له يوې اونۍ رخصتۍ وروسته صديق دندې ته روان شو، په دې اونۍ کې دی ډېر خوښ و، ځکه مېرمنې ته يې ډاکټرانو په ښار کې ويلي وو چې دا ځل به دې نارينه لمسی پيدا شي.
صديق ښوونځی په لسم ټولګي کې خوشی کړ او تقريباً دوه کاله يې په ښار کې د خټو مزدوري کوله، ځکه دی او پلار يې مجبور وو چې دولس کسيز فاميل ته ډوډۍ را پيدا کړي، خو د کورنۍ اقتصادي حالت يې ورځ تر بلې په خرابېدو و، يوه ورځ د کلي له نورو ځوانانو سره د نظامي جلب او جذب ادارې ته لاړ او هلته يې په خاصو قطعاتو کې دنده پيدا کړه.
له يوې مياشتې وظيفې وروسته يې کله چې کورنۍ ته معاش راوړ، په کور حاکمه نيستي يې په شا وتمبوله، په لومړي ځل يې ټولو وروڼو او خويندو ته د اختر جامې واخيستې او په اختر کې يې کور ته ښې مېوې هم راوړې.
درې څلور مياشتې وروسته يې پلار ورته په پيغله خور د بدل واده وکړ او هره ورځ يې کورنی اقتصاد له تيرې ورځې په ښه کېدو و.
صديق به تل په کور کې ويل چې که خدای ج مو يو څه حالت ښه کړي، دی ښوونځی له سره پيلوي او غواړي چې په نظامي پوهنتون کې زده کړې وکړي.
يوه ورځ يې مېرمن په اولاد ناروغه شوه، کله يې چې هغه زيږنتون ته يوړه، صديق خپلې دندې ته ستون شو، ځکه يوه اونۍ يې په کور کې تيره کړې وه، خو له تلو مخکې يې مور ته پټ ويلي وو چې کله تاسو له روغتونه راستانه شوی، پلار ته به مې وايې چې ماته تيلفون وکړي او د ماشوم زيری راباندې وکړي.
مازديګر عکسري کنډک ته د صديق له ستنېدو سره سم يې ملګري تيار په جمع نظام کې ولاړ وو، ده هم په بيړه د جنګ دريشي په تن کړه او له ملګرو سره يو ځای ودرېدو.
د شپې له خوا دوی د عملياتو لپاره يوې سيمې ته يوړل شول.
سهار مهال يې مېرمن او نوی زيږيدلی ماشوم له روغتونه راستانه شول، د صديق مور د صديق پلار ته وويل چې زوی ته مې تيلفون وکړه او د ماشوم زيری پرې وکړه، پلار يې ورته وويل چې د ماښام راهيسې يې تيلفون کار نه کوي، فکر کوم په وظيفه به چېرې تللي وي.
دوی په همدې خبرو اخته وو چې نږدې خپلوان او دوستان يې يو يو د دوی کور ته راغلل او يوه سپين ږيري، د صديق پلار ته وويل چې کور مو لږ ټول کړئ، زوی دې شهيد شوی دی اوسې يې راوړي.
په کور غلبله ګډه شوه او د دوی ټولې هيلې او خوښۍ له يوې خبرې سره تار و مار شوې.
د صديق خواښې په دې نه وه خبره چې زوم يې مړ دی، هغه يې په دې نوم راغوښتې وه چې نوی زيږيدلی لمسی دې مړ دی، کله چې هغه راورسېده، د صديق د مېرمنې ژړا يې وليده، په غصه يې ورته وويل: ولې دومره خپه يې، خدای دې خاوند لره، بل زوی به دې وشي، سر تورې مه شې.
لور يې په مور غېږه تاو کړه، په دردېدونکي انداز يې ورته وويل چې مورې بوره دې وای، نه مې ژړل، خو کونډه شوم، کونډه شوم، کونډه شوم.
يادونه:
دا په خوست ولايت کې د يوې کورنۍ رښتيني کيسه ده چې لس ورځې وړاندې پېښه شوې ده.