که څه هم افغانستان د یوه ډول اقلیم لرونکی نه دی، خو په ټوله کې وچ یا نیم وچ اقلیم لري.  افغانستان د شاوخوا ۷۵ میلیارد متر مکعب اوبو ظرفیت لري، چې دوه په درېیمه برخه (۵۵ میلیارد متر مکعب)  یې بهانده اوبه دي او پاتې یې تر ځمکې لاندې اوبه دي. له دغه اوبو څخه اوس مهال افغانستان یوازې له ۲۵ تر ۳۰ سلنه څخه د ګټه پورته کولو توان لري. که د اوبو لګونې ټولې شبکې ورغول شي او په بشپړه توګه ترې ګټه هم پورته شي، بیا هم افغانستان یوازې د شاوخوا ۵۳ سلنه اوبو څخه ګټه پورته کولو توان لري. د افغانستان ۱۲ سلنه ځمکه خړوبېدلی شي او شاوخوا ۸۰ سلنه نفوس پر کرنیز اقتصاد متکي دي.

لومړۍ برخه

موجوده ستونزې:

د اوبو لګونې سیستم ویجاړېدل: په افغانستان کې د اوبو لګونې شبکه تر جګړو وړاندې هم پراخه نه وه، خو بیا هم افغانستان کولای شو چې د سنتي- عصري اوبو رسونې شبکو له لارې تر یوه بریده د کرنې او څښاک لپاره اوبه چمتو کړي. د جګړو له امله سنتي-عصري شبکې (کاریزونه، چینې، کانالونه، بندونه او داسې نور) ویجاړې شوې، تر دې چې د هېواد په ځینې سیمو لکه نیمروز کې وګړي باید د څښاک اوبه له افغانستان نه ایران ته تللې اوبه بیرته په بیه وپیري.

د اقلیم بدلون- وچکالي: اقلیمي بدلون هغه ښکارنده ده چې د افغانستان په ګډون د نړۍ زیاتره هېوادونه ورسره لاس او ګرېوان دي. د نورو فکتورونو تر څنګ د اقلیم بدلون له کبله د افغانستان زیاتره ښاري سیمو د ځمکې لاندې اوبو کچه ورځ تر بلې ښکته ځي.  اقلیمي بدلون نه یوازې د واورې او ورښتونو کمېدلو یا په بله وینا د وچکالۍ لامل شوی بلکې د افغانستان د یخچالونو د ویلې کېدو لامل هم ګرځېدلی چې د کارپوهانو په وینا په تیرو ۳۰ کلونو کې د افغانستان یخچالونه ۵۰ سلنه کم شوي دي. د یخچالونو دغه ډول ویلې کېدل، د افغانستان لپاره د خطرزنګ دی.

د اوبو د کمښت سیمه ایز بحران: د افغانستان په لویدیځ کې ګاونډی ایران له تیرو ۷ کلونو راهیسې له وچکالۍ ځوریږي. همداراز ایران په تیرو پنځوسو کلونو کې خپل ۷۰ سلنه تر ځمکې لاندې اوبه کارولي چې د زیرمه کېدلو لپاره یې شاوخوا یو میلیون کاله په کار وو. د افغانستان ختیځ او سوېل ته پروت پاکستان هم د اوبو کمښت سره مخ دی. د پاکستاني چارواکو په وینا که ددغه هېواد چارواکي د اوبو ستونزو د هوارۍ لپاره کوټلي ګامونه پورته نه کړي نو ښايي تر ۲۰۲۵ پورې به پاکستان وچ شي. د افغانستان شمال ته پراته ګاونډي نسبتاً په بهتره وضعیت کې دي خو بیا هم په افغانستان کې د اوبو له مدیریت څخه په اندېښنه کې دي. د اوبو کمښت اړوند بحران په برخه کې ایران او پاکستان ځکه زیاتې اندېښنې لري چې دغه هېوادونه له یوې خوا د زیات نفوس لرونکي دي او له بلې خوا په دغه هېوادونو کې د اوبو کمښت تر ډيره د طبیعي ناورین (وچکالۍ) زېږنده ده چې ددغه هېوادونو ملي امنیت ګواښي، حال دا چې په شمالي ګاونډیانو کې د اوبو کمښت د وچکالیو سربیره د نامناسب مدیریت له امله هم زیات شوی. ترکمنستان که څه هم د اوبو کمښت سره مخ دی او تر ۲۰۲۰ پورې دغه کمښت به لا شدید شي، خو ویل کیږي چې دغه ستونزه د انساني کړنو پایله ده.

د نفوس زیاتېدل او ژوندانه معیار لوړېدل: د چین پرته، د افغانستان ټول ګاونډیان پر هغه اوبو متکي دي چې سرچینه يې له افغانستانه پیلیږي. د افغانستان په ګډون، د سیمې نفوس چټک زیاتیږي. اوس مهال د افغانستان نفوس شاوخوا ۳۰ میلیون اټکل کیږي، خو د زیږون اوسني نرخ ته په پام سره اټکل کیږي چې د افغانستان نفوس تر ۲۰۲۵ پورې ۴۷ میلیون او تر ۲۰۵۰ پورې ۷۶ میلیون شي. د نفوس زیاتېدل له یوې خوا، او د خلکو ژوندانه معیار لوړېدل له بلې خوا، د اوبو پر سرچینو فشار زیاتوي. سربیره پردې د اوبو کارولو په برخه کې د خلکو ټيټ پوهاوې لکه د اوبو نلونو پرانیستی پرېښودل د اوبو د ضایع کېدو لامل ګرځي.

د تریاک کښت زیاتېدل: په هغه هېوادونو کې چې د وچکالۍ سره مخ دي د مناسب نباتاتو کرل مهم دي. د وریجې او جوار په څېر نباتات خړوب زیاتې اوبه لګوي، خو کوکنار د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم دی. له همدې کبله په افغانستان کې د کوکنارو کښت زیاتېدو دوه عمده لاملونه کېدای شي. لومړی: د تریاکو لوړه بیه چې ګټه يې په جګړه کې ښکېل بيلابیل خواو ته رسیږي. که څه هم ځینې څیړنې ښيي چې دا برداشت چې تریاک له ټولو نباتاتو څخه لوړه بیه لري سم نه دی. په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان دولت هڅه کوي چې زعفران، انار او انګور په څېر کرنیز پیداوار تریاکو ځای ونیسي. دویېم: له یوې خوا د اوبو لګونې شبکه تر ډیره کچه ویجاړه شوې او له بلې خوا افغانستان پرله پسې وچکالي ځپي، چې پایله يې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې کرنیزو ځمکو ته کافي اندازه اوبو نه رسېدل دي. وچکالي یو له هغه لاملونو څخه دی چې د هېواد په سوېل کې د کوکنارو د کښت زیاتېدو لامل شوی دی. په افغانستان کې د نورو مروجو کرنیزو غلجاتو په پرتله کوکنار لږو اوبو ته اړتیا لري.

علمي څېړنو کمښت/ نشتوالی: د افغانستان په اړه، که هغه فرهنګ وي او که تاریخ، که اوبه وي که خاوره، د خوراکي موادو تنوع وي او که بایو ډایورسټي، ډیر لږه څېړنه پرې شوې. زموږ ګاونډي هېوادونو په ځانګړې توګه ایران د اوبو په تړاو ډیر زیات کار کړی. له بده مرغه د افغانستان ځیني ملي ادارې چې باید د اوبو په برخه کې کار وکړي، لا تر اوسه د اوبو په برخه کې نه لومړني لابراتوارونه لري او نه هم تخنیکي ظرفیت. سربیره پر دې ایران، افغانستان سره د اوبو په برخه کې د ستونزو د هوارولو لپاره واردمخه د نړېوالو ذهنیت ځان ته راړوي. په دې وروستیو کې د متحدو ایالتونو په واشنګټن ډي سي کې مېشت اټلانټيک کونسل د “هامون او په ایران کې د اوبو کمښت” عنوان لاندې بحث ترسره کړ. که څه هم په دغه بحث کې شیرجان احمدزي، په نبراسکا پوهنتون کې د افغانستان څيړنې مرکز مشر، د افغانستان له دریځه ننګه وکړه، خو په ټوله کې لا تر اوسه افغانستان نه دی توانېدلی د ګاونډيانو سره د خپلو ستونزو په اړه په نړېوال ډګر کې د افغانستان موقف شریک کړي او له هغې دفاع وکړي.

2 thoughts on “بهانده اوبه، د افغانستان ځواک که ستونزه|| جاوید صبوری”
  1. سلامونه؛
    له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو تر مینځ (د طالبانو دوره) مونږ پیښور کښې اوسیدلو؛ ډیره سخته وچکالي راغله او د اوبو کمی وو. حتی کورونو ته به ېې په ټانکرونو کې د سیند ! اوبه راوړلې او اوژدهء کتارونه به ورته ولاړ وو.
    په همهاغه وخت کې پوکستین ایټمي ډهماکه په (چاغي) نومي ځای کې چې فکر کوم د بلوچستان او افغانستان تر مینځ سیمه وه کړې وه اووچکالي دافغانستان هم،؛ چې د مرحوم ملا عمر آخوند تاریخی خبره هم پاتې ده پدې هکله ” دې کې به د خدای تعالا رضا وي ، او نیتونه مو سم کړئ!”.
    ..افلا ټتفکرون..!

  2. په همهاغه وخت کې پوکستین ایټمي ډهماکه په (چاغي) نومي ځای کې چې فکر کوم د بلوچستان او افغانستان تر مینځ سیمه وه کړې وه اووچکالي دافغانستان هم،؛ چې د مرحوم ملا عمر آخوند تاریخی خبره هم پاتې ده پدې هکله ” دې کې به د خدای تعالا رضا وي ، او نیتونه مو سم کړئ!”.
    ..افلا ټتفکرون..!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *