تاند: بنګله دېشي پولیسو د یوې مدرسې ۳۳ کلن مدیر پر دوه نجونو د عملا جنسي تېري او پر ۶ نورو نجونو شاګردانو د جنسي تېري د هڅې په تور نیولی دی.
دا په یوه اوونۍ کې د جنسي تېري په تړاو د مدرسو د استادانو نیولو دویمه پېښه ده چې د بشري بنسټونو اندېښنې یې زیاتې کړي دی.
د ځايي پولیسو قومندان راشدالزمان ویلي، ابوخیر بلالي کېندوا سیمه کې د نجونو د یوې مدرسې مدیر و، چې دوه ورځې وړاندې پرې د سیمې خلکو شکایت کړی او دوی مدرسه کې لاس په لاس نیولی دی.
راشد الزمان وایي، دوی ته له دغه ملا څخه د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ پلار شکایت کړی و.
د کېندوا مدرسې د ۱۵ نجونو لپاره لیلیه لرله او دغه ملا به د مدرسې نجونې ځورولې.
راشد الزمان وايي، د مدرسې مدیر بلالي ورته منلې ده چې بر یوې ۸ کلنې او بلې ۱۱ کلنې نجلۍ یې جنسي تېری کړی او شپږ نورو نجونو پسې یې هڅه کړې ده او هغوی یې ځورولې دي.
د بنګله دېش پلازمېنې ته په ۱۲۰ کېلو متره واټن کې پروت کلي کېندوا کې د پېښې نه وروسته زرګونه خلکو مظاهرې هم کړې دي او دغه مدیر ته یې د سختې سزا غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پولیسو له دې یوه اوونۍ وړاندې فتح الله سیمه کې د ناراین ګنج مدرسې مدیر او یو ښوونکی پر شلو نجونو د جنسي تېري په تور نیولی و.
تېره اپریل میاشت کې د بنګله دېش د مدرسو په تړاو خپاره شوي راپور کې ویل شوي وو چې ۴۳۳ نجونې د جنسي تېري ښکار شوي چې عمرونه یې له ۷ څخه تر ۱۲ کلونو پورې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *