بودايي دودونه او سنتونه
پنځمه او وروستۍ برخه
د بودا دین هم لکه نور ادیان ځانګړي دودونه او مراسم لري، چې دلته یې په لنډ او روښانه ډول را اخلو؛ خو البته د یادونې ده چې د بودا پر وړاندې دوی په عمومي توګه یوازې دوه دودونه لري:
- بودا ته د درناوي دود: د دغه درناوي مفهوم په ټول بودیزم کې معمول دی، چې د بودا مجسمې یا د بودا ونې او یا په معابدو کې د ګنبد ډوله ځای پر وړاندې دریږي او د عبادت په بڼه دعا کوي؛ خو جالبه دا ده چې بودایان دغه کار ته عبادت نه وايي او د دغسې څیزونو عبادت نه خوښوي. دوی دا باور لري چې د دوی دا کار یوازې درناوی دی او له هغه نه هېڅ نه غواړي، بلکې له هغه نه مننه کوي چې د حقیقت لاره یې موندلې او بیا یې دوی ته ورښوولې ده.
- د ګل ډالۍ کول: ټول بودایان (نارینه، ښيځنه، زاړه، ځوانان او ماشومان) د بودا مجسمې یا د دوی سپېڅلو ځایونو ته ګلان ډالۍ کوي یا هم هلته څراغونه او شمعونه روښانه کوي او یا هم عود (عنبر) سوځوي. د ګلانو له ډالۍ کولو وروسته بیا د یو کوچني لوښي په مرسته د بودا د مجسمې پر سر باندې څو ځله اوبه اچوي.
ټولنیز دودونه
- د واده دود: هغه ټولنیز دودونه چې په نورو ادیانو کې دي، په بودايي دین کې نشته. لکه د نورو ادیانو په دغه رسم کې د روحانیانو رول ډېر مهم دی. بودايي مانکان د مسیحي کشیشانو پر خلاف د واده په مراسمو کې ګډون نه کوي. بودايي راهبان په ودونو کې د دعا لپاره کوم عقیدوي مراسم نه لري او د هغوی په اند، واده یو ځانګړی تشریفاتي کار دی، چې په اجتماعي چارو پورې اړه لري.
په بودايي دین کې واده په ډیره ساده توګه تر سره کیږي او داسې کوم ځانګړي دودونه نلري. همدارنګه د نورو ادیانو پلویانو سره د بودایانو د واده کولو لپاره کوم مخنیوی نشته، لکه څنګه چې ټاکلي او ځانګړي مراسم نلري، نو اړوند دود او دستور د همغه هیواد پر خپلو عقایدو او کلتور پورې تړاو لري.
په میانمار کې د واده په مراسمو کې یوه ډله نجونې چې سنتي سپینې جامې یې اغوستې وي، په پالي ژبه خپل سپیڅلي آیتونه لولي او دا کار د بودا له غوره فضایلو څخه ګڼي.
بودایان کولی شي چې په کال کې هر وخت او هره ورځ خپل واده ثبت کړي، ځینې ښځه او مېړه بیا په اړوندو دفترونو کې له رسمي ثبت نه وروسته د تبرک او عبادت لپاره معبد ته ځي؛ وروسته بیا له هغه لوښي نه اوبه څښي، چې د بودا مجسمې مخې ته ايښوول شوی او ورپسې بیا هملته د راهب نصیحتونو ته چې د واده په اړه یې بیانوي، غوږ نیسي.
- د مړینې دود: په بودايي دین کې دا رسم او دود هم ساده دی؛ کله چې یو یې مړ شي، نو نزدې خپلوان یې د اړوندو مراسمو د ترسره کولو لپاره یو شمېر مانکان هدیرې ته ورغواړي؛ مانکان هم لمړی درې ګوني تعویزونه او بیا پنځه ګوني مفاهیم لولي. وروسته بیا د مړي زامن یا نزدې خپلوان یې، مانکانو ته د دې لپاره سپینې جامې د ډالۍ په ډول ورکوي، چې ثواب یې مړي ته ورسیږي.
البته دا خبره د یادونې وړ ده، چې بودایان خپل مړی (د مړي جسد) تر درې ورځو پورې ساتي.
خاورو ته د مړي سپارل یا سوځول: د مړو د اجسادو لپاره یوازې د یو مورد په اړه څرګندونه شوې، هغه هم د (ماهاپاریني) په نوم د بودا د مرګ خطبه ده. په هغې خطبه کې راغلي: اناندا له بودا نه په داسې وخت کې پوښتنه وکړه، چې هغه د مرګ حالت ته نزدې و، ویې ویل: د یو کامل انسان د جسد پر وړاندې، که هغه بودا وي، نو زموږ دنده څه ده؟
بودا په ځواب کې ورته وویل: هغه دې د لوی پاچا (کاکاواتپ راجا) په شان وسوځي.
