوښتلم.
– بې له تا ساه نه شم اخیستی، ژمنه دې غواړم.
– زه خو درسره یم که ته په ځان اعتبار ولرې.
مخ دې سور شو. پورته شوې. اوس وایې لمر تود و، په عذاب کړې یې وې.

نظر

لور یې شنو وښو ته نیولی و. پاس یې ماته کتل. شپيلی یې واهه. وشرمېدم. سترګې مې کښته کړې. لمر وهلی پنډ لاس یې خولو لوند کړی و. نوکان یې تور شوي وو. لور یې چابک چابک په وښو تېراوه. وډاره شوم:

–         اې ګوتو ته دې پام کوه.

موسکی شو. غرور یې په رګ رګ کې غځونې وکړې.  لاس ته مې یې وکتل. ګوته یې وینې شوه. د پړوني په پيڅکه مې ورتړله. ویل یې:

–         سترګې دې نظر لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *