تاند- د کرکټ بنګالی شناند جیشنا میرزا وايي، د دې لپاره چې بنګله دېش افغانستان ته ماتې ورکړي باید پنځه کارونه وشي.
دی وايي چې د چهارشنبې د ورځې مسابقه د بنګله دېش لپاره دومره مهمه ده لکه پایلوبه چې وي. ځکه چې که دا مسابقه یې وګټله نو د لوبغاړو روحیه به یې لوړه شي خو که یې وبایلله نه یوازې به یې لومړۍ مسابقه بایللې وي بلکې د دغه ټیم پر نورو مسابقو به هم منفي اغېز پرېباسي.
بنګله دېش په استرالیا کې څلور تمریني مسابقې کړي او څلور واړه یې بایللي چې د ټیم لپاره یې ښه اغېز نه درلود. خو افغانستان په څلورو کې یوازې یوه بایللې ده.
ښاغلی میرزا د بنګالي لوبډلې د روزونکي په قول وايي چې لوبغاړي یې په تشویش کې دي. د ده په وینا دا کېدای شي مثبت تمام شي ځکه چې لوبغاړي به ښه لوبه وکړي او افغانستان به جدي وګڼي.
دی وايي پنځه شیان باید وشي:
۱- بنګله دېش پچه وګټي او خپله میدان یا فیلډ ته ووځي. که څه هم د کانبرا په په مونوکا اوفیل لوبغالي کې یوازې ۴ مسابقې شوي چې ۲ یې لومړني بېټنګ کوونکي او دوه یې فیلډ ته وتي ټیم ګټلي دي خو له دې سره سره چې د ویکټ په اړه لا ګرانه ده چې قضاوت وشي غالباً ګټه په دې کې ده چې لومړی بیټنګ افغانستان ته پرېښودل شي.
۲-افغانستان پرېنږدي چې تر ۲۳۰ زیاتې منډې وکړي او ۳۰۰ ته یې ورسوي. که بنګله دېش لومړی بېټنګ کاوه تو باید تر ۳۰۰ زیاتې منډې وکړي، که څه هم په روانو مسابقو کې د ۳۰۰ منډو هدف پوره کول هم ګرانه کار نه دی. په دې چجام کې ۳۰۰ منډې داسي دي لکه په تېرو کې چې ۲۵۰ وې. باید د بنګله دېش یو له ۴ تکړه لوبغاړو سلیزه پوره کړي.
۳- په منځنیو اورونو کې ښه لوبه وکړي. بنګالي لوبغاړي باید د ۱۰ او ۳۵ اورونو ترمنځ هڅه وکړي چې افغانستان ډېرې منډې وانخلي. که تر ۲۵ اور پوري د افغانستان د منډو شمېر د ۱۲۰ او ۱۲۵ ترمنځ و، توپوهونکي یا بېټسمنان یې تر فشار لاندې راځي.
۴- د افغانستان له درو تېزو باولرانو، دوو ځدراڼونو او حمید حسن سره له احتیاطه کار واخلي. حمید حسن، دولت ځدراڼ او شاهپور ځدراڼ ډېر غښتلي باولران دي، د دوی د توپ سرعت په ساعت کې ۱۴۵ کیلومتره دی.
۵- کله چې د افغانستان ټیم تر فشار لاندې راغی او لوبغاړي یې پر له پسې وسوځېدل، باید فشار پرې زیات شي او تکړه سپینر باولرانو ته د توپ اچولو موقع ورکړای شي.