جاوید احمدي ۱

افسر ځاځی ۱

اصغر ستانکزی ۱

نوروز منګل ۲۷

نجیب الله شینواری ۴۲

محمد نبي ۴۴

نجیب ځدراڼ ۱۷

میرویس اشرف ۱۰

افتاب عالم ۱۴

حمید حسن ۰

شاهپور ځدراڼ ۲

ټولټال ۱۶۲

بنګله دېش په ۱۰۵ منډو وګټله.

تاند – د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د بنګله دیش ټول لوبغاړې وسوځول او ۲۶۷ منډې یې ورکړې. دغه هدف ته د افغان لوبډلې رسیدل ګران نه ښکارې خو په دې شرط چې افغان بیټسمینان احساساتي لوبه ونه کړي او هڅه وکړي چې په خپلو کې شریکې منډې ډيرې جوړې کړي.

د افغانستان په باولرانو کې شاپور ځدراڼ ډیر ښه وځلید ده په اوو اورونو کې د بنګله دیش دوه لوبغاړې وسوځول او شل منډې یې ورکړې. حمید حسن افتاب عالم او میرویس اشرف هر یوه دوې ویکټې واخیستې خو د میرویس اشرف ویکټې مهمې وې ځکه چې د پیل لوبغاړې یې وسوځول او د دې ترڅنګ یې مخالف ټیم ته د دې نورو په پرتله له شارپور څخه پرته لږې نومرې ورکړې.

د افغانستان په باولرانو کې د سمیع اله شینواري بالنګ د اندیښنې وړ و ده ته لوبڅار اخطار ورکړ چې پر ممنوعه سیمه پښه مه ږده خو ده بیا هم دا کار وکړ او هغه له باولنګ څخه منع کړ. دې ممانعت پر افغان لوبغاړو منفي تاثیر وکړ او په هغه وخت کې چې د شینوارې په څیرور توپ اچونکی پکار و افغانستان له دې امتیازه بې برخې شو همهغه و چې د بنګه دیش شکیب الحسن ۶۳ منډې جوړې کړې او د د بنګله دیش بل بیټسمین مشفق الرحمان ۷۱ منډې وکړې.

خو بیا هم ټاکلی هدف ډیر نه ښکارې په دې شرط چې افغان بیټسمینان لږ په صبر او زغم او احتیاط لوبه وکړي.

One thought on “بنګله دیش افغان کرکټ لوبډلې ته په ۱۰۵ منډو ماتې ورکړه”
  1. سلام
    په ډیره امید، دعاګانو، او پوره باور سره مې خبرونه تعقیبول ترڅو په داسې یو خبر مې سترګې ولګیږي چې افغانستان به بنګله دیښ ته ماتې ورکړي وي خوپه ډیره خواشینی سره مې خبر ولوست چې برعکس بنګله ديش افغانستان ته ماتې ورکړه هغه هم په ډیر زیات توپیر سره. مخکې له دې چې لوبه پیل شي د چارو شنونکو فکر کړ چې افغانستان به د ۳۰۰ منډې وکړي خو دوی ۲۰۰ هم پوره نکړې. سره له دې چې ټوله ورځ مې خفه تیره شوه او افسوس مې کاوه چې ولې مونږ دا لوبه بایلوه خو بیا هم ما له ځان سره فکر وکړ چې مونږ باید خپل امید او هیلې له لاسه ورنکړو. د ژوند په هره برخه کې بریاوې او ماتې شته خو داسې ماتې هم شته چې جبرانیدونکې وي یو مثال يې هم په راتلونکې د افغانستان دویمه لوبه ده چې انشاالله زمونږ ملې ټیم به يې خپل سیال ټیم ته په ماتې ورکولو سره جبران کړي. زه پوهیږم چې د یو افغان په صفت زه له دې ماتې څخه څومره خفه شوم نو زمونږ د کرکت ملي ټیم به يې څومره بده اغیزه کړي وي او دوی به څومره خفه شوي وي خو زه اوس هم د خپل ملي ټیم بریاوې له یاده نه وړم چې دا دوی بریاوې وې چې نن مونږ په نړیوالو سیالیو کې لوبې کوو او دنړي د ډیرو تجربې لرونکو لوبغاړو سره لوبې کوو چې د پیړیو پیړیو تجربه لري خو زمونږ ټیم په ډیرو لږو امکاناتو سره دې کچې ته ورسید. د لوی خدای په برکت، دملت دوعاوو او زمونږ د ملي ټیم د زیار له امله به په راتلونکو لوبو کې خپلو سیالو ته ماتې ورکوو نه یوازي د کرکټ په ډکر کې بلکې به سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې هم. په دې هیله چې یوه ورځ به خپلې بریاوې په هر ډکر کې ولمانځو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *