تاند- د افغانستان د پاسپورټ دفتر وايي چې له وروستیو خونړیو حملو وروسته د پاسپورټ د تقاضا کوونکو شمېر شپږ برابره زیات شوی دی.
د استرالیا د این بي سي انلاین د راپور له مخې، نن سبا د کابل په هر دفتر کې ممکن د ورځې په اوږدو د خلکو ګڼه ګوڼه ختمه شي خو د پاسپورټ دفتر استثنا دی.
د دغه دفتر مخته تر لمر ختو مخکې په زرګونو خلکو کتارونه جوړ کړي، ځیني خو حتي ټوله شپه په کتار کې درېږي.
د پاسپورټ د دفتر د مامورینو په وینا سږ کال د تېر کال د ورته مودې په پرتله د پاسپورت غوښتونکو شمېر شپږ برابره زیات شوی دی.
دوه دېرش برقي کلن حمیدالله چې د سهار (شپې) په څلور نیمې بجې د پاسپورټ د دفتر مخته په کتار کې درېدلی او په سلګونو تنه نور تر ده وړاندې راغلي او په کتار کې ولاړ دي، هیله لري چې د دفتر تر بندېدو مخکې به وار ورورسېږي.
دی وايي:«ممکن ما ته وار ورسېږي چې غوښتنلیک دفتر ته وسپارلی شم.»
حمیدالله وايي:«که څوک د سهار له ۵ بجو وروسته راشي، چانس نه لري چې غوښتنلیک دفتر ته وسپاري.»
د این بي سي خبریال وايي، که دا خلک پاسپورت هم واخلي هغه هیوادونه، چې دوی غواړي هلته لاړ شي، قانوني وېزه نه ورکوي.
اکثرو د این بي سي نیوز خبریال ته ویلي چې باید له ډېرو خطرناکو لارو او هیوادونو تېر شي څو ځانونه اروپا ته ورسوي.
د ملګروملتو له راپورونو سره سم، د ۲۰۱۵ م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له سوریه والو وروسته یونان ته، چې د اروپا دروازه ده، تر ټولوزیات افغانان تللي دي.
د ۲۰۱۵ له جنورۍ څخه د جون تر پایه ۱۶ زره افغانان یونان ته رسېدلي دي.
د این بي سي نیوز خبریال وايي، اکثرو دغو افغانانو، چې ده ورسره خبرې کړي، ویلي چې قاچاقبرو راوستلي دي.
حمید الله یو له هغو کسانو څخه دی چې د مهاجرت سختۍ او خطرونه یې په سترګو لیدلي دي. دی وايي، ۳ میاشتې پخوا په قانوني وېزې ایران ته لاړ، بیا ترکیې ته واوښت. په لاره یې دوه ملګري د ایراني ځواکونو له لوري وویشتل شول او ووژل شول.
دی وايي چې په ترکیه کې یې قاچاقبرانو ته ۵۰۰ یورو (۶۷۸ ډالر) ورکړل چې په یوه کوچنۍ بېړۍ کې یې یونان ته ورسوي.
د دې ټولو خطرونو له منلو وروسته حمیدالله بېرته افغانستان ته ولېږل شو او اوس یوځل بیا نه یوازې د خان لپاره بلکې د خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو لپاره پاسپورت اخلي. دی غواړي چې دا خل دا خطر له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره یوځای په غاړه واخلي.
کله چې له حمید الله څخه وپوښتل شول، چې ایا دا سفر په دومره خطر ارزي؟ ده وویل:«په افغانستان کې ژوند تر دې خطرناک دی چې یو نیم سرحدي ساتونکی درباندې ډزې وکړي.»
ده خپل نس وښود، زخمونه یې ښکاره کړل، ویې ویل چې دا د طالبانو د انتحاري حملې نښې دي.
يوه يادٙونه ـ ـ ځينې وخت ليکوال هغه څه چې ليکي دویم ځل پخپله نه لولي يا ورته وخت نلري چې نيمګړتیاوې ېې پوره کړي ،لکه د پورته پشان يو ښه مطلب کې داسې يوه جمله ( دوه دېرش برقي کلن حميداله چې د سهار ( شپې ) په څلور نيمې بجې ) ـ که ليکوال درست ليکلئ وي اود ټایپ کولو اشتباه وي نو د تصحیح څانګه باید پاملرنه وکړي تر څو د پاڼې درنښت همداسې اوچته پاتې او انتقاد پرې نه وی ، تاند ته د تلپاتې بريا په هیله