تاند- د بنګله دېش چارواکي په دې غور کوي چې له خپل اساسي قانون څخه د هیواد د رسمي او ملي دین په توګه د اسلام نوم وباسي.
د بنګله دېش د واکمن عوامي لیګ ګوند یوه مخکښ مشر ډاکتر عبدالرزاق په پلازمېنه ډاکه کې یوې غونډې ته د وینا په مهال وړاندیز وکړ چې دین دې له اساسي قانون څخه وایستل شي.
ډاکتر رزاق په دې اړه په خپل راپور کې وویل«بنګله دېش د بېلابېلو عقایدو د خاوندانو هیواد دی. دلته د ټولو دینونو پیروان اوسي نو باید اسلام د بنګله دېش د رسمي دین په توګه په اساسي قانون کې درج نه وي.»
ده همداراز وویل«ما دا خبره دباندې هم کړې او اوس یې دلته تکراروم چې کله یې وخت راغی اسلام به د بنګله دېش له اساسي قانونه د رسمي دین په توګه وایستل شي.»
ده دا هم وویل چې په بنګله دېش کې د مذهبي یا دیني اقلیت په نوم کوم شی نشته.
مشر ډاکتر عبدالرزاق وویل چې اسلام د بنګله دېش په اساسي قانون کې د ستراتیژیکو دلایلو په خاطر ذکر شوی و. ده په دې اړه نوره توضیح ورنه کړه.
بنګله دېش۱۵۰ ملیونه نفوس لري چې له هند، پاکستان او اندونیزیا وروسته د نفوس له نظره په نړۍ کې د مسلمانانو درېم ستر هیواد دی.
افراطیت سا سختدریځۍ په درسته نړۍ کې اسلام او د دغه ستر دین نوم ته زیان اړولی دی.
د بنګله دېش له پرېکړې داسي ښکاري چې د سختدریځو منفي اقداماتو نه یوازې پر غیرمسلمان ټولنو بلکې پر مسلمان ټولنو هم اغېز کړی دی.