دا چې روژه نيول د اسلام مبارک دین له نظره په هر مسلمان (نارینه او ښځینه) فرض ده؛ نو په نیونه یې هر بالغ او عاقل مکلف ګڼل کیږي. د اسلامي روایتونو له نظره روژه د جسمي ګټو په ګډون انسان ته ځان توان بښونکي، د نفس تزکیه او پاکوونکي او د ټولنې د سلامتۍ زمینه جوړونکې بللې ده، په همدې اړه حضرت محمد (ص) فرمایلي دي: صموا تصحوا (روژه ونیسئ! څو سالم پاتې شئ).
الله (ج) په مسلمانانو د روژې د فرضیت په اړه په خپل کتاب قران عظیم الشان کې فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ( 183 ) البقرة
ژباړه : ای مؤمنانو! روژه درباندي فرض کړي شوي ده، لکه چي روژه فرض کړی شوي وه په هغه خلکو هم چې له تاسو څخه وړاندي تير شوي، دا ددې لپاره چې تاسو ځانونه د ګناهونو څخه وساتئ اوپاک شئ.
همدا راز حضرت محمد (ص) فرمایلي دی: چې د قیامت په ورځ باندې به دغه د روژې میاشت په ډېر نېک سرعت باندې راوړی شي او د الله (ج) په حضور کې به سجده وکړي؛ بیا به الله (ج) ورته ووايي: چې ای (شهر رمضان) څه غواړې؟ روژه به ورته ووايي: ای الله هغه څوک غواړم چې زما حق یې اداء کړی، نو الله (ج) به ورته ووايي: چې ورشه او څوک چې ستا خوښ وي، جنت ته یې بوځه !
د روژې په نيولو ګڼ شمېر ګټې او په نه نیونه یې ګڼ شمېر زیانونه لیدلی شئ !
١: د روژې په راتللو سره د دوزخ دروازې بندیږي، او برعکس په هره شپه کې الله تعالى ځینې بنده ګان د اور څخه خلاصوي.
۲: لکه څرنګه چې مزدور ته د هغه حق (مزدوري) د کار په پای کې ورکول کېږي؛ دا غه راز روژه دار ته هم د وروستۍ لسیزې په اخري روژې نيولو سره ګناهونه بښل کیږي، او دا يوازې د ليلة القدر شپې پورې ځانګړې نه ده، ځکه د روژې په مياشت کې د ليلة القدر شپه شتون لري چې د زرو شپو څخه غوره ده.
رسول الله (ص) فرمايي: چې د انسان د هر نيک عمل په مقابل کې نيکي زياتيږي؛ د يوې نيکۍ په مقابل کې له لسو څخه تر ٧٠٠ ځلو پورې نيکۍ حسابیږي. او همدا راز کله چې انسان روژه وي نو بې ځايه، ناروا خبرې او شور دې نه کوي؛ که څوک ورسره جنګ کوي، نو ورته دې وايي چې زه روژه يم. ( مشکوة ١٧٣)
۳: د روژې اجر د نورو عملونو څخه زيات دى چې د ١٠ څخه تر ٧٠٠ پورې اجرونه ورکوي.
۵: روژه نيوونکي لپاره خوشحالي د روژه ماتي په وخت او د قيامت په ورځ کې د الله تعالى سره لېدنه ده.
۶: د روژ ه نيونکي د خولې خوشبويي د الله تعالى په وړاندې د مشکو د خوشبویۍ څخه ډېره خوښه ده.
۷: روژه د شيطان، د دوزخ اور او د ګناهونو لپاره ډال دى؛ چې په راتګ یې شیطانان او پیریان تړل کیږي خو د جنت دروازې پکې بیا پرانېستل کیږي.
په روژه نیونې سره تقوا لاسته راځي، چې دا يو ډېر ستر نعمت دی لکه په پورتنې ايت کې يې يادونه شوې ده.
(همدراز د روژې پنځه پنځوس ګټې په الفوائد في تزکية القلوب ج ١ مخ ١٦٤ څخه تر ٢٥٥ پورې ذکر شوي دي)
دروژې مياشتې لومړۍ لسیزه رحمت، دوهمه لسیزه یې د بښنې او وروستۍ لسیزه یې د اور څخه خلاصون بلل شوېده.
روژه د الله تعالى او بنده تر منځ يو راز دى چې دا راز پرته له الله څخه بل چا ته نه ښکاري او نور عبادت خو ښکاره وي.
رسول الله (ص) فرمايلي دي: هر هغه انسان چې د الله په لاره کې روژه ونيسي، نو د دوزخ اور به ترې د سلو کلنو په واټن لرې وي، او په بل حدیث شریف کې راځي چې د جنت اته (۸) دروازې دي؛ خو روژه نيونکى به جنت ته د (باب الريان) دروازې څخه ننوځي.
هغه شيان چې نه روژه ماتوي او نه ئې مکروه کوي په لاندې ډول دي
لومړی: مسواک وهل
دوهم: په غوږ کې اوبه اچول يا خپله پکې ننوتل
دریم: په سترګه کې دوا اچول يا سترګي تورول، که څه هم د هغه دوا اثرات په حلق کې محسوس شي
څلورم: د غاښو وينه پدې شرط، چې حلق ته ولاړه نشي
پینځم: احتلام يعني د شيطان خطاء ايستل په خوب کې (که دورځې لخوا هم وي)
شپږم: خود بخود قی راتلل (ګرځون کول).
اوم: په حلق کې بې اختياره دود يا مچ ننوتل
اتم: هر قسم پېچکارۍ لګول که د رګ وي يا غوښي، البته د طاقت پېچکارۍ لګول کراهيت لري
نهم: د ګرمۍ يا تندي د وجي غسل کول يا يو ټوکر لندول ځان پکښي پېچل
لسم: د سر وېښتان يا برېتونه په تيلو يا روغنو غوړول. (فتاوی رحمانیه ص ۴۱۲ ج ۲)
ډاکټرانو هم دا منلې ده چې د روژې نیونه د انسان د جسم لپاره ګڼ شمېر ګټې لري؛ او سپارښتنه یې کړېده چې که (ښه صحت غواړئ! نو روژه ونیسئ!). ډاکټر مایکل هم دا منلې ده چې د روژې د نيولو له کبله ذهني پريشاني له مېنځه ځي، په انسان کي جذبه راولي او انسان د بديو او ناوړه کارونو څخه ساتي.
همد راز ځيني خلک شته چې د سهارني یا پېشمني وروسته بیا ویده کیږي، چې بیا ترې د سهار لمونځ یا قضاء وي او یا هم په داسې وخت کې له خوبه رابېدار شي چې دقضاء وخت داخل شوی وي. دا چې له یوې خوا د پېشمني وروسته خوب کول د خولې خوند خرابوي؛ له بله پلوه مو د ذهني سکون د خرابتیا لامل هم ګرځي. ددې لپاره چې د سهار څخه تر ماښامه ښه ورځ ولرو، باید له پېشمني وړاندې لومړی اودس او بیا دوه او یا زیات له دې د تهجدو لمونځ وکړو، ورپسې پېشمنی او بیا ترڅو چې په جومات کې د جمعې لمانځه وخت برابریږي، تلاوت وکړو. که موږ د سهار د لمانځه و وروسته د لمر ختلو پورې ویښ پاتې شو، د ګڼ شمېر ګټو برخمن کیدلی شو. ځکه د سهار د لمانځه وروسته تر لمر ختو پورې په دې وخت کې ویده کیدل د حضرت عمر فاروق (رض) له نظره: د جنسي قوې د کمزورې کېدلو ترڅنګ، د معدې د انتظام خرابوالي، د بدن پړسوب، په خوله کې بدبويي او د غاښونو سست والی، د الله (ج) د قهر سبب، د رزق کم والی او په کورنۍ کې د بې اتفاقۍ سبب ګرځي.
دا چې د روژې مبارکه میاشت تازه داخل شوې ده، او موږ لا هم زیات وخت لرو، چې دغه مياشت يو غنيمت وګڼو او دغه چانس له لاسه ور نه کړو؛ ځکه همدا میاشت ده چې د ګناهونو د بښل کیدو لپاره پکې بشپړ چانس شته، خو دا په هغه وخت کې جې کله موږ یو د بل سره د خير په کارونو کي سيالي وکړو.
(الله ج دې موږ ټولو مسلماناتو ته د صحي روژې نیولو توفیق راکړي !)