نن د شپږیزې سیالیو په ترڅ کې بندامیر ښامارانو د مس عینک اتلان مات کړل او آمو نهنګانو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه
د هیواد پنځو زونونو ترمنځ د شپږیزې تر نامه لاندې د کرکټ سیالیو په پنځمه ورځ د بندامیر ښامارانو د مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه او د آمو نهنګانو د سپین غر زمریانو پر وړاندې د ټاکل شویو قوانینو له مخې د ټاکلې شمیر پوره کولو پر بنسټ نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
لومړۍ لوبه چې د مس عینک اتلانو او بندامیر ښامارانو ترمنځ وه، پچه یې د بندامیر ښامارانو لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. د بندامیر ښامارانو په ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره د مس عینک اتلانو ته د ۱۴۳ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې حشمت الله شهیدي ۵۶ او وحیدالله شفق ۴۱ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو له لوري ګلبدین نایب ۳ او روښان ۲ لوبغاړي وسوځول.
مس عینک ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او د سیالۍ په ۱۶ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۸ منډې جوړې او لوبه یې د بندامیر ښامارانو په ګټه وبایلله. د اتلانو له ډلې ګلبدین نایب ۳۲ او غمي ۲۰ منډې جوړې کړې. د بندامیر ښامارانو توپ اچونکو له لوري عبدالله عادل د سیالې لوبډلې ۳ او کریم جنت ۲ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې غوره لوبغاړی حشمت الله شهیدي ونومول شو او په ولسي جرګه کې د اولس استازي نواب منګل له لوري یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.
دوهمه سیالي د سپین غر زمریانو او آمو نهنګانو ترمنځ وه، پچه یې د آمو نهنګانو لوبډلمشر وګټله او سپین غر زمریان یې توپوهنې ته راوبلل. سپین غر زمریانو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو پّ سوځیدو سره آمو نهنګانو ته د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې شفیق الله شفق ۵۳، شبیر نوري ۳۵ او نجیب تره کي ۳۴ منډې جوړې کړې. د آمو نهنګانو له لوري مجتبی د سپین غر زمریانو درې لوبغاړي وسوځول.
د آمو نهنګانو ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو خو د کرکټ نړیوالې شورا ټاکل شویو قوانینو پر بنسټ یې د ۱۸۴ منډو په جوړولو سره نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه. د نهنګانو له لوبغاړو څخه عثمان غني ۵۳، جاوید احمدي ۳۶، میرویس اشرف ۳۳ او مجتبی ۳۴ منډې جوړې کړې. د سپین غر توپ اچونکو له لوري آفتاب عالم د آمو نهنګانو ۲ لوبغاړي وسوځول.
شفیق الله شفق د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او په افغانستان کې دد سویډن کمیټې استازي احمد سلیم څخه یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ووییل، په شپږیزې سیالیو کې ټولو ګډون لرونکو لوبډلو له غوره لوبې او په ځانګړي ډول د ځوانو لوبغاړو له اغیزمنې ونډې ستاینه وکړه. نوموړي ووییل، ځوانو لوبغاړو د پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ په زړه پورې لوبې نندارې ته وړاندې کړې او دوی دا په ډاګه کړه چې په افغانستان کې د کرکټ راتلونکی خورا زړه راښکونکی دی.
ټاکل شوې سبا به دوه نیمه پایلوبې ترسره شي. لومړۍ نیمه پایلوبه به د مس عینک اتلان د بست ساتونکو پر وړاندې ترسره کوي او دوهمه نیمه پایلوبه به بندامیر ښاماران د آمو نهنګانو پر وړاندې ترسره کوي.