محمد زمان سهيل

محمد زمان سهيل –

   که وړاندې تاریخ ته نظر وکړو نو له دویمي نړیوالې جګړي را وروسته تر ټولو لوی بم دا وو، چې په افغانستان کې د امریکايې ځواکونو له لوري، د دوی په خبره چې د داعش پرمرکزونو يې استعمال کړ. او اوس که لنډ تیرو څه باندې دوه نیم کالو ته ځیر شو، نو هغه مهال چې ولسمشرغني د واک واګي په لاس کې واخیستې، نو اسلامي خلافت یا داعش هغه ډله وه، چې همهاله يې له عراق او سوريې را وروسته په افغانستان او په ځانګړي توګه د ختیځ ننګرهار شینوارو زون کې، په فعالیت پیل وکړ.

په لومړیو کې په ولسونو کې داسي فکر خپور شوی وو، چې ګوندې داعش خپله د نوی حکومت یوه پروژه ده او لامل دا وو، چې داعش په لومړیو کې له امنیتي ځواکونو، مسجد او پلچک ورانولو سره تر ډیره کار او غرض نه درلود یوازي وسله وال طالبان يې په نښه کړي وو، که د امریکا بي پېلوټه به بمباریاني کولي نو هم به په کې د طالبانو د مړېني ریپوټونه ورکول کېدل ، خو کله چې داعش په لویه کچه په ولس خپله د ټوپک شپېلۍ را تاو کړه نو د خلکو ذهنیتونه په دې ډول شوه، چې داعش د امریکا یوه پروژه ده چې د طالبانو په مقابل کې يې تمویلي وي او حتی د ننګرهار له میدان نه ورته د شپې اکمالات کېدل.

په افغانستان ، عراق او سوریه کې د داعش شتون او فعالیتونه ډیر ګړندې وو او تقریبآ یو ډول وو، کله چې روسیه له داخلي مسایلو را اوزګاره او د داعش په پروژه کې يې د سوريې په خاروه کې لاسوهنه پیل کړه نو امریکا يې وراخطا کړه، همغه وو چې داعش د امریکا له اداري نه په وتو کې شو خو امریکا بیا هم هڅه کوله تر څوپه یو ډول نه په یو ډول داعش په خپله ګټه وکاروي نو ځکه يې د پاکستان له لاري کار واخیست، د پاکستان خبره مې ځکه وکړه چې کله به هم د داعش د وژل کېدو خبرونه خپاره شوه نو ویل کېدل به، دومره په کې پاکستاني اتباع دې،د اورکزیو او نورو سیمو دي.

زه خپله که د یوه برحاله خبریال په توګه ووایم، چې په کال ۱۳۹۵ کې هره ورځ ما له شلو نیولی ان تر ۱۵۰ او دري سوو داعش جنګیالیو د وژل کېدو راپورونه ورکړي دي د مقاماتو په حواله نو مبالغه به مې نه وي کړي.

بل لور ته به امریکا ویلي مونږ په افغانستان کې، د سولي لپاره کار کوو او ترهګري ډلې له منځه وړو نو اوس راځو اصلي خبري ته او هغه دا، چې ریښتیا هم امریکا د داعش له منځه وړل غوښتل او وکه نه؟

د دې پوښتنې ځواب منفی دی امریکا نه غوښتل چې داعش له منځه یوسي او دا ځکه،که ریښتا هم امریکا غوښتل چې داعش ختم کړي نو همغه اوله يې ښه موقع وه، ځکه تازه يې ننګرهار کې فعالیتونه پیل کړي وو او په ډیرو کمو امکاناتو داعش له منځه تللی شو، په ډیرو محدودو ولسوالیو کې يې فعالیت کاوه. څو څو واره افغان حکومت د داعش په خلاف عملیات وکړل مګر له داعش نه به چې کومي سیمي حکومت ونیوي تر عملیاتو وروسته به بیا د داعش لاسته لویدلي او دا ځکه، لا هم د داعش په پروژه باندې په لوړه کچه بولي روانې وي، مګر کله يې چې پایله ور نه کړه نو اوس يې په خلاف د حمزه په نوم عملیات پیل شوه، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونه هم په کې دخیل دي. کوم بم چې امریکا يې د بمونو مور نوموی د اچین ولسوالۍ د مامندري په اسدخېلو سیمه کې، د غره په یوه څنډه چې ویلي کېږي دلته د داعش د افغانستان په کچه مرکزونه وو او ورتګ ورته ناشونی وو، استعمال که.

ریپوټونه خپاره شوه، چې په دې بم کې د سلو په شاو خوا کې داعش له منځه وړل شوي دي، کله چې افغان خبریالان هڅه کوي سیمې ته ورشي نو افغان کمانډو او امریکايې عسکر يې سیمي ته په څو کیلو متري کې هم نه پرېږدي، یوي سرچیني راته دا هم ویلي چې امریکايې عسکرو ته له امریکا نه احوال ورکړل شوي وو چې د دې ځای انځورونه واخلي او امریکا ته يې واستوي، نور چا ته دې اجازه نه ورکوي سیمي  ته داخل شي.

نو له همدې ځایه ویلي شو چې د دومره لوی بم استعمال په دومره کم تعداد داعش باندې څه اړتیا، دا تعداد خو په ډیرو کمو امکاناتو هم له منځه وړل کېدل، ولي يې په لومړیو کې داعش له منځه نه وړل چې اوس يې پري دومره لوی بم استعمال که؟

ځواب: ځکه د دې بم استعمال سره امریکا غوښتل له یوه لوري دا بم GP-43 چې نوی يې جوړ کړی وو، وازمايې، دا بم يې یو ځل مخکې هم ازمایلي وو خو په اوبو کې وو او ویل کېدل چې هلته يې پایلي ښي نه څرګندېدي او امریکا د داسي یو ځای په لټه کې وه چې دا بم په کې وازمایل شي او نتایج يې ښه روښانه معلوم شي، چې بالاخره د ننګرهار اچین ولسوالۍ يې مناسب ځای وموند، له بلي خوا امریکا د دې بم په کارولو سره روسيې او د سیمې هیوادونو ته وښودله، چې دوی کولی شي که وغواړي په ډیر کم وخت کې د نړۍ له یوه ګوډ نه په بل ګوډ کې خپل دوښمن له منځه یوسي، بل هدف يې دا هم ویل کېږي چې امریکا غواړي په شمالي ولایتونو کې د داعش پروژه وازمايې ځکه شرقي زون کې يې پایله ور نه کړه.

نو پایله دا، سره له دې، چې امریکا په دې ښه پوهېږي، چې د جګړې د قانون له مخې د جګړې یو مهم اصل:(د هغو وسایلو نه استعمال دی کوم چې بې حده زیانونه اړوي او د عامه وژني باعث ګرځي.) خو امریکایانو په اچین ولسوالۍ کې د GP-43 بم په کارونې سره د جګړې دغه مهم اصل مات او انسانیت ته یې یو ځل بیا خپله هغه وحشتناکه څېره بربڼډه کړه، چې کلونه وړاندې يې د جاپان په هيرو شيما کې د اټوم بم په استعمال ښودلې وه، که څه همدا دا ځل اټوم بم نه و؛ خو تر کم هم نه و.

دغه جګړه د GP-43 بمونو او کروز توغندیو جګړه نه ده، امریکایان په دې ډول یوازې د خپلو وسلو ازموېنه کوی. د امریکایانو دغه ډول بریدونه په افغانستان کې د جګړې د دوام او پراختیا باعث ګرځي، امریکا د دې بم له کارونې نه افغان حکومت هیڅ خبر کړی نه وو، ځکه ولسمشر غنې دوی ورځي وروسته په دې اړه څرګندونې وکړي او ویلي يې چې دا بم د دوی سره په صلاح استعمال شوی دی، مګر دا ډیره وروسته څرګندونې وي او حقیقت تري خلکو ته ښکاري. اخري دا چې امریکا د دې بم په کارونې سره په افغانستان کې د سیاسیونو بلخصوص د پخواني ولسمشرحامدکرزي او ولسمشر غنې ترمنځ ناندریواو په لویه کچه د افغانستان کورنیو جګړو ته یو نوی باب پرانیست، چې ترټولو لویه موخه يې هم همدا کېدلي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *