بنګله دېش پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړه

تاند- بنګالي لوبغاړو نن /چهارشنبه/ پاکستان ته په درېمه یو ورځینۍ مسابقه کې یوه بله تاریخي ماتې ورکړه.

بیټنګ پاکستان پیل کړ، په ۴۹ اور کې یې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۵۰ منډې وکړې خو بنګالي لوبغاړو په ډېره اسانۍ په څلوېښتم اور کې یوازې د ۲ لوبغاړو د سوځّېدو په بدل کې هدف پوره کړ.

د بنګله دېش لپاره سومیا په ۱۱۰ توپونو ۱۲۷ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد. ده ۱۳ څلوریزې او ۶ شپږیزې ووهلې.

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د پاکستان کرکټ لوبډلې په بنګله دیش کې خپله دوهمه یوه ورځنۍ لوبه  په داسې حال کې وبایلله چې لا ۷۰   توپه پاتې و او  یوازې درې لوبغاړي یې سوځیدلي وو. پاکستان ۲۳۹ منډې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو کړې وې.

تر دې مخکې لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه هم بنګله دیش ګټلې وه، چې په دې ډول له مهالویش سره سم د دریو یو ورځنیو لوبو په ډله کې بنګله دیش وړونکی اعلان شو.

د پاکستان لپاره له بنګله دېش څخه، چې د کرکټ د نړیوالې شورا نسبتاُ کمزوری ټیم دی، پر له پسې ماتې له دې نظره هم د پام وړ دي چې پاکستان پر سپورت په تېره بیا کرکټ خورا زیاته پانګونه کړې او کرکټ د خپلو بېلابېلو قومونو د یووالي عامل ګڼي.

له دې ماتې سره داسې ښکارې چې د پاکستان په کرکټ بورډ او لوبډلې کې ښایي ژور بدلونونه راشي، ځکه چې دوی دا هیله نه لرله چې د نړۍ له یوه نسبتا کمزوري ټیم څخه به داسې سخته ماتې خوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *