کابل ادبي بنډار

په کابل او ولایتونو کې ګڼ ادبي بهیرونه فعال دي. دغو غونډو ته په سلګونو او په زرګونو ځوانان ورځي او اکثره یې خپل شعرونه پکې وایي. دوی اکثره په وزن او ردیف او قافیه پوهېږي او یو نیم یې له بدیعي او بیاني صنعتونو هم خبر دی، خو یوازې ځینې یې د هنر له ښاپېرۍ سره تار لري.

له بلې خوا، په غونډو کې چا ته نه ویل کېږي چې شاعر نه یې او بلکې لاسونه هم ورته پړکېږي. دوی ته د سپېنې خبرې د نه کولو یو علت دا دی چې هیڅوک نه غواړي بل خوابدی کړي. مونږ پسې شا په یو بل پسې تومت تړلو ته هم تیار یو خو مخامخ بل ته هغه صفتونه وریادوو چې نه یې لري.

دوی ته د سپینې خبرې د نه کولو بل دلیل دا دی چې د ادبي غونډو مینه وال وېره لري چې د غونډو غړي یې کم نه شي. ما دا خبره څو ځله اورېدلې ده چې که بل چا ته وایو چې شعر دې شعر نه دی نو بیا به غونډې ته رانه شي او د یو چا نهیلي کول نه یوازې د ادبي محفل د برخه والو د شمېر د کمېدا سبب کېږي بلکې د نهیلي شوي کس په روحیه باندې هم منفي اثر اچوي.

په افغانستان کې د روانو ادبي بهیرونو پیل د هجرت په دوران کې په پیښور کې وشو. د ۱۳۷۱ کال د ثور له اتمې نېټې وروسته چې د هېواد حالات لا خراب شول، د تعلیم یافته ځوانانو نوې جوپې پېښور ته لاړې او څرنګه چې په وطن کې تعلیمي، فرهنګي او هنري فعالیتونه تقریبا په ټپه درېدلي وو او په پېښور کې د بهیر په څېر مرکزونه یا نه وو یا خورا کم وو، نو د بهیر په ادبي غونډو کې ګڼه ګوڼه بېخي زیاته شوه. په دغو غونډو کې چې به چا هسې قافیه برابره کړه، هم هرکلی یې کېده او دا هر کلی په ځای و، ځکه د وطن له کلتور او ادب سره د مهاجرو افغانانو د وصل کېدو ډېرې وړې هڅې هم دا امېد پیاوړی کاوه چې مونږ د یوه ملت په حیث لا ژوندي یو او د حوادثو توفان مو د کلتوري هویت ډیوه راوژلای نه شي.

خو په اوس وخت کې چې شاوخوا لس میلیونه زده کوونکي، په لسګونو پوهنتونونه، په لسګونو تلویزیونونه، په شلګونو راډیو ګانې او ګڼ اخبارونه لرو، د ډیوې د مازې بل ساتلو له پړاوه راوتي یو. اوس باید دا وېره راسره نه وي چې که یو څوک مازې په پښتو باندې دوې کرښې هم لیکي، غنیمت دی.

اوسني بهیرونه که خپلو غیر شاعر غړیو ته دا ونه ویلای شي چې د شاعري تومنه نه لرئ، نو څلور تاوانه به مو کړي وي: یو دا چې د بهیرونو په غونډو کې به د وخت لویه برخه هسې ضایع کېږي، ځکه د شعر په نوم د هغه څه اورېدل چې شعر نه وي، د وخت ضایع کېدل دي. بله دا چې د هغو کسانو دلچسپي به له بهیرونو سره کمه شي چې پیاوړی ادبي استعداد لري . دریم دا چې د شعر او نه شعر پولې به مو په لوی لاس ړنګې کړې او کیفیت ته به مو صدمه رسولې وي او بالاخره د بې ځایه چکچکو په نتیجه کې به مو هغه کسان شاعري ته هڅولي او له بل کاره ایستلي وي چې شاعري ته جوړ نه دي.

هغه کسان چې ادبي غونډې ته راځي، له ادب او فرهنګ سره مینه لري. په دې زمانه کې چې له تلویزیونه رانیولې تر انټرنیټه پورې د مختلفو تفریحي بوختیاوو اسانتیاوې شته، هغه څوک باید د ادب واقعي مینه وال وبولو چې ادبي بهیر ته تګ راتګ کوي.

د ژوند او فرهنګ له یوې ساحې سره واقعي مینه د پرمختګ تر ټولو لوی عامل دی. هغه کسان چې په ادبي غونډو کې ګډون کوي، له فرهنګ او ادب سره مینه لري او دوی په دې ساحه کې د پرمختګ وړتیا لري. البته، دا ضرور نه ده چې د ادب او فرهنګ هر مینه وال دې یوازې شعر ویلو ته جوړ وي. د شعر ویل، د سیاسي تبصرو لیکل، د فوکلور ټولول، د کره کتنې کول، په تمثیل کې استعداد لرل یا مثلا له فلسفې سره مینه ، دا ټول د فرهنګ مختلفې ساحې دي. بهیرونه که د خپلو غیر شاعر غړیو استعدادونه کشف کړي او د خپل استعداد په ساحو کې یې کار ته وهڅوي، د هېوادني فرهنګ په پیاوړتیا کې به یې موثریت یو په څو شي.

د دې لپاره چې د بهیرونو غیر شاعر غړي د خپل اصلي استعداد په ساحه کې کار ته چمتو شي، اول دا ضرور ده چې دوی په دې پوه شي چې شاعري ته جوړ نه دي. که څه هم په ادبي غونډو کې د کره کتنې غونډې کېږي او کمزوري شعرونه کله نا کله تر سختو نیوکو لاندې راځي خو تنقیدي غونډې له شعر ویلو څخه د غیر شاعر کسانو د زړه په صبرولو کې ځکه چندان کامیابې نه دي چې یو خو که د چا پنځه بیته سخت وغندل شي نو شپږم بیت یې که مازې هم ګوزاره وکړي، د تعادل د ساتلو او د ویناوال د زړه د نه ماتولو په خاطر ډېر ستایل کېږي چې په نتیجه کې یې ویناوال بیا هم ځان شاعر بولي. له بلې خوا ، څرنګه چې اکثره هغه کسان چې په بهیرونو کې شعرونه وایي او شعرونه نقد ته وړاندې کوي، شاعران نه دي نو که یې په شعرونو باندې توندې نیوکې هم وشي، ګومان کوي چې دا د بهیروالو یو عادت دی، که نن زما په شعر تونده نیوکه وشوه، تېره اونۍ د پلاني په شعر تر دې هم سخته نیوکه شوې وه. ځینې کسان بیا ګومان کوي چې نیوکه ورباندې د مخالفت او ډلبازیو په علت کېږي. دغسې کسان ممکن ملګري پیدا کړي او یو بل ته چکچکې وکړي.

په بهیرونو کې کله کله سیاسي تمایلات د دې سبب کېږي چې شعر د هنر په خاطر نه بلکې د سیاست په خاطر د ټولو یا ځینو کسانو له خوا ډېر وستایل شي. دغه شی هم غیر شاعر کسان دې نتیجې ته نه رسوي چې شاعران نه دي.

مونږ که په بهیرونو کې له یوې خوا صادقو، لایقو او خواخوږو ملګرو ته ضرورت لرو چې غیر شاعر ملګري په دې قانع کړي چې دا کسب دې نه کوي، له بلې خوا د فرهنګ د نویو او مختلفو ساحو معرفي کولو ته اړتیا لرو چې د فرهنګ غیر شاعر مینه وال متبادله لاره ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *