د ادبياتو په برخه کې ځينې کتابونه داسي دي چې د وخت په تېرېدو سره يې نه يوازې چې اغېز او ارزښت نه دى کم شوى، بلکې لا زيات شوى او د معاصرو تيورسنانو او څېړونکو نظريات اواندونه په يوه ډول ورڅخه سرچينه اخلي.
له دې ډول کتابونو څخه يو هم د يوناني نامتو فيلسوف ارسطو (Poyetikes) اثر دى چې په ليکلو يې نږدې ٢٤٠٠ کاله اوړي. ددې کتاب معربه بڼه په بوطيقا سره ياده شوې چې کتاب الشعر، د شعر کتاب، د شعر فن او د شعر هنر يا رساله يې نور ژباړل شوي نومونه دي.
لامل يې دادى چې ارسطو پر دې کتاب سره د ادبي ماهيت او اصطلاحاتو په ځانګړي ډول د شعر او شاعرۍ د تيوري بنسټ اېښى او په اصطلاحي ډول هم هغه اثر ته ويل کېږي چې د شعر او د شعر د اصولو لکه وزن، قافيه او شعري نقد( کره کتنې) په اړه ليکل شوى وي.
په ټوله کې افلاطون، ارسطو او سقراط د نړۍ د پوهې، فکر او فرهنګ هغه لرغونى مثلث دى چې علمي نظريات يې له زرګونو کلونو وروسته نن هم د پوهې او فکر سرچينې ګڼل کېږي او وړانګې يې پر ننيو ډېرو علومو خورې دي.
په دې برخه کې ادبيات هم ددې درېيو ښاغلو د نظرياتو، بحثونو او طرحو احسانمن دي چې ډېرې تياره لارې يې روښانه کړې، ليکلي اثار او نظريات يې د الهام او بحثونو يوه سرچينه ده.
په ځانګړي توګه په کره کتنه کې د افلاطون او ارسطو نظريات د يادونې وړ دي. د افلاطون د کره کتنې بنسټ پر اخلاقو ولاړ دى او په خپل مشهور اثر”جمهوريت” کې يې دا موضوع څېړلې او ارسطو بيا خپل نظريات په بوطيقا کې وړاندې کړي دي.
دې درېيو واړو پوهانو په خپله زمانه کې د کلام او ادب ښکلا ته ځانګړې پاملرنه کړې، له بېلابېلو او کله کله له متفاوتو زاويو يې د شعر او کلام د کره کتنې او ارزونې اصول وړاندې کړي او خپل دلايل يې پرېښې دي.
مثلا افلاطون کره کتنې ته اخلاقي اصول را مخکې کړي و او په يوه اثر کې يې لومړى دا کتل چې ليکوال يا پنځوونکي يې د ټولنې حاکم اصول څومره رعايت کړي، خو ارسطو بيا د اثارو ارزښت پر انسان د اغېز له زوايې د ټاکوونکو پوښتنو سره مطرح کاوه.
ارسطو په بوطيقا کې د ترتيب له اړخه پر شعر او شاعرۍ خبرې کړې، هڅه يې کړې چې د هنر رېښه يا ار له تقليد سره وتړي، همداسې په تراژيدۍ يې خبرې کړې، د يونان شاعري او ځانګړتياوې يې شرحه کړې چې د شاعرۍ د څېړنې محور يې د “هومر” شعرونه دي.
لکه وړاندې مو چې يادونه وکړه ، ددې کتاب د نوم مانا د شاعرانه فن يا شعري هنر رساله په نامه هم شوې ده. ليکوال په دې رساله کې د شعر پېژندنې او شعر د کره کتنې په اړه نظريات او لارې چارې وړاندې کړې، چې تر پېړيو پېړيو او حتى تر معاصرو دورو پورې پرې د شاعرانو او کره کتونکو بحثونه او نقدونه تاوده وو.
دې يوناني فيلسوف په دې کتاب کې د ادبياتو د ماهيت په اړه او د هغو ادبي صنفونو په اړه خبرې کړې چې د ارسطو د زمانې په يوناني ادبياتو کې ورته ورته شاعرانو او اديبانو ډېره پاملرنه کوله، خو د بوطيقا دا بحثونه اوس اوس يا په نني ادب کې دادب تيوري بلل کېږي، ځکه خو ورته د شعري کره کتنې لومړنى اکاډميک اثر ويل کېږي.
ادب تيوري د ادب پوهنې له درېيو بنسټيزو څانګو(ادب تاريخ، ادبي کره کتنه او ادب تيوري) څخه يوه ده چې د ادبياتو په بېلابېلو برخو او موضوعاتو کې نظريات وړاندې کوي او د ادب پوهانو په وينا اوسمهال ورته ادب پوهانو زيات پام اړولى او ډېر کلاسيک يا زاړه مفاهيم او اصول يې په کې مات کړي دي.
د ارسطو د شعر فن اثر په منځنيو پېړيو کې له مسحيت وړاندې اثارو ته د نه پاملرنې په سبب بيخي هېر شوى و، خو په اروپا کې د رنسانس يا بيا ژوندي کېدو دوره ددې سبب شوه چې بوطيقا ته د شاعرانو او کره کتونکو پام واوړي.
له دې پرته د ارسطو نورو اثارو هم د شاوخوا دوه زره درې سوه کلونو په اوږدو کې د پوهنې او فرهنګ توغ اوچت ساتلى او په دې برخه کې د فکر او فرهنګ نورو لارويانو ته الهام ورکړى او لارې يې ورته ښودلي دي.
ځينې کره کتونکي خو په دې اند دي چې له رنسانس وروسته دې کتاب ته پاملرنه په حقيقت کې په اروپا کې د کلاسيسزم مکتب د بنسټ ډېره اېښې ده، ددې تر څنګ يې وروستنيو ژباړو د عربي او نورو او نورو شرقي ژبو د بلاغت پر فن هم اغېز کړى دى.
د ارسطو دا اثر او نورې اړوندې ليکنې ددې سبب شوې چې کره کتونکي او د ادب څېړونکي ارسطو د ادبياتو لومړنۍ کره کتونکى وبولي، خو ددې نظريې ځينې مخالفين بيا وايي چې لومړنى کره کتونکى د لومړني کتاب له خپرېدو سره پيدا شوى دى.
بوطيقا د ځانګړو يا ټاکلو اثارو د تاويل خلاف د مانا د تکرار لټون نه کوي، بلکې موخه يې د عامو قوانينو پېژندنه ده پر پنځون څارنه کوي او ددې تر څنګ د ارواپوهنې او ټولنې پوهنې يا نورو علومو خلاف بوطيقا دا علوم خپله د ادبياتو په وجود کې لټوي.
نو په همدې بنسټ بوطيقا خپله ادبياتو ته هغه لارښود يا لار موندونکى دى چې هم مجرده بڼه لري او هم دروني شتون، موضوع يې خپله ادبي اثر نه دى، بلکې د ادبي خبرو د ټاکلي ډول ځانګړتياوي دي چې ادبي ښکارندې ته ځانګړتيا وربښي ياني د مجردۍ ځانګړتيا ته پاملرنه کوي.
په دې مانا چې بوطيقا د ارواپوهنيز او ټولنپوهنيز نقد يا کره کتنې سره توپير لري، ځکه چې ادبيات يا ادبي متن په يوازې توګه سره د خپلې پېژندنې وړ موضوع بولي، خو ارواپوهنيزه او ټولنپوهنيزه کره کتنه بيا ادبيات د ټولنې او روان ځلا ګڼي.
دا کتاب د نړۍ ګڼو ژبو ته ژباړل شوى او لا يې هم ژباړې روانې دي. پښتو ژباړه يې په ١٩٥٨ زېږديز کال د پېښور پښتو اکاډمۍ پر غوښتنه مولوي محمد اسرائيل کړې او د مولانا عبدالقادر له مقدمې سره د “کتاب الشعر” پر نوم خپره شوې ده.
د بوطيقا دا ژباړه ټول لټال پنځه برخې لري چې هره برخه يې په بېلابېلو څپرکو کې د شعر او کره کتنې په اړه نظريات وړاندې کوي، د شعر له تعريف او ډولونو را نيولې د شعر تر ښېګڼو او زيانونو پورې بحثونه شوي دي.
د افغان ليکوال او کره کتونکي استاد لطيف بهاند پر وينا ابو نصر فارابي پر اسلامي او په ځانګړي ډول ختيځه نړۍ کې لومړنى پوه دى چې د ارسطو بوطيقا ته يې پام اوښتى و او ثاني معلم نوم يې ورکړى و.
دده په اند په دويم قدم کې بيا بوعلي سينا دى چې بوطيقا ته يې شيخ الرييس او معلم ثالث نوم ورکړى او لومړۍ عربي ژباړه يې د مامون رشيد منشي ابو بشير له سرياني ژبې څخه کړې ده.
دا چې تر ننه پورې د نړۍ د ګڼو ملکونو شاعران او کره کتونکي د غوره او بد شعر لپاره لا هم د ارسطو د اثر او وړاندې کړي اصول د تلې يا ښه او بد د څرګندولو لپاره کاروي، نو له دې معلومېږي چې د ادب پوهانو لا هم په دې برخه کې د پام وړ اصول او اثار نه دي رامنځته کړي.
په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې: