تاند- د بولیویا امنیتي چارواکو د خپل هیواد په یوه پوځي مرکز کې غونډه وکړه چې د مخدرو موادو د کشف په برخه کې د شویو هلوځلو ستاینه وکړي.

خو په دې مراسمو کې پولیس او سرتېري نه بلکې د هغو سپو ستاینه وشوه چې د بولیویا د پولیسو ترڅنګ مخدر مواد مومي.

د هغو ۲۰۱ سپو په منځ کې، چې د بولیویا پولیسو روزلي دي، ۱۵ د ډېر ښه خدمت په خاطر وستایل شول.

یوه سپي، چې (یوشیرو) نومېږي، له خپل روزونکي مارتین اپازا ماماني سره سږ کال د مخدرو موادو څو قاچاقبر ونیول.

د یوشیرو روزونکي رویټرز خبري اژانس ته وویل:

«زما سپي یوشیرو یوځل ۸ کیلو کوکایین او یو وار بل ۷ کیلو کوکایین کشف کړل او پرون یې هم هانګ کانګ ته وړل کېدونکي کوکایین وموندل.»

بولیویا د پولیسو لپاره هر کال ۵۰ سپي روزي او د هر سپي پر روزلو نژدې ۳ زره ډالره لګښت کېږي.

د هر سپي د کار موده له ۵ تر ۷ کالو پورې دوام کوي.

لس تکړه مخدر مواد موندونکي سپي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *