تاند- په بنګله دېش کې د مون سوني بارانونو له کبله د روهنګیا مسلمانانو په کمپ کې د ځمکښویدنې له کبله یو کس مړ شوی او ۴۵۰۰ کسان بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ په دې اړه فرانس پریس ته ویلي، د بنګله دیش په کاکس کمپ کې له برما څخه راکډه شوي ۹ لکه روهنګیايي مسلمانان دېره دي، خو دغلته له څو ورځو راهیسې ان تر ۳۵ سانتي مترو پورې باران شوی چې ورسره  پرون ځمکه هم ښویدلې ده.

دغه کمپ، چې د غرونو په منځ کې ودان دی، خلکو ورته د خپلو جونګړو لپاره ونې وهلې دي او له همدې کبله دلته تر اوسه ۲۶ ځایه ځمکه ښویدلې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو استازي عریض رحمان ویلي، د ورښت له کبله ځمکښویدنه کې ۳۰ د کډوالو جونګړې ویجاړې شوې دي، چې له کبله یې یوه پنځوس کلنه مېرمن هم مړه شوې ده.

دغه راز یو بل روهنګیا کډوال نور محمد ویلي، په کټوپالونګ کمپ کې د مځکې د ښوییدو له کبله ۱۲ کورنیو د دوی جونګړو ته پناه راوړې ده.

د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي، دا مهال د ورښتونو له کبله د بنګله دیش او برما تر منځ لانجمنه سیمه کې ۵۰ زره کورنۍ باد و باران زیانمنې کړې دي.

د کمپ مشر دل محمد فرانس پریس ته ویلي، ماشومان په نس ناستي اخته شوي او کډوالو سره د څښاک اوبه هم نه شته: (( اوبه مو تر زنګنو راختلې دي، ځکه چې دلته نږدې د برما حکومت د اوبو یو بند هم جوړ کړی دی او موږ یې په ستونزه کې اچولي یوو.))

بلخواد بنګله د کډوالو کمېشنر محمد عبدالکلام ویلي، د کډوالو د ژغورنې او هغوی ته د مرستې رسولو بیړنۍ هلې ځلې یې پيل کړې دي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم دغلته د ځمکې ښویدنې له کبله ۳۰ زره کورنۍ زیانمنې شوې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *