Bomber
بم غورزونکې الوتکه یوه جنګي الوتکه وي او دنده یې له هوا ځمکه وېشتل، له هوا سمندري بېړۍ وېجاړول وي.
ستراتیجیکه بم غورزونکې الوتکه
په اساسي توګه هغه الوتکې چې ډېرې غټې وي ستراتیجیکه بم غورزونه ترسره کوي او هدف یې هم په ځمکه یا سمندر کې ستراتیجیک هدف وي. د خپل هدف لپاره لرې سفر کوي. اوس پوښتنه داده چې ستراتیجیک هدف څه ته وایي؟ ستراتیجیک هدف داسې سیمه لکه د بېړیو بندر، د لوجیستیکي حمایې نظامي سیمې، د تولید کارخانې، پلونه, هوایي ډګرونه او ښارونه تر څو د دښمن جګړیزې سرچینې له منځه وېسي او یا هم دې سرچینو ته یې لاسری له منځه وېسي. د نړۍ تر ټولو نامتو د ستراتیجیکو بم غورزونکو الوتکو نومونه لاندې وګورئ:
Spirit, B-52 Stratofortress, Tupolev Tu-95 ‘Bear’, and Tupolev Tu-22M ‘Backfire’; historically notable examples are the: Gotha G.IV, Avro Lancaster, Heinkel He-111, Junkers Ju 88, Boeing B-17 Flying Fortress, Consolidated B-24 Liberator, Boeing B-29 Superfortress, and Tupolev Tu-16 ‘Badger’.
تکتیکي بم غورزونکې الوتکې
تکتیکي بم غورزونه دوه ډوله ترسره کیږي لمړی ډول د دښمن په نظامي فعالیت برید کوونه ده، دوېم ډول یې کله چې پوځ د دښمن ضد عملیات کوي د ځمکني پوځ ملاتړ ده. لکه د ستراتیجیکو الوتکو په څېر د عملیاتو لپاره لرې سیمې ته نه ځي او نه هم د یادو الوتکو په څېر غټې وي او د ځمکني پوځ سره نږدې د غلیم په پوستو، پټنځایونو او یا بېړیو بمونه غورزوي. مختلف ډولونه لري لکه سپکې بم غورزونکې ( light bombers)، د منځنۍ کچې بم غورزونکې (medium bombers)، جنګ کوونکې بم غورزونکې (fighter-bombers)، برید کوونکې (attack aircraft)، د څو موخو لپاره کوونکې جنګي الوتکې (multirole combat aircraft)
د نړۍ تر ټولو نامتو تکتیکي بم غورزونکو نومونه لاندې وګورئ
Xian JH-7, Dassault-Breguet Mirage 2000D, and the Panavia Tornado IDS