د خانم ديبا د حسن سارئ نه وو ، كه څه هم د هغې ګاونډ له حسينو ښځو ډك وو ، خو ددې و مخته به ټولى داسى بد رنګه سوې لكه د ستورو په منځ كښى چى سپوږمۍ ښكاره سى . رښتيا چى هم هغه پرى رويه وه ، كه به كله و يو واده ، محفل يا پارټۍ ته ولاړه نو به د هر چا سترګى په هغې كښى وې او د هغې د نوى فيشن لباس ،اوږدو تورو غټو بادامى سترګو ، سرو وېښتانو ، ډك ځيګر او خندانى څهرې به پر هر چا اور لګوئ . حقيقت هم دا وو چى د هغې جګه درخته ، بدن او د وجود هر اندام دومره ښكلئ او مناسب وو لكه د يو مجسمه ساز شاهكاره مجسمه . پخپله چى به كله خانمه هم د ايندارى و مخته ودرېده ، نو به ځان ته حېرانه سوه .
له خانمى سره نه يوازى د حسن دولت ډېر وو بلكه هغه په دنياى دولت هم مړه وه ، چېرى چى ې پلار ډېر جائداد ور جوړ كړئ وو ، هلته ې يو غټ كاروبارى فرم وو چى ډېرو خلګو كار پكښى كوئ او هغې په ډېر قابليت او يوازى سر چلوئ .
د هغې واده تر اوسه نه وو سوئ ، خورا ډېرى مركې ورته وسوې ، د ښو كورنيو ، د ښكلو شاهزادګانو او د لويو افسرانو ، خو هغې يوه هم نه كړه قبوله ، پلار خوار ې په دغه ارمان كښى مړ سو چى د لور واده به وينم ، خو د لور ې چېرى خپل حسن پر چا پيرزو وو .
كله چى به يو چا و خانم ته په تږى نظر وكتل ، نو دې كتو به هغې ته خورا خوند وركړئ او په دې خبره به هغه تل خوشحالېده چى د يو چا لاس هم تر دې نه رسى او هر څوك ورته تږئ او ارمانجن دئ . ډېرو ځوانانو ، چى زاړه ښكاريان منل كېدل ، په هغې ځان وكتئ ، خو پوهى ې هيڅ ځائ نه نيوئ ، ځكه به ې نو سړې ساوى كښلې چى خانمه خو ډبره ده او ډبره كله پر چا زړه سوځى .
د هغې بنګله څه وه ، چى بس يو كوچنوټئ محل وو ، چېرى چى هغه يكړه اوسېده . دا د خپل پلار يكى يوازى لور وه ، لا وړه وه چى مور ې مړه سوه او پلار ې ځكه بل واده نه وكړئ چى بيا به ميره له خانمى سره بد كوى . ددې څو نوكران هم وو چى دلته په بنګلې كښى په خپلو كوارټرانو كښى اوسېدل او تل به و دې ته لاس په نامه ولاړ وو .
يوه ورځ عجبه پېښه وسوه ، خانمه چى څرنګه خپل افس ته راغله ، نو يو عجبه بوئ ورباندى ونيښتئ . هغه حېرانه سوه چى دا څرنګه بوئ دئ . شا و خوا ې ډېر وكتل ، خو داسى هيڅ شئ ې تر سترګو نه سو . بيا چى ې خپله سېكرېټرى راوبلله او هغې ته ې ووئيل چى دا څرنګه بوئ دئ ، نو سېكرېټرى په ډېرى حېرانتيا ورته وكتل چى مېډم څرنګه بوئ ، زه خو نه ورباندى پوهېږم .
د سېكرېټرى دې ځواب خانمه نوره حېرانه كړه .
هغه چى غرمه كورته راغله او كله چى په ډائننګ روم كښى د ډوډۍ پر مېز كښېنستله ، نو دلته هم د دفتر بوئ خور وو . دا بيا حېرانه سوه . نوكرى ته ې ووئيل چى دا څرنګه بوئ دئ ، خو هغې ځواب وركړئ چى بىبى دلته خو داسى هيڅ بوئ نسته .
> ستا په پوزى څه ټكه سمه ده . < هغه يو دم وخشمېده .
اوس هغې نور نوكران راوبلل او هغو ته ې هم دغه خبره وكړه خو ټولو وئيل چى بىبى پر موږ خو داسى هيڅ بوئ نه نيښلى .
خانمه چى كله خپل بېډ روم ته ورغله ، نو هلته هم بوئ خور وو . اوس هغې شا و خوا ډېر وكتل چى دا بوئ ولى دئ او له كومه راځى خو داسى هيڅ شئ ې نه كړئ پيدا .
كله چى هغه پر خپل پاسته پلنګ پرېوته چى لږ ارام وكړى نو دا وخت بوئ داسى تېز سو چى ګرسره ې خوب پكښى رډ كړئ .
هغه جګه كښېنسته چى چېرى دا بوئ ددې له كالو او بدنه خو نه راځى ، خو داسى هم نه وو ، بهرحال هغه ولمبېده ، نوى جامې ې په تن كړې او يوه زوروره خوشبوى ې ولګوله ، خو هغه مخصوصه بوئ اوس هم د هغې شا و خوا داسى ګرځېدئ را ګرځېدئ لكه روئ . دا رنګه هغې تر ما ميټر را واخيستئ چى چېرى تبه خو به مى نه وى او دا هر څه له تبى خو به نه وى را پيښ ، خو ترما ميټر ورته وئيل چى ته خو جګه جوړه ې .
اوس هغه وار خطا سوه چى دا څه خوارى ده او بوئ له كومه را روان دئ . د هغې بل راز دار خو نه وو ، خو زړه ته ورتېره يوه خوندكۍ ې وه نرګس . هغې وئيل چى ولى نه نرګس په دې لانجې خبره كړمه ، ځكه ې نو سم دستى خوندكۍ ته ټېلى فون وكړئ او ټول حال ې ورته ووايه . د هغې دې پرېشانۍ نرګس هم ولړزوله چى بس درغلم ، خو خانم له خپله كوره او ماحوله بېزاره وه ، ځكه ې ورته ووئيل چى ته مه راځه ، زه پخپله درځم .
هغه چى كله د نرګس د سرو او ژړو ګلانو په بنګله ورننوته ، نو اداره خوندكئ ې ګرسره په ګېټ كښى په انتظار وه ، خو كله چى هغه له موټره را كښته سوه ، نو نرګسه په خندا سوه چى ما خو وئيل چى ستا به مخ تك ژړ وى ، په پښو كښى به دى دمه نه وى ، ته خو روغه جوړه ې .
دا څه ، هغې په پوزى دسمال تينګ ونيوئ ، هغه بوئ خو دلته هم وو ، اوس د هغې سر پرله وګرځېدئ . هغې چى كله دا خبره نرګس ته وكړه ، نو د نرګس خندا نوره زياته سوه چى ستا مسئله خو ماته نفسياتى ښكارى ، راځه چى ډاكټر ته دى بوزمه .
> څرنګه نفسياتى ، فضول بكواس مه كوه ، زه بالكل نارمل يمه ؟ < هغه وخشمېده .
ماخوستن چى خانم د خوندكئ له كوره راغله نو بوئ هغه رنګه ورپسې وو . هغه چى څرنګه پرېوته نو بوئ يو دم زيات سو . اوس هغه يو وار په يو اړخ واويښته او بيا په بل خو بوئ لكه دښمن خوب ته نه پرېښوله . دا رنګه په هغې كښى خوب رډ سو .
پائ هغه دومره زياته پرېشانه سوه چى دباندى و چمنى ته راووته خو دلته هم بوئ ورپسې وو او دومره زورور وو چى د ګلابو او چنبېليو زوروره خوشبوى ې لا وركه كړى وه . هغه فكر واخيسته چى څه وكړى ، ولى چى بله ورځ په دفتر كښى له يوې دباندينۍ كاروبارى ډلى سره ډېر اهم او لوئ ميټنګ وو ، دا ټوله ورځ وو اوخوب په كار وو كنۍ نو له ناخوبۍ او ستړيا به ميټنګ ورته ګران سى .
اوس خانمى چرت ووهئ چى چېرى ولاړه سمه ، دلته په كور كښى هم بوئ دئ ، د خوندكۍ كره هم دغه ناسى را پسې وو او نور خو پرېږده په دفتر كښى لا هم دغه حال وو . بله دا چى اوس خو نيمه شپه ده ، د يو عزيز كره هم نه سمه تلئ او كه چېرى ولاړه هم سمه نو هغه به وائ چى لېونۍ ده ، ځكه نو هغې ته لويه پناه ګاه يو هوټل وايسېده چى يوه كمره به ونيسمه ، كېدئ سى چى هلته دغه سپېره نه وى .
په توره شپه كښى چى هغه په موټر كښى له كوره وته نو څوكيدار حېران سو چى خانمه دا مال چېرى ځى او څه ورپېښه ده ، خو د پوښتنى جراءت ې نه وكړئ ، ولى چى نوكران د هغې له سرو سترګو وېرېدل . هغه سمه د ښار و يو لوئ او اعلى هوټل ته راغله چى ډېر ښكلئ وو او له ښيښې جوړ ايسېدئ .
كله چى د هوټل ځوان او ښائسته شېر بريتى بېرا چى نوى او صفا سره وردۍ ې په تن وه ، خانمه د هغې كمرې ته ورسوله نو بې اختياره ې په هغه رنګه تږو سترګو ورته وكتل لكه نورو خلګو چى به ورته كتل . خو خانمه بوئ دومره پرېشانه كړى وه چى ګرسره ې د هغه د سترګو د بې باكۍ باك نه وكړئ . حالانكه هغې به له دغه ډول كتو خوند اخيستئ او بيا چى به ې دا خبره هم زړه ته ور ولوېده چى د هغې په ناترسۍ به لږ ساعت وروسته دغه زړه مات سى ، نو به ې خوند نور زيات سو .
څرنګه چى هغه كمرې ته راغله او پرېوته نو بد بخت بوئ هم ورپسى راغئ . اوس د هغې زړه و غوښت چى كمره بدله كړى خو بيا ې وئيل چى هلته به هم دغه حال وى ، چرت ورولوېدئ چى كه هوټل بدل كړم بيا ، خو فكر ې وكړئ چى دغه بوئ به مى بل ځائ هم نه پرېږدى ، خو دا وخت هغه داسى ستړى وه چى له پرېوتلو سره سم خوب ورغئ او بې سده سوه .
اوس هغې يو عجبه خوب وليدئ ، څه وينى چى يو ځائ خورا ډېر خلګ را ټول سوى دى ، د هغو په منځ كښى يو بوډا ولاړ دئ او په زوره زوره ژاړى .
خلګ له بوډا پوښتنه كوى چى كاكو ولى ژاړې ، خو هغه هيڅ ځواب نه وركوى بلكه ژړا ې نوره زياته سى .
دا مال چى هغوئ اصرار وكړى نو بوډا په سرو سترګو ورته ووائ چى يو شى زه له ډېروشپو په عزاب كړئ يم او دغه ناسى مى نه په توره پرېږدى او نه په سپينه ، ځكه نو اوس چيغى ځنى وهم .
د سپين ږيرى په دې خبره ټول خلګ حېران سى .
پائ يو سړئ ورته ووائ چى كاكو كوم شى په عزاب كړئ ې ، ته خو موږ هم په خبر كړه .
بوډا ورته ووائ چى يو عجبه غوندى بوئ دئ چى زه ې له ژونده بېزاره كړئ يم .
> څرنګه بوئ ؟ < د سپين ږيرى خبره د خلګو تجسس ور زيات كړى .
خو دا څه ، اوس عجبه چم وسى ، د بوډا په روې كښى يودم بد لون راسى ، هغه ژړا پرېږدى او په خندا سى .
د بوډا په دغه لېونتوب خلګ نور حېرانه سى ، خو هغه له هر څه بې پرواه دا وخت په رخص وى او وائ چى اوس مى سر خلاص سو چى دا بوئ ولى دئ او له كومه راځى .
له دې سره سم هغه خپل موټ خلاص كړى چى يوه پيسه پكښى پرته وى چى له خولو ډكه وى .
ناڅاپه هغه له خوبه راكښېنسته ، چا د خونى دروازه له دباندى ټكوله . هغې چى دروازه خلاصه كړه ، نو شېر برېتئ بېرا ولاړ وو چى بىبى دا ستا كيلۍ دى ، دباندى په ريسېپشن باندى پاته سوى وې ، دا واخله .
د بيرا په سترګو كښى اوس هم تنده وه ، هغې بل هيڅ نه وكړل ، دغسى ې بېرا له وږو ونيوئ ، په زوره ې په خونه ننه ايستئ او بيا له هغې ، هغه هر څه وسول چى تر ننه ې ځان ځنى ساتئ .
كله چى هغې بيرا بيرته رخصتوئ نو اول ې په شونډو ښكل كړئ او بيا ې د زرو روپو ښه ډېر نوټونه پر لاس ور كښېښول چى اں دا واخله ، خو ګوره ګاروې به ې ، سپموې به ې نه ولى چى حسن او پيسه داسى دولت دئ چى نه سى ګار ، نو بيا بوئ كوى .
پاي