لومړۍ برخه
بودیزم (buddhism) په اصل کې د هندویزم له څانګو څخه یوه ده، چې د بودا له مړینې دوه پېړۍ وروسته د اشوکا (د وخت امپراتور) په مرسته یې وده او پراختیا ومونده او بیا یې ورو ورو له هندوستان نه بهر په ځانګړي ډول په جنوب ختیزه اسیا، چین او جاپان کې هم خپل پلویان زیات کړل.
د بودیزم په اړه اختلافات شته دي، یعنې ځيني یې یوه فلسفه یا مکتب ګڼي او ځیني یې بیا یو ځانګړی دین یا مذهب؛ په دې اړه جان بي ناس داسې وايي:
دا مسأله چې ايا د بودیزم (بودیزم) فلسفه رښتیانی هم دین او مذهب ګڼلی شو که نه، د پام وړ ده؛ البته د ژوندانه په نړۍ او پېچلو تګلارو کې د هغه ستر سړي د عقایدو له پلوه کیدی شي، هغه د یو دین په توګه وپېژنو؛ خو که د څېړنې له اړخه ورته ځیر شو، نو کیدی شي، دا غوره وي چې بودیزم یو (اخلاقي مکتب) وبولو، نه کوم فلسفي مکتب. دا ځکه چې بودا په هیڅ ډول میتا فزیک او فلسفي بحثونه نه دي کړي، بلکې هڅه یې کړې چې فلسفي مسایل هم په تمثیلي ډول څرګند کړي.
بودیزم یا بودیزم د خدای او روح په اړه بحث بې ګټې بولي او په دې اړوند د څو اخلاقي یادونو په وړاندې کولو سره دا بحث کافي او بشپړ بولي. بودا پر اعلی مبدأ او پر غیر مادي او ماورأ الطبیعي څیزونو او کارونو باندې عقیده نلري، یوازې مادې ته د داسې ازلي او ابدي موجود په سترګه ګوري، چې ګواکې پیدا کوونکی (خالق) نلري.
په بل تعبیر، له دین څخه د بودا ذهني مفهوم په بشپړ ډول اخلاقي مفهوم دی، هغه په هر څه کې سلوک او کړو وړو ته پام کوي او د خدای پېژندنې او د خدای د لمانځنې (عبادت) په هکله پوره بې اعتنا دی؛ له همدې امله کیدی شي، بودیزم په هندو دین (هندوییزم) کې یو رامنځته کړی شوی اصلاحي نهضت وګڼو، چې غوښتل یې د هندو دین په ځینو عقایدو او افراطي او ناسمو اعمالو کې بدلون راولي.
خو مخکې له دې چې بودیزم باندې بحث وکړو، ښه ده چې لمړی د دغه دین پر موسس باندې وغږیږو او دا مسأله ځانته روښانه کړو چې بودا و څوک او څه لامل وګرځېد، چې هغه دې د یو مذهب (بنسټ ایښوونکي) په نوم شهرت تر لاسه کړي؟
بودا
بودا (Buddha) د بېدار یا ویښ په معنا دی، چې اصلي نوم یې په سانسکرېټ ژبه کې ګایوتاما او پالي ژبه کې سیدارتاګوتاما دی.
بودا د بودیزم اصلاحي او سمووونکي مکتب بنسټ ایښوونکی دی او په همغه پیل کې په سیدارتا (Siddhartha یعنې بریالی) باندې ونومول شو؛ ځینې روایات یې بیا په بودا شاکیاموني هم یادوی، چې البته د خلکو او پلویانو لخوا یې ورته غوره شوی دی.
نوموړي د شمالي هندوستان په کاپیلاوستو (Kabilavastu) ښار کې نړۍ ته سترګې رڼې کړي او پلار یې د شاکیا قبیلې مشر (پاچا) و.
سیدارتا ګوتاما (بودا) د (طالس، انکسیمانډر، فیثاغورث او چیني فیلسوف- لایودزه) هممهالی یادیږي، چې په ۵۶۳م م (میلاد مخکې) کې زیږیدلی او په ۴۸۳م م کې مړ شوی دی؛ دا تاریخ د هند امپراتور (اشوکا) د ژوندانه له راپورونو څخه، چې دومره لاس یې نه دی خوړلی، راګڼل شوی دی.
که څه هم بودا په خټه شهزاده و، خو دغه اصلیت یې په شهرت او منښت کې هېڅ ډول اغېز نه دی لرلی، تر هغه وخته پورې چې کله پاچاهي ماڼۍ پریږدي او صحرا ته ځي.
نوموړی لا کوچنی ماشوم و، په اړه یې ستورپوهانو وړاندوینه وکړه، چې هغه به په خپل عمر کې سختې ناروغۍ، اوږد ریاضت او زړښت ویني، وروسته به بیا له دنیا څخه ځي. له همدې امله د هغه پلار حکم وکړ، څو د زوی پالنه او ساتنه یې په ښه توګه تر سره شي او کوم ګواښ یې چې په مخکې دی، ورسره مخامخ نشي. همغه وه، چې د پالنې او د ژوندانه عادي ودې د څارلو لپاره یې زیاتې پالونکې وګمارل شوې او پاچا یې هم وخت په وخت احوال اخیست.
پلار یې د هغه په ۱۴ کلنۍ کې هغه ته درې ماڼۍ جوړې کړې، په ۱۹ کلنۍ کې یې خپله ورېره یشودرا (yashodhra) ورته واده کړه، چې تر لسو کالو یې هېڅ اولاد ونشو، خو وروسته بیا د یو زوی څښتن شو، چې نوم یې هم ورباندې راهولا (Rahula) کېښود.
د کور پرېښودو لامل
یوه ورځ سیدارتا وغوښتل چې له ماڼۍ نه بهر په چکر ووځي، هر څه ورته چمتو شول او ددې لپاره هم تیاری ونیول شو، چې هغه باید بهر داسې څه ونه ویني چې روح او ذهن ته یې صدمه ورسوي.
خو هغسې ونه شول، د سیدارتا سترګې پر یو کوپ بوډا سړي باندې ولګېدې، سمدلاسه یې د هغه په اړه پوښتنه وکړه، بالاخره یې ځواب داسې واخیست، چې هغه بوډا یو وخت د همده په شان ځوان و، خو اوس هغه دی زړښت ته رسیدلی او دغه حالت د ټولو انسانانو په مخکې دی، چې بله هیڅ لاره چاره نلري. سیدارتا له دې پېښې وروسته ډېر اغېزمن کیږي او په اړه یې په فکرونو کې ډوبیږي.
بله ورځ بیا همغسې له ماڼۍ نه بهر وځي، دا وار په لمړي ځل یو ناروغ ویني او د هغه په وجود کې د انسان کمزورۍ او عاجزۍ ته متوجه کیږي؛ دلته پخپله له خپل فکر نه دا ځواب تر لاسه کوي، چې ګواکې دی به هم خامخا همدغسې ناروغ او کمزوری کیږي.
ماڼۍ ته په راستنیدو سره یې نور نو د ګوښتوب او عزلت دوره ورو ورو پیلیږي؛ په دې لړ کې پر یو بل سفر له کوره بهر وځي، چې دا ځل د انسانانو مړه جسدونه ویني او په لمړي ځل له دغه حقیقت (مرګ) سره مخ کیږي. بالاخره دا ستر حقیقت درک کوي او په دې باندې پوهیږي، چې د هر وګړي تر ټولو اوږد دنیوي ژوند په مړینه باندې پای ته رسیږي.
بودا بیرته کور ته راځي، خو د مرګ په نوم حقیقت چې ډیر اغېزمن کړی و، یو ډول وحشت او ویرې په مخه کړ؛ له خوراک او څښاک نه یې ډډه وکړه او یوازې د زړښت، ناروغۍ او مړینې په اړه فکرونو او اندیښنو واخیست.
دا یې وروستی ځل و، چې له ماڼۍ نه بهر ووت، دا ځل یې یو سړی ولید چې په خلسه (بې سدي) حالت کې دی او له هر څه ناخبره ښکاریږي. سیدارتا د نوم پوښتنه ترې کوي، هغه په ځواب کې ورته وايي، چې راهب دی او ریاضت کوي.
هغه چې په لمړي ځل د ریاضت کلمه اوري، نه پوهیږي چې ریاضت یعنې څه؟ وروسته هغه سړی د ریاضت تعریف داسې ورته کوي: غرایزو سره مبارزه، مادي او دنیوي جاذبو سره اړیکې شلول او یوازې تلپاتې دنیا سره نښلېدل دي.
له هغې او دغې پرته د راهب ژوند او سلوک ورباندې اغېز پرې باسي او همغه و، چې څه موده وروسته په نیمه شپه کې له کور نه وځي؛ خپله کورنۍ، ښځه او زوی پریږدي او یو ځنګله ته ننوځي.
په ځنګله کې د ریاضت موده
سیدارتا په ځنګله کې ډیر سخت ریاضت ته ملا تړي، خورا اوږد او سخت جسماني ریاضت ته، چې شپږ کاله دوام مومي. داسې ویل کیږي، چې د ورځې به یې د کونځل یا وریجي یوه دانه خوړله او په همغې دانې به یې د بلې ورځې تر بیا خوړلو پورې ګزاره کوله.
له شپږو کالو وروسته هغه دې پایلې ته ورسېد، چې یوازې تش ریاضت د بریالیتوب لامل نشي کیدی، بلکې په کار ده چې پر ځان باندې لږ نرمي هم پېرزو شي، تر څو ځان لږ په ارامه ساه واخلي؛ نو همغه و، چې بیا یې لږ مناسب خوارک وکړ.
له دې پیښې نه د ده نور راهبان ملګري خبریږي او سمدلاسه یې ترک کوي، چې ګواکې ولې یې زیات خوراک کړی دی.
وروسته بیا بودا هغه ځای ته ځي، چې اوس هغه ځای په بوداګیا مشهور دی، هلته د بودي (انځر)ونې لاندې کښېني او هدف ته د رسیدو لپاره همغه ځای ټاکي. وروسته بیا هملته توانیږي چې ځان روښانتیا یا ویښتیا ته ورسوي او پر همدغه اساس یې د بودا نوم هم له همدغه ځایه خپل کړی دی.
بودا په دنیا کې ټول ټال ۸۰ کاله ژوند کړی او په ۴۸۳م م نیټه یې د بودایانو په عقیده ځان نیروانا ته سپارلی دی. د بودا داستان ډیر عجیب دی او له همغه پخوا نه خلکو ته د پام وړ ګرځیدلی، چې له همدغه امله د نړۍ په مختلفو ژبو باندې اوښتی او په نړۍ کې خپور شوی دی.