بنسټپالنه څه ده؟ معاصره بنسټپالنه لومړۍ په عیسويت کې راوزېږېده. د ۱۹۱۰ او ۱۹۱۲ میلادي کلونو تر منځ د امریکا په متحده ایالتونو کې د عیسوي دین اساسات په دولس ټوکو کې خپاره شول او لیکونکي یې ادعا وکړه چې د هغوی د ټولو ستونزو مور، د عیسویت له اساساتو څخه لرې کېدل دي. وروسته مذهبي بنسټپالنه یهوديت، هندویزم او اسلام ته هم لاره وکړه. په مذهبي بنسټپالنه کې وګړي په هغو شیانو پورې کلک نښلي چې ګومان کوي د هماغه مذهب اعتقادي اساسات دي. د مذهبي بنسټپالنې ټولې ډلې (عیسوي، یهودي، اسلامي او نورې) سره دغه ګډ اساسات لري: – مذهبي ایدیالیزم – حقیقت یو دی او هغه هم ویل شوی (د دوی په مذهبي کتابونو کې) – د انسان ماغزه په دې قادر نه دي چې په هر څه پوه شي – مډرنیزم د دوی ستر دښمن دی – انسانانو په پخوا زمانو کې یو طلايي عصر درلود – د ننني انسان د بدمرغۍ وجه دا ده چې د مذهب اساسات یې پرېښي دي او نېکمرغي به یې د هماغه طلايي دورې په راګرځولو کې وي.
ګومان کېږي چې د ټولو مذهبي بنسټپالو ډلو په رامنځته کېدو کې د حقارت احساس اساسي نقش لرلای دی. عیسویت چې په منځنیو پېړیو کې یې ګرده اروپا اداره کوله او د ټولو وګړو واک، د دوی له شخصي او خصوصي مسایلو رانېولې تر حکومت او سیاسته پورې، له کلیسا سره و، د نوې نړۍ په راڅرګندېدو سره خپل دغه بې حد و حصره سلطه له لاسه ورکړه او څنګه چې کلیسا پر خلکو په زوره حکومت کړی و او خلک یې دېر ځورولي وو، نو د عیسوي کشیشانو د واک په ختمېدو سره له مذهب سره د خلکو دلچسپي وار په وار سره کمه شوه. د عیسوي دین او ساینس تر منځ د خلکو د باورونو د خپلولو سیالي روانه وه او د هرې ورځې په تېرېدو سره ساینس له نویو کشفیاتو، اختراعاتو او تجربو سره پرمختګ کاوه او ورسره ورځ تر بلې د خلکو باور ورباندې زیاتېده؛ نو عیسويت د ماتې او حقارت احساس وکړ. د حقارت احساس انسان مبارزې ته وربولي، واقع بین انسان خپله نیمګړتیا مني او د جبرانولو منطقي لاره یې ګوري؛ خو ناواقع بین کسان بیا د کاذبې مبارزې لاره خپلوي او په دې لارو کې یوه یې د خیالونو نړۍ ته پناه وړل دي.
ولې بنسټپالي تېرې زمانې ته ورستنېدل غواړي؟ هماغسې چې پورته مو ورته اشاره وکړه، د حقارت د جبرانولو ناسمه لاره د خیالي دنیا جوړل دي. بنسټپالې ډلې خپله نیمګړتیا او خپله ماته نه مني او په خیال کې د کامیابیو او بریاوو داسې طلایي دوره جوړوي چې د دوی په ګومان یو وخت کې به تېره شوې وي. دوی ګومان کوي په هغه طلايي دوره کې د دوی مذهب خورا غښتلی، خورا سم او له عیبونو خالی و؛ خو وروسته د مذهب پيروان د خپل مذهب له اساساتو لرې شوي دي؛ ځکه خو په بدمرغیو سر شوي او له ماتې سره مخ شوي دي. اسلامي بنسټپالي فکر کوي چې د خلفای راشدین دوره د اسلام طلايي دوره وه چې امن، عدالت، سوکالي، او نېکمرغي په کې په اعلی حد کې وو. خو حقیقت دا دی چې طلايي دوره نشته؛ بلکې موږ د هغو دورو د خلکو مصیبتونه او جنجالونه هېر کړي دي او یا ځنې ناخبره پاتې شوي یو، دا سمه ده چې په صدر اسلام کې ګڼ فتوحات د مسلمانانو په برخه شول؛ خو دغه فتوحات د زرګونو انسانانو د سرونو په بیه تمام شول. له روایتونو ښکاري چې په هاغه وخت کې بې وزلي، فقر او مصیبتونه کم نه وو. د حضرت علي (کرم الله وجه) او حضرت معاویه(رض) تر منځ په جنګونو کې لس ګونه زره مسلمانان ووژل شول، د خلیفه ګانو قتلېدل، د خلافت پر سر ناندرۍ او په دې لړۍ کې بالاخره د یزید په لاس د پیغمبر(ص) د ګران لسمي وژل کېدل، ټولې هغه ناخوالې دي چې د ادعا شوي طلايي عصر برم تر پوښتنې لاندې راولي.
ولې باید د بنسټپالنې پر ضد مبارزه وکړو؟ ځکه چې بنسټپالنه یوازې ځان مني او نور ټول ردوي. د بنسټپالو په نظر په دنیا کې یوازې یو حقیقت شته او هغه حقیقت یوازې دوی کشف کړی دی، نور ټول په غلطه روان دي. همدغه باور هم له تناقضه ډک دی؛ ځکه اسلامي بنسټپالي دغه ادعا کوي چې یوازینی حقیقت دوی موندلی؛ خو عین ادعا عیسوي او یهودي بنسټپالي هم کوي؛ نو لږ تر لږه د هر دین په سر یو یوازینی حقیقت راټوکېږي، حال دا چې یوازینی خو باید یوازینی وي. کاشکې د دوی باور یوازې د دوی په فکرونو پورې محدود پاتې وای، دوی د ټولو هغو کسانو ختمول غواړي چې له دوی سره پر یوه لاره نه ځي. که یې لاس بر شي، لومړی خو ټول مجبوروي چې د دوی نظر ومني او که ویې نه مانه له تېغه به یې تېر کړي. هماغسې چې د افغانستان کمونسیت پلوه د خلق دیموکراتیک ګوند کول. نو د بنسټپالنې دغه دوه عمده عیبونه سړی دې ته مجبوروي چې پر ضد یې مبارزه وکړي؛ ځکه که ته ورسره کار هم ونه لرې، دا درسره کار لري.
د بسټپالنې زیات تاوان چا ته رسېږي؟ زما په فکر اسلامي بنسټپالنه تر ټولو زیات اسلام او مسلمانانو ته زیان رسوي. هغه په دې چې اسلامي بنسټپالي هم د نورو بنسټپالو په شان، یوازې ځان حق ګڼي او نور ټول باطل. څرنګه چې په اسلام کې د ننه د سني او شیعه لویې فرقې دي او بیا هره یوه یې په څو نورو ډلو او فرقو وېشل شوې ده؛ نو له هرې فرقې او مذهبي ډلې سره به د بنسټپالو میرڅۍ وي او څرنګه چې اسلامي بنسټپالي له خشونت او ترهګرۍ سره غاړه غړۍ دي، خپل هر رقیب ته به خپل زور وښيي. ممکن دغه تمایل به په عیسوي او یهودي بنسټپالو کې هم وي؛ خو په پرمختللو ملکونو کې نظام او قانون دومره غښتلي دي چې بنسټپالي خپل سرۍ ته نه پرېږدي؛ خو زموږ د سیمې هېوادونه دا توان نه لري. همدا اوس په پاکستان کې د شیعه ګانو پر ضد، د دوی پر جماعتونو او جوماتونو ځانمرګي بریدونه او بمي چاودنې کېږي، په عراق کې هم وضعیت همدغسې دی او دغه ناورین د اسلامي نړۍ هر ګوټ ته غځېدلی شي. نو تر ټولو زیات مسلمانان، هغه مسلمانان چې د دین غم ورسره دی، باید د بنسټپالنې پر ضد مبارزه وکړي.