له دغې جملې پرته نور څه په دې اړه په بودايي متون کې نه دي ذکر شوي. اوس هم بودایان خپل مړي سوځوي، خو دا کار عام نه دی، ځیني یې بیا خاورو ته سپاري؛ خو هغه چې سوځول کیږي، د هغوی پاتې ایره په یو لوښي کې راغونډوي او هغه څلي سره یې ږدي، چې د کوم مړي په نوم جوړ شوی وي.
په مړو پسې ثوابونه بخښل: دوی دا باور لري چې انسان له مړینې وروسته بیا ژوندی کیږي او دا مړ کېدل او ژوندي کېدل تل دوام لري. خو یوازې هغه څوک چې نیروانا ته ورسېږي، د ژوند او مرګ ځوروونکی څرخ څخه نجات مومي.
دوی په دې عقیده دي، چې ژوندي کسان کولی شي، مړو ته د ثواب په وربخښلو سره هغوی خوشحاله کړي، دغه ثواب په بودیزم کې (پونا) نومیږي، چې په اوس وخت کې د ثواب لېږدولو د جملو ویلو پر مهال، له یو ډک لوښي څخه په تش لوښي کې اوبه اچوي، تر څو ډک شي.
د یادونې ده، چې په دې اړه په بودايي متون کې هیڅ هم نشته.
په بودايي هیوادونو کې مانکانو ته صدقه ورکول یوه دیني دنده ده. بودایان د ثواب وربخښلو لپاره ځانګړی وخت نه لري، خو په سنتي او دودیز ډول یې یو منظم پروګرام ورته رامنځته کړی؛ چې دریمه، اوومه او د میاشتې وروستۍ ورځ او د مرګ کالیزه، هغه ټاکلي وختونه دي، چې د مړو نمانځلو لپاره ځانګړي شوي دي.
همدارنګه بودایان د جن او پري پر شتون باندې باور لري او وايي چې محدود قدرت لري او نیروانا (ابدي ژوند) ته د انسانانو په رسولو کې مرسته کوي.
البته په پای کې دوو نورو ځانګړو ټکو ته په لنډ ډول باید یوه اشاره وشی، چې هغه د روژې او زیارت موضوع ګانې دي:
بودايي راهبان هر وخت د اورادو او اذکارو په ویلو بوخت وي، هغوی ځانونه مکلف بولي چې په ځانګړو ورځو کې روژه ونیسي او هغه خپل د دعا او ذکر کولو دود تر سره کړي.
عادي بودایان د لمانځنې (عبادت) لپاره خپلو سپېڅلو ځایونو ته ځي، هلته نذرونه ورکوي او د خپلو څيزونو مخې ته په ګونډو کښیني او عبادت کوي. خو په عبادت کې یې د راهبانو سره توپیر دی، یعنې عبادت یې تر راهبانو ساده دی.
همدا راز په بودايي دین کې د زیارت لپاره خورا ډیر ځایونه شته، خو کوم ځایونه چې دوی ته ځانګړی مقام او ارزښت لري، هغه څلور ځایونه دي، چې د زیارت کولو لپاره یې پخپله بودا دستور ورکړی دی.
ویل کیږي چې کله د بودا وروستۍ شیبې رالنډې شوې، نو په دې اړه یې خپلو پلویانو ته د زیارت لپاره دا ځایونه ور په ګوته کړل:
- د هغه د زېږدنې ځای.
- د روښانتیا ځای.
- د لمړنۍ موعظې ځای.
- د هغه د مړینې ځای.
بودایان د دغو څلورو ځایونو زیارت کول واجب بولي او زیاتره یې دا عقیده لري، چې باید لږ تر لږه په ژوند کې یو ځل د دغو ځایونو زیارت وشي.
سرچینې:
- سید، ډاکټر محمد حفیظ، ګوتم بدهــ کی زندګي اور افکار، لاهور، پاکستان.
- رنجبر، امیر حسین، بودا در جستجوی ریشه های آسمان.
- توفیقي، حسین، آشنايي با ادیان بزرګ.
- هیوم، رابرټ، ژباړن – عبدالرحیم ګواهي، ادیان زنده جهان
- جان بي ناس، ژباړن – علي اصغر حکمت، تاریخ جامع ادیان.
- هینلز، جان راسل، ژباړن – عبدالرحیم ګواهي، راهنمايي ادیان زنده.
- ال-اس-کازنیز، ژباړن- علي رضا شجاعي، آیین بودا در جهان امروز.
- سارهاتیسنا، ژباړن- محمد تقی بهرام، بودا و اندیشه های او
- پاشايي، تاریخ آیین بودا.