بنګړیواله توړۍ بیا پر کلي راغله

بنګړیواله شرنګ پرولو،

د ښایسته رنګونو څانګه

بنګړیواله زموږ دکلي

دزلمیو د « طالعو » دنازکې غوټې وږم

بنګړیواله زموږ دکلي

دپیغلو ټو داختر دشیبو زیری.

* * *

بنګړیواله توړۍ راغله

ړنګه بنګه سانیولې

په پستو پستو زګیروویې

دهر کاڼي تپوس وکړ

خوزموږ دکلي لارو

دپردیسې بنګړیوالې

تش دخولې سلام وانه خیست

وې یې : هو ! رښتیا زړه شوم

دغو سترګو رب وهلو

خدایزده چیرته

بیا پر کومو نابلدو کوڅو سرکړم؟

* *   *

بنګړیواله توړۍ تم شه

حک حیرانه پښیمانه

بنګړیوالې په لستوڼي

دبڼو دوړې جارو کړې

هردیوال یې ددې کلي

له خواږه نظره تیرکړ

وې یې: نه ، کلی همدادی

داکوڅې هغه کوڅې دي

خو حیرانه یم چې څنګه

نن مې پل پکې پردی شو؟

* *   *

بنګړیواله ړنګیدله، بوګنیدله

چې له لرې زموږ دکلي

پخوانۍ ښار وښکاره شوه

یو اشنا سلام یې وکړ

اودانه یې دانګورو

دبوډۍ په خوله کې وکړه

وې یې : ځه نو بنګړیوالې

ځه ورځه پر مخ دې ښه شه

اوس نو هغه کلې نه دی

اوس هغه بیبیانې نشته

اودښکلو مړوندونه

ډیر کلونه شول چې پرې دي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۶) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۳\ ۱۳۹۴old woman

One thought on “بنګړیواله/ ارواښاد اسحاق ننګيال”
  1. د شعر د اوریدو یا له لوستلوځخه خوند اخیسته او یا لذت وړل ممکن سلیقوی بحث وی لدی سره سره غواړم دا ووایم چه په پښتوشاعرانو کښی داستاد ګل پاجا الفت وروسته مرحوم ننګیال ماته دوهم مقام لری . ږ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *