د چاپیریالي علومو ماسټر

که څه هم افغانستان د یوه ډول اقلیم لرونکی نه دی، خو په ټوله کې وچ یا نیم وچ اقلیم لري.  افغانستان د شاوخوا ۷۵ میلیارد متر مکعب اوبو ظرفیت لري، چې دوه په درېیمه برخه (۵۵ میلیارد متر مکعب)  یې بهانده اوبه دي او پاتې یې تر ځمکې لاندې اوبه دي. له دغه اوبو څخه اوس مهال افغانستان یوازې له ۲۵ تر ۳۰ سلنه څخه د ګټه پورته کولو توان لري. که د اوبو لګونې ټولې شبکې ورغول شي او په بشپړه توګه ترې ګټه هم پورته شي، بیا هم افغانستان یوازې د شاوخوا ۵۳ سلنه اوبو څخه ګټه پورته کولو توان لري. 

دویمه برخه:

راتلونکې احتمالي ستونزې:

د کارپوهانو په اند، د افغانستان ستونزه تر ډیره د اوبو مقدار کمښت نه بلکې د هغه مکاني او زماني وېش او د پسرلني ورښت اوبو مدیریت دی. له همدې کبله د زیاتېدونکي نفوس او د ورښت نامنظمه مکاني او زماني ویش او کرنیزو کړنو ضایعاتو مهارولو لپاره افغانستان باید خپلې زیربنا ته وده ورکړي.

د افغانستان ولسمشر، ښاغلي اشرف غني په کراتو ټینګار کړی چې د افغانستان د اوبو مهارول د هغه د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی او دا چې د اوبو مهارول د افغانستان حق دی. سږ کال د هېواد لویدیځ کې د سلما بند چې د “افغان-هند دوستې بند” نوم ورکړل شوی پرانیستل شو. دغه بند ۶۳۳ میلیون متر مکعب اوبه زیرمه کولو سربیره ۴۲ میګاواټه برېښنا توليدولو ظرفیت هم لري. همداراز د افغانستان حکومت په فراه ولایت کې د بخش آباد بند او په هلمند ولایت کې د کجکي بند پراختیا تړونونه هم لاسلیک کړي. هر یو ددغه بندونو له یوه میلیارد متر مکعب څخه زیات اوبه زیرمه کولو او په لسګونه زره جریبه ځمکه خړوبولو ظرفیت لري.

د اوبو ضایع کېدل: د هر ذخیروي بند په ځانګړې توګه لوی بنودونه او همدا رنګه د اوبو لېږدونکو کانالونو جوړولو د وضعیت بهتره کېدلو په مانا نه ده. د لوی بندونو جوړولو کې اکثراً د پاېداره چاپېریال او انساني روغتیا خوندي ساتلو لپاره اړین معیارونه په پام کې نه نیول کېږي، چې له امله یې د بندونو ودانولو او فعالیت په ترڅ کې یو لړ جدي چاپېریالي ستونزې لکه د اوبو مسیر بدلېدل، د کبانو مهاجرت مخه ډب کېدل او داسې نور رامنځته کېدای شي.

 د افغانستان ګاونډېو هېوادونو ایران او ترکمنستان کې د اوبو ضایع کېدلو یو لامل د بندونو کثرت او په نامناسبه توګه بل ځای ته د اوبو لیږد دی. د بیلګې په توګه په ترکمنستان کې د یوه کانال په مټ له آمو دریا څخه اوبه بلې سیمې ته لېدول کیږي خو د نامناسبه جوړښت له کبله، کابو ۳۰ سلنه اوبو د لارې په اوږدو کې ضایعه کیږي. یو له هغه لاملونو څخه چې په بندونو کې د اوبو ضایع کېدلو لامل کېدای شي، هغه د اوبو تبخیر زیاتېدل دي.

د اوب کیفیت ټيټېدل/ بې کېفیته کېدل: د څښاک یا کرنې لپاره د اوبو کیفیت ډیر مهم فکتور دی. له بده مرغه اوس مهال د افغانستان دولت د اوبو کیفیت خونديتوب ته زیاته پاملرونه نه کوي. همداراز عام وګړي د اوبو کیفیت اړوند ډیر کم مالومات لري او تر ډیره د اوبو کیفیت معیار شفافیت او خوند په پام کې نیول کیږي. د اوبو په کیفیت کې داسې عناصر شامل دي چې نه په بربنډه سترګو لیدل کېدای شي او نه هم خوند لري.

ښاري پراختیا یو له هغه فکتورنو څخه دی چې نه یوازې د اوبو په کچه اغیزه لري بلکې د اوبو پر کیفیت هم اغیزه کوي. کابل یو له هغه ښارونو څخه دی چې د نړۍ په کچه چټکه پراختیا کوي. خو دغه پراختیا تر ډیره پلان شوی او پاېداره پراختیا نه ده. تیر کال کابل ښار کې د افغانستان مخکني ولسمشر ښاغلي کرزي لخوا په داسې سیمه کې د یوه ۲۴ پوړیزه ودانۍ چارۍ ودرول شوی چې د چارواکو په وینا دغه سیمه د کابل ښار ځمکې لاندې اوبو تر ټولو شتمنه سیمه ده. ددغه ۲۴ پوړیزه ودانۍ چارۍ که څه هم پس له څلورو میاشتو ودرول شوې، خو هره ورځ به ترې ۴۸۰۰۰ متر مکعب اوبو (د ۱۰ میلیون افغانیو په ارزښت) د واټر پمپونو په مټ استخراج کېدلې تر څو ودانیزې چارۍ پر مخ یوړل شي. ایکوېفر ته دغه ډول صدمه رسېدل نه یوازې د اوبو پر کچه اغیزه کوي بلکې د اوبو کیفیت هم ټيټ کوي.

له هغه ځایه چې اوس مهال په افغانستان کې زیاتره ښاري پراختیا او صنعتي وده په غیر معیاري او ناپاېداره ډول په چټکۍ پرمخ روانه ده، لښتو او د اوبو زیرمو ته د ښاري، صنعتي او سوداګريزه فاضلاب بهېدل او د خطرناکه او زهري ضایعاتو نامناسبه انبارول او ښخول کولای شي د اوبو کیفیت په شدیده توګه اغیزمن کړي ان تر دې چې نور د څښاک لپاره د کارولو وړ نه وي. د ښاري او صنعتي فاضلاب تصفیه خانو کمښت یا نشتون کولای شي په راتلونکي کې په جدي توګه د افغانستان بهانده او ځمکې لاندې اوبو کیفیت ویجاړ کړي.

ناپاېداره کرنيزې کړنې هم کولای شي د اوبو کیفیت ټیټ یا له منځه یوسي. که څه هم اوس مهال په افغانستان کې کیمیاوي سره زیاته کارونه نه لري، خو د کیمیاوي سرې کارونې بازار ورځ تر بلې زیاتيږي، پرته له دې چې د کیمیاوي سرې راتلونکی ناوړه اغیزو په اړه کره څېړنې وشي. په افغانستان کې د کیمیاوي سرې کارونه په داسې حال کې زیاتیږي چې نور هېوادونه هڅه کوي بیرته ارګانیک (عضوي) کرنېزو کړنو ته ستانه شي. اوس مهال افغانستان یو له هغه معدوده هېوادونو څخه دی چې د ارګانیک کرنې پوهاوی او ترسره کول لا نه دي دود شوي. د کیمیاوي سرو مخ په زیاتېدونکی کارونه، کولای شي په راتلونکي کې افغانستان د “پاکو” اوبو کمښت ناورین سره مخ کړي.

چاپیریالي ستونزې: د افغانستان په څېر هېوادونه چې له یوې خوا د خپل زیاتېدونکي نفوس او اقتصاد ملاتړ لپاره د اوبو مهارولو ته اړتیا لري، او له بلې خوا د اوبو مهارولو په برخه کې کافي تخنیکي ظرفیت نه لري، د اوبو زیرمه کوونکو بندونو او برېښنا تولیدونکو بندونو جوړولو یا فعالیت په ترڅ کې د چاپېریالي ستونزو رامنځته کېدو لامل شي. د نړې خوږو اوبو یو پر درېیمه برخه کبان د اوبو بندونو جوړولو له امله د له منځه تللو ګواښ سره مخ دي.

پرته د پاېداره ودې په پام کې نیولو، د بندونو او زیرمو بې باکه جوړول، کولای شي د شګو توفانونو لامل شي. د افغانستان لوېدیځ ګاونډی هېواد ایران، د هلمند هامون طبیعي ډنډونو تر څنګ د چاه نیمه په نوم د اوبو ۴ زیرمې جوړې کړي. دغه زیرمې یو له هغه لاملونو څخه دي چې په هلمند هامون ډنډونو کې د اوبو کچه تر ډیره ټیټه یا دغه ډنډونه په بشپړه توګه وچ شي. د اوبو سطحې کمېدل، نرمه شګه او خاوره د سیمې تیزو بادونو ته پرانیستې پرېږدي. دغه بادونه شګه او خاوره ځان سره پورته کوي او د شګو توفانونو لامل ګرځي. که څه هم معمولاً دغه بادونه ۳-۲ سانتي متر خاوره ویجاړوي، خو د شدت په صورت کې تر ۱۲ سانتي متر پورې خاوره هم تخریبولی شي. همداراز دغه توفانونو مالي او ځاني زیانونه هم اړولی شي.

ځینې ګزارشونه په افغانستان کې د شګو توفانونو یو بل اړخ هم روښانه کوي چې که واقعیت ولري، نو د اندېنښنې وړ خبره ده. دغه ګزارشونونه لیکي چې د افغانستان شګه زهري خاصیت لري، په دې معنا چې د دراندو فلزاتو یعنې اوسپنه، کرومیم، المونیم او داسې نورو کچه په کې لوړه ده. د نړېوال روغتیا سازمان معیارونو پر بنسټ درانده فلزات کولای شي د انسانو روغتیا او ژوند ګواښ سره مخ کړي.

د دې لیکنې لومړۍ برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *