د کابل په ریستورانتونو کې د کباب، قابلي او پلو سربېره نور خواړه ډېر کم پیدا کیږي. که سبزي خور (ویجیټرین) او یا غریب یې نو باید بولاني وخورې. د بولاني د نوم سره به د کوزې پښتونخوا ملګري ناشانا وي خو هغوی دې داسې وګڼي چې بولاني د سموسې زوړ ورژن دی. ..

بولاني خوندوره وي یا نه، خو چې کله په جېب کې نانۍ نه لرې نو بیا د بولاني خوراک ډېر خوند کوي. د کوټه سنګي بولاني بیا ډېر خوندوره ځکه وي چې هلته په لس افغانۍ د کابل ښار د نورو ځایونو پرتله غټه بولاني میلاویږي.
د کوټه سنګي له پله چې څومره لیرې ځې، رش کمیږي خو ددې ترڅنګ د بولاني په قد او قامت کې زیاتوالی راځي. که څومره له غټې غټه بولاني اخیستل غواړې، نو هومره له پله لیرې پسې لاړ شه. هلته لېرې د نوې جوړیدونکې ودانۍ سره جوښت په قیر سرک ولاړه ریړۍ کې یو هزاره ماما غټې غټې بولانۍ پخوي. د ماما مخ له ګونجو ډک دی چې هره ګونجه یې په دې خاوره د تېر شوي او تېریدونکي درد یو داستان په ځان کې لري.

ماما په لاسو بولاني برابروي او پخوي او په شونډو د وطن د رغېدا او سولې دوعاګانې.

دا څو ورځې کیږي د بولاني خوړولو ته نه یم ورغلی. هزاره ماما به وایي…. هغه پښتون ځوان چې دري یې نشوه ویلی او هره ورځ به غرمه او ماښام د بولانۍ خوړلو ته راته اوس نه مالومیږي.

…خدا کند…زنده باشه

یادونه: په ۲۰۱۶ز کال کې په کراچۍ کې د ستونزو جوړیدو وروسته کابل ته لاړم، هلته څلورنېمې میاشتې وم. د کابل ژوند مې له نزدې ولیدو. هغه وخت په کابل کې تر ټولو ارزانه د اوسیدو ځایونه او خواړه په کوټه سنګي کې و نو ځکه هم زه هم هلته اوسېدم. دا خاطره مې په ۲۰۱۶ کې له کابله اروپا ته د راتلو یو څو ورځې وروسته لیکلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *