تاند- د پسرلي له لومړیو ورځو داسي ښکاري چې د افغانستان د حکومت وسله والو مخالفانو حملې تېزې کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې په یوه غونډه کې ومنله چې ۱۱ ولایتونه له لوړ ګواښ سره مخامخ دي.

نورالحق علومي همداراز وویل، په نهو نورو ولایتونو کې د خطر اندازه په متوسط حد کې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني مخکې ویلي و چې افغان امنیتي ځواکونو په ژمي عملیات وکړل  چې یاغیان وځپي او په دوبي کې د هغو د حملو توان کمزوری کړي.

ښاغلي غني امریکا ته په سفر کې د بېلګې په توګه په هلمند کې د ذولفقار عملیاتو یادونه وکړه.

خو ایا وروستیو بمي او نورو بریدونو د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو موثریت له شک سره نه دی مخامخ کړی؟

د کورنیو چارو پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند اټکل کوي چې پسرلی او دوبی به خونړی وي.

«په پسرلي او دوبي کې به زیاتې خونړۍ جګړې وشي، ځکه چې ډېر شمېر تروریستان د وزیرستان او خیبر ایجنسۍ د عملیاتو په نتیجه کې افغانستان ته راغلي او یو شمېر یې اوس په بدخشان کې دي. له دې داسي ښکاري چې قوي لاسونه شته چې دا کسان چیرته ورسوي او په تېره بیا د افغانستان له جنوب څخه د اکمالاتي او لوژیستیکي او همداراز د تریننګ په برخه کې د حمایوي اډې په توګه کار واخیستل شي او جګړه د افغانستان شمال ته ولېږدول شي.

د پاکستان یوه استخباراتي مامور، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته وویل چې له قبایلي سیمو یو شمېر خطرناک تروریستان افغانستان ته اوښتي . خو ده په عین حال کې وویل چې پاکستان او افغانستان په ډراماتیک ډول په وروستیو کې د سختدریځو پر ضد د ګډې ستراتیژۍ د عملي کولو په هدف همکارۍ او تماسونه زیات کړي دي

د چارو ماهران وايي چې سږ کال د تېرو کلونو خلاف له افغان امنیتي ځواکونو سره بهرني پوځیان په پوځي عملیاتو کې ملګرتوب نه کوي او نه د پخوا په شان په لسګونو زره بهرني پوځیان په افغانستان کې مېشته دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت د افغان امنیتي ځواکونو پر قوت او ړتیا تاکید کوي او هیله لري چې د کارپوهانو اټکلونه به ناسم ثابت شي.

د افغانستان د دفاع وزارت د آوپراسیون رييس جنرال افضل امان، د یاغیانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پلان مسوول دی، وايي:

«د افغانستان په مختلفو سیمو کې موږ تدابیر نیولي، چمتووالی لرو، تل مو افغانانو ته ډاډ ورکړی چې د دښمن له دې ټولو غلیمانه حرکتونو سره سره د افغانستان ملي اردو هغه مکلفیت اړ مسوولیت ته په پام چې د خلکو د ساتنې لپاره یې لری، په خدمت کې ده. دښمنانو غوښتل چې د سږ کال په دوبي کې په افغانستان کې د روزنې او تروریستي فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي خو دوی دې هدف ته ونه رسېدل.»

تجربه کار پوځي جنرال امرالله امان هم تاییدوي چې د ذوالفقار عملیاتو په لړ کې په هلمند کې د دولت د وسله والو مخالفانو د روزنې او تنظیم مرکزونه ویجاړ شول.

ذوالفقار عملیاتو دوې میاشتې دوام وکړ.

خو په وروستیو نژدې لسو ورځو کې په خوست، غزني، لوګر، بدخشان، کابل، بلخ او ننګرهار کې په لسګونو کسان په تروریستي حملو کې ووژل شول.

دې پېښو یو وار بیا خلک اندېښمن کړل چې ممکن د هوا له تودېدو سره د وینو بهېدا نوره هم زیاته شي.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې یو نوی امنیتي پلان یې چمتو کړی چې د عملي کېدو په صورت کې به تر یوه حده د ناامنیو مخه ونیسي.

One thought on “بهرني جګړه مار ممکن د افغانستان پسرلی لا خونړی کړی”
  1. په بښنی سره باید ووایم چی ددی نیابتی جګړی شاته د افغان حکومت خپل لاس بولم پدی چی دومره امکانات چی زمونږ ملی اردو او ورته ارګانونه لری د مزدورو طالبانو سره نشته او تر ډیره څایه چی زه کره معلومات لرم د امریکی چورلکی طالبانو ته په تپه توره شپه کښی وصلی اچویی او په حکومت کی هم ورته افغانان شته چی له مخالف لوری سره مرسته کوی نو زما په اند د اجګړه به همداسی روانه وی تر څو امریکا خپل ټاکلی مرام ته څان ورسوی خو پدی جګړه کی په ډیری ولسی وګړی به خپل څانونه د لاسه ورکړی ، بس الله د خیر کړی په مونږ بی وزلو افغانانو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *