تاند- په کندهار کې د انګورو ښه حاصل ته په کتو سوداګر هیله لري چې سږ کال به ۴۰ زره ټنه انګور بهر ته صادر کړي او له دې درکه به هیواد ته په ملیونونو ډالر راوړي.
د تازه مېوو د سوداګرو د ټولنې رييس حاجي نانی اغا وايي، اوس پاکستان ته ۵۰ ټنه انګور د صادرېدو په حال کې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به ۱۵۰ ټنه نور صادر شي.
حاجي نانی اغا وايي، سږ کال طبیعي افتونه لږ ول او له همدې کبله تر تېر کال د انګورو حاصل زیات دی.
سوداګر هیله لري چې د ایران د چاه بهار بندر له پرانستل کېدو سره به لویو مارکیټونو ته د افغانستان د کرنیزو محصلاتو د رسېدو امکانات لا زیات شي.