نن د ۱۲ نیمو بجو په شا و خوا کې د الینګار ولسوالۍ په بازار کې د یو دوکان مخې ته یو ځای پر ځای شوی بم انفجار کړی چې له امله یې ملک نیاز محمد او یو تن بل په شهادت رسیدلي او دوه تنه نور زخمیان دي؛ چې په زخمیانو کې د یو تن روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.
ملک نیاز محمد د الینګار ولسوالۍ د قومي شورا غړی و او د ولسوالۍ په بازار کې یې د خوراکي توکو پلورنځی درلود.
دا مهال سیمې ته امنیتي ځواکونه ور رسیدلي او د پیښې په اړه یې څیړنې پیل کړي.
د لغمان ولایت مقام په پیښه کې د الینګار د قومي شورا د غړي ملک نیاز محمد او یو بل تن د شهادت او د دوه تنو د ټپي کیدو له امله د هغوی کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې او دغه کړنه په کلکه غندي او ټولو امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کوي چې د امنیت په ټینګښت کې دې له پخوا لا چټک ګامونه پورته کړي.