د بودا د بوتانو د نړیدو غمیزه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه نه هیریدونکې پیښه ده، هر ځل چې بامیانو ته تللی یم، د بودا د نړیدلو مجسمو جوړښت او د ځای انتخاب حیران کړی یم. د بودا د مجسمو عاجزې، بې وسې، انسان دوستي او بلاخره د انسان د کرکې یو هیبتناک تصویر راته تر سترګو دریدلی دی. د بودا د مجسمې شاوخوا جوړې شوي څمڅې لا هم د انسانانو د اوسیدو ځای دی، هلته لا هم د بامیانو اوسیدونکې کورونه لري او د پخوا په خلاف، پرته د بودا له عبادته د خپل ژوند شپې ورځې سبا کوي. په تیره یوه لسیزه کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د یادښت وړ بدلونونه رامنځته شول، ځینې ولایتونو د خپلو اوسیدونکو په مټ پرمختګ وکړ، ځینو د نړیوالو مرستو له برکته، خو ځینې بیا پخپل ځای وروسته پاتې شول او یواځې اوسیدونکو یې پرمخ ولاړل. بامیان دورستیو ولایتونو په سر کې راځي. د بامیانو اوسیدونکو ( هزاره افغان وروڼو ) حیرانونکی پرمختګ وکړ، څوک د وزارت، ولایت او لوی ریاست څوکیوته ورسیدل، چا بیا لوړې زده کړي په امریکا او اروپا کې وکړي او څوک هم له دې ولایت څخه مخ په لویو ولایتونو ( کابل، مزار، هرات او غزني ) کډه شول. خو یواځې د بامیانو یو کس لا هم پخپل ځای پاتې شو، هغه معیوب او مظلوم بودا دی.

د بودا د مجسمې څخه په درې سوه مترې کې ښکلي هوټلونه او ریسټورانټونه جوړ شوي، چې د بامیانو د بوتانو او تاریخې ځایونو د لیدونکو دپاره په کې د ژوند ټولې اسانتیاوې برابري شوي دي. په دې هوټلونو کې تر ډیره بریده میلمانه د کال په اوږدو کې بهرنیان وي او کله، کله کوم افغان ملیمه هم پرې ورپیښ شي، د یوې شپې نرخ یې له ۵۵ ډالرو څخه نیولي تر ۲۵۰ ډالرو پورې رسیږي. بامیان نور څه نلري، د کچالو وړې وړې کروندې، دکروندو په څنډو کې د سپیدارو ونې او بیا د بامیانو له مرکز څخه په څه دپاسه یوسلو پنځوس کیلومترې کې د اوبو ښکلي بندونه. د بودا بوتانو ته مخامخ په یوه غونډې کې لا هم د نړۍ یو تاریخې ښار په خوب ویده دی، د غرٌ غورې ښار، ددې ښار په ټولو لارو او کوڅو کې لا هم ماینونه خښ دي، چې کیدای شې همدا لامل یې وي چې ددې ښار د ړنګو کورونو تر چتو لاندې پراته شته لا هم له چور تالان څخه ژغورل شوي پاتې وي. خو څوک پوهیږي چې هلته هر څه تالان شوي او بیا یې په لارو کې ماینونه ځای پر ځآی شوي وي؟

د بامیانو د اوسیدونکو څخه یو کس چې په دې وروستیو کې ناببره د ارګ د واکدار باور پر ځان پیدا کړ، هغه صادق مدبر دی. صادق مدبر د هزاره وروڼو په منځ کې بې ټوپکه جنګسالار دی، هغه ځانته خپل تنظیم جوړ کړی، ګڼ هزاره روڼ اندې یې پر ځان را ټول کړي، د راتلونکو ټاکنو دپاره یې د کریم خلیلي او محمد محقق خلاف خپل نوماند وړاندې کړی، چې بلاخره د همدې توان او قدرت له مخې د ولسمشر کرزي په واسطه د راغوښتل شوي مشورتې جرګې د تدویر او جوړیدو د کمیسون مشرۍ په غاړه واخیسته. صادق مدبر پوهیږي چې که امریکا له افغانستان څخه پښې سپکې کړي نو له ده سره به کریم خلیلي او محمد محقق په سخت زړه حساب کتاب وکړي. ولسمشر کرزی د خپلې ادارې د هر چارواکې په کمزوریو ښه پوهیږي او له هر داسې کمزوري چارواکې څخه یې د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې د ځان په ګټه په زړه پورې استفاده کړي ده. صادق مدبر دخپل مدبرانه فکر په مټ دا دی وشوای کولای چې د پنځوسو کمیټو د مشرانو په دندو کم ترکمه شپاړس خپل استازي ( هزاره په ځانګړي توګه د بامیانو اوسیدونکې ) د کمیټو د مشرانو په دنده وګماري. دهغو شپاړسو مشرانو بلاخره د امریکا ـ افغانستان د امنیتې تړون د تایید تر څنګ په بامیانو کې د امریکا د اډو غوښتنه ښه په کلکه او ځغرده وکړه ، چې دا کار به د مدبر دراتلونکو پلانونه د عملي کیدا سره ډیره مرسته وکړي.

د یونیسکو نړیوالې اداري او دارنګه د افغانستان د تاریخې اثارو څخه د ملاتړ بنسټونو په ورستیو کې ویلي چې د بودا یوه لویه مجسمه لا هم د بامیانو په غرو، رغو کې ویده پرته ده. په بامیانو کې د امریکا نظامې اډه کیدای شي بودا له خوبه را پاڅوي. د یونیسکو نړیوالې ادارې په دا وروستیو کې   په وار، وار د امریکایې او افغان چورلکو د پراوزونو څخه شکایت کړی، کوم چې د بودا د مجسمو په سر په ډیره ټیټه توګه پراوزونه کوي، ددې پراوزو په ترڅ کې په دا وروستې لسیزه کې د بودا د مجسمو معیبو بنسټونو ته لا ډیر زیان رسیدلی دی. کچیرته د امریکا نظامې اډه په بامیانو کې جوړیږي، بودا ته یې درې تاوانه رسیږي. یو دا چې ددوی ټیټ پروازونه به لا ادامه پیدا کوي چې د مجسمو اوسنې جوړښتونه به لا ورسره زیانمن شي، او دویم دا چې دا جګړه ماره اډه به د بودا د ارشاداتو او لارښوونو خلاف د بامیانو د ولایت په اوږدو کې جګړې ته لاره هواره کړي. دریم دا چې ، بلاخره، ویده بودا به هم له خوبه را پاڅوي او په دې توګه به د بودا ټول تاریخې اثار له بامیانو کډه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